روسیه کې د کرونا ویروس نوی ریکارډ؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲۸ کسان مړه شوي
![روسیه کې د کرونا ویروس نوی ریکارډ؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲۸ کسان مړه شوي](https://gdb.rferl.org/fd34d7c1-3cd6-48c8-9fd4-389f433e8ace_w800_h450.jpg)
د روسیې روغتیایي چارواکي وایي، د کرونا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲۸ کسان مړه شوي چې دا د دغې وبا له خپرېدو راهیسې په روسیه کې په یوه ورځ کې د مړو شویو کسانو نوی ریکارډ دی.
د روسیې د کرونا په وړاندې د مبارزې مرکز نن وویل چې په دې موده کې له ۲۱ زرو ۳۷۹ زیات کسان په کرونا اخته شوي چې یوه ورځ مخکې تر دې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر لږ زیات و، یعنې ۲۱ زره او ۴۳۸ کسان پرې اخته شوي وو.
دا پرلهپسې څلورمه ورځ ده چې په روسیه کې له ۸۰۰ زیات کسان د کرونا له امله مري. دا په اروپا کې د دغې وبا له امله د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د روسیې روغتیایي چارواکو ویلي چې د کرونا نوې پېښې د روسیې د ۸۵ سیمو له ډلې په ۳۶ کې زیاتې شوې او خبرداری یې ورکړی چې د هوا له سړېدو سره چې تنفسي ناروغۍ زیاتېږي، ښایي وضعیت له دې هم خراب شي.
تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وروسته له هغې ځان قرنطین کړ چې د هغه د نږدې کړۍ په لسګونه غړي په کرونا اخته شول.