روسیې او بلاروس د ناټو تړون د غړو هېوادونو له پولو سره پراخ پوځي تمرینات پیل کړل.
له لوېدیځ سره د ترینګلو اړیکو په ترڅ کې مسکو او مېنسک ژمنه کړې چې په خپلو کې به اړیکې پیاوړې کوي.
د روسیې دفاع وزارت وویل، د زاپاد په نوم دغه پوځي تمرینات چې یوه اوونۍ به دوام کوي، نن پیل شوي.
دغه تمرینونه په بلاروس، د روسیې په لوېدیځ او تور سمندرګي کې ترسره کېږي.
مسکو ویلي چې په دغو پوځي تمرینونو کې ۲۰۰ زره سرتېري، شااوخوا ۸۹ هلیکپټرې او الوتکې، ۲۹۰ ټانکونه او ۱۵ کښتۍ برخه لري.
دا په اروپا کې په څو لسیزو... Читать дальше...
ډنمارک د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره په کور دننه ټول بندیزونه لیرې کړل.
دا د اروپایي ټولنې د یوه غړي له لوري لومړنی اقدام دی او هغه وروسته له دې کېږي چې د ډنمارک له ۱۲ کلونو پورته وګړو په ۱۰۰ کې له ۸۰ زیاتیې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د واکسین دوه ډوزه چې ورته اړتیا ده، ترلاسه کړي دي.
له نن څخه په ډنمارک کې نور دې ته اړتیا نهشته چې یو څوک دې رستورانتونو ته د ننوتو لپاره د واکسین تصدیق ولري.
د اګسټ له نیمایي هم په عامه ترانسپورټ کې ماسک اغوستل اجباري نهدي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د افغانستان د ملیاردونو ډالرو کنګل کېدا به د دغه هیواد اقتصاد سخت زیانمن کړي او ملیونونه نور افغانان به له لوږې او نېستۍ سره مخامخ کړي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي استازې دیبرا لاینز تېره شپه (پنجشنبه) د م. م. د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د روغتیا او د خوړو د امنیت په برخو کې افغانان فوري مرستو ته اړتیا لري. وروسته له دې چې طالبانو د اګست په ۱۵ کابل ونیوه له هیواده بهر د افغانستان د دولت نژدې ۱۰ ملیارد ډالره شتمني کنګل شوه.
نور په دې راپور کې ووینئ.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وایي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د بېوزلو ملیونونو بېځایه شویو کسانو لاسنیوی وکړي.
دا خبره د دې کمېشنرۍ ویاند نادر فرهاد نن ازادي راډیو ته وکړه.
ښاغلی فرهاد زیاتوي: "زموږ تمه دا ده چې نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړو چې اړتیاوې ډېرې زیاتې دي او خلک په چندان ښه وضعیت کې ژوند نهکوي. غواړو چې نړیواله ټولنه د ولسي خلکو چې د مختلفو دلایلو له امله بېځایه شوي او په بېوزلۍ او نیستي کې ژوند کوي، وضعیت ته ځانګړې پاملرنه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي، په افغانستان کې د سولهییزو لاریونونو په وړاندې د طالبانو غبرګون په زیاتېدونکي ډول له خشونته ډک دی.
د دې دفترپه وینا طالبانو په هغو لاریونونو کې چې ګډونوالیې اکثره ښځې دي، له ډزو، ډنډو او متروکو کار اخیستی چې په نتیجه کې یې لږترلږه څلور تنه وژل شوي دي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه مظاهرې د طالبانو نوې واکمنۍ ته چې پر حالاتو د کنټرول د لا ټینګښت هڅه کوي، یو ګواښ بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاندې روینا شمداساني په جنوا کې په... Читать дальше...
د استرالیا «اېسبياېس» شبکې د طالب چارواکو له قوله لیکلي چې دغه ډله به د ښځو په ورزش کولو بندیز ولګوي.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق په دغې مرکه کې ویلي چې ورزش د ښځو لپاره کومه اړینه مسئله نهده.
ښاغلي وثیق دغې مرکه کې ویلي چې مېرمنو ته به اجازه ورنهکړل شي چې کرکټ یا نورې هغه لوبې وکړي چې عامه ځایونو کې څرګندې شي.
دغه څرګندونې د افغان ښځینه ورزشکارانو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې.
حفیظه بهمني چې د مویتای ورزش په برخه کې اووه کلنه تجربه لري، وايي هغې په دې موده کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي او دغه جګړه ځپلی هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري.
ګوترش دغه څرګندونې له فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوې کړي.
ښاغلی ګوترش زیاتوي: "که موږ غواړو چې افغانستان د ترورېزم په ځاله بدل نهشي، ښځې او نجونې هغه حقوق چې په تېرو کلونو کې یې ترلاسه کړي، له لاسه ورنهکړي او که غواړو چې مختلفې قومي ډلې احساس وکړي چې استازیتوبیې کېږي، موږ باید له طالبانو... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشامحمود قریشي وایي، دا د نړیوالې ټولنې ګډ مسولیت دی چې له افغانستان سره مرسته وکړي څو دا هیواد له بشري ناورین سره مخامخ نه شي.
قریشي دغه څرګندونې اسلام اباد ته د هسپانیا د بهرنیو چارو د وزیر خوزې مانویل البیرس ترسفرمخکې وکړې. البیرس له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه د خبرو لپاره نن اسلام اباد ته رسیدلی.
قریشي وویل، په افغانستان کې بشري ناورین به په سیمه او نړۍ کې د هیچ چا په ګټه نه وي.
پاکستان وايي هڅه کوي چې نړیواله ټولنه د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن له خپل چینایي سیال شي جین پېنګ سره خبرې وکړې.
دواړه مشران له اوو میاشتو وروسته داسې مهال په خپلو کې خبرې کوي چې د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصاد لرونکو هېواودنو ترمنځ اختلافات په خپل حال پاتې دي.
سپینې ماڼۍ پرون پنجشنبه په یوه بیان کې وویل چې دواړو مشرانو پراخ ستراتېژیک بحثونه وکړل چې پهکې هغه موضوعات شامل وو چې د دواړو ګټې پهکې نغښتې دي او هم پر هغو موضوعاتو چې زموږ ترمنځ ګټې، ارزښتونه او لیدلوري متفاوت دي.
دا د روان کال د جنوري میاشتې راهیسې، له کله چې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري پر نوي رامنځته شوي سرپرست حکومت نیوکې کړي او په وینا یې دا کابینه د افغانستان استازیتوب نهکوي او نه هم ټولشموله ده.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یو خبري کنفرانس کې ویلي، دا په حقیقت کې هغه څه نه منعکس کوي چې نړیوالې ټولنې یې تمه لرله.
نوموړي همدارنګه د دې ډلې لهخوا د جوړې شوې کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
ښاغلی پرایس زیاتوي: "د سرپرست حکومت په اړه زموږ غبرګون تاسو اورېدلی چې موږ د شمولیت... Читать дальше...
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي په ترکیه کې دی چې په دغه هېواد کې د افغان او سوري کډوالو پر وضعیت خبرې وکړي.
ترکیه په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو ستر کوربه دی. په دغه هېواد کې ۳ نیم ملیونه سوریهوال او ۳ لکه افغانان دېره دي.
ګراندي چې د چهارشنبې په ورځ ترکیې ته رسېدلی، تر سبا شنبې پورې به په دغه هېواد کې وي.
ده د ترکیې له کورنیو چارو وزیر سره د خپلې کتنې په اړه پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې نورو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ترک... Читать дальше...
په یوه تازه څېړنه کې ساینسپوهانو ویلي چې د ځمکې د تودوخې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره باید د تېلو ۶۰ سلنه او د سکرو ۹۰ سلنه زېرمې تر ځمکې لاندې پاتې شي.
د دوی په وینا په دې صورت کې به د ځمکې تودوخه د سانتي ګراد یو نیمه درجه نه لوړېږي.
دوی ټینګار کوي چې دا هغه څه دي چې څېړنې یې ورته وايي.
ساینسپوهان وايي چې د کرونا وبا په موده کې مضر ګازونه په کافي اندازه کم شول، خو اوس یو وار بیا په زیاتېدو دي.
اقلیمي بدلون د ځمکې د تودوخې د درجې د زیاتېدو اصلي عامل بلل کېږي.
د هند هوايي شرکت وايي چې د افغانستان د هوايي حریم د بندېدو له کبله اروپا او امریکا ته د دوی الوتکې لږترلږه ۴۰ دقیقې په ځنډ رسېږي او له دې کبلهیې د سفر لګښت زیات شوی دی.
وروسته له دې چې د اګسټ په ۱۵مه طالبانو کابل ونیوه د افغانستان فضا د نړیوالو الوتکو پر تګ راتګ منع شوه.
افغانستان له هغو الوتکو چې په فضا کې یې تېرېږي د کال څو سوه ملیون ډالره عاید لري. د هند د هوايي شرکت چارواکو پرون/ پنجشنبه وویل، په افغانستان کې د ځانګړي امنیتي وضعیت له کبله، د هند حکومت خپلو پېلوټانو ته سپارښتنه کړې چې خپلې الوتکې د افغانستان په فضا تېرې نهکړي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د قطر ځانګړی استازی وايي، سر له نن (جمعې) څخه به د کابل نړیوال هوايي ډګر په تدریج پرانیستل شي.
مطلق بن ماجد القحطاني پرون (پنجشنبه) وویل، د کابل نړیوال هوايي ډګر په سلو کې ۹۰ فعاله شوی، خو په پام کې ده چې په تدریج پرانیستل شي.
د القحطاني په وینا پرون له دې هوايي ډګره یوه الوتکه والوته.
دا هوايي ډګر له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او دغهراز هغو افغانانو د ایستلو لپاره مهم دی چې په خپل هېواد کې خپل ژوند له خطر سره مخامخ ګڼي.
وروسته له دې چې راشد خان د اعتراض په توګه د ۲۰ اوره لوبډلې له کپټانۍ استعفا ورکړه، د افغانستان کرکټ بورډ وايي، محمد نبي بهیې پر ځای کپټاني وکړي.
کرکټ بورډ تېره شبه ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه اعلان وکړ چې د راشد خان استعفا منظوروي او پر ځای یې محمد نبي عیسیخېل د لوبډلمشر او نجیبالله ځدراڼیې د مرستیال په توګه ټاکلي دي.
راشد خان پرون په دې اعتراض کې چې د ۲۰ اوره نړیوال جام لپاره د لوبډلې په غوره کولو کې له ده سره مشوره نهده شوې، له کپټانۍ استعفا ورکړه.
کرکټ بورډ یو شمېر زاړه لوبغاړي چې... Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي چې په افغانستان کې به خپل سفارت پرانیزي.
د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته د امریکا په شمول ګڼو هېوادونو خپل سفارتونه له افغانستانه وایستل.
خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې خبریالانو ته وویل: "البته، موږ غواړو چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزو. موږ ته پهکار ده چې هلته ډیپلوماتیک استازیتوب ولرو په ځانګړي ډول په دې خاطر چې اوس د ټولو جرمنیانو، سیمهییز پرسونل او په خاص ډول له خطر سره د مخامخ... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د سنا جرګې د وسلهوالو خدماتو کمېټه وايي، څو تنه جګپوړي پوځي چارواکي به له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د دې کمېټې د غړو پوښتنو ته ځواب ووايي.
د دې کمېټې په وینا، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، د سنتکام یا په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال کېنت مککنزي او دفاع وزیر لوېډ استېن په شمول یو شمېر جګپوړي پوځي چارواکي به د سنا جرګې استماعیه غونډې ته حاضر شي.
د سنا جرګې د وسلهوالو خدماتو کمېټې پرون/... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دې اندېښنه وښوده چې د طالبانو د حکومت د مشر رئيسالوزرا په شمول د دوی د موقت حکومت د کابینې ډېری غړي د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي.
دیبرا لاینز تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته دا خبره وکړه.
د امنیت شورا دا غونډه د افغانستان په وخت د تېرې شپې په ۱۱ نیمې بجې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې دایره شوه.
اغلې لاینز همداراز وویل،... Читать дальше...
د یو شمېر امریکایانو په ګډون شااوخوا ۲۰۰ تنه پرون (پنجشنبه) د کابل له نړیوال هوايي ډګره په یوه الوتکه کې ووتل.
دا د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته لومړنۍ الوتکه ده چې بهرنیان پهکې له افغانستانه وځي.
ډېر شمېر بهرنیان او هغه افغانان چې ځان په خطر کې احساسوي، انتظار دي چې نړیوالې الوتنې پیل شي او له افغانستانه ووځي.
تر دې وړاندې تېره میاشت په یو ګډوډ حالت کې تر یو لکو ۲۰ زره ډېر افغانان او بهرنیان د کابل د هوايي ډګر له لارې له افغانستانه ووتل. له هغه وروسته دغه... Читать дальше...
مېل انلاین (Mail Online)
د بریتانیا انټرنټي خپرونې، مېل انلاین پرون د اندونیزیا او اسټرالیا د هغې غوښتنې په اړه لیکنه خپره کړې چې له طالبانو یې د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره کړې ده.
په لیکنه کې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس په حواله ویل شوي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او پرې نهږدي چې افغانستان کې افراطي فعالیتونو ته زمینه برابره شي.
ریتنو مرسودي (Retno Marsudi) د اسټرالیا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره تر کتنې وروسته دا غوښتنه مطرح کړه. Читать дальше...
په افغانستان کې د ډېری بهرنيو سفارتونو له تړلو سره سم، له نشهيي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخه کې د مرستندويه مؤسساتو فعاليتونه هم بند شوي دي.
که څه هم د معتادینو د درملنې هغه مرکزونه چې په بهرنیو مؤسساتو پورې تړلي وو خپل فعالیتونه بند کړي دي، خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې دولتي مرکزونه د پخوا په شان فعال دي او د معتادینو درملنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت نشهيي موادو غوښتنې کمولو رئیس ناصر شريفي ازادي راډيو ته وويل، په افغانستان کې د نوي... Читать дальше...
د بدخشان په مرکز فیضاباد او ولسواليو کې یې د جګړو، ناامنۍ او بېوزلۍ ترڅنګ د معتادینو ډېروالي هم د دې ولايت د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
د بدخشان اوسېدونکي وايي چې معتادین د دوی له کورونو او دکانونو څخه د سامانونو د غلا ترڅنګ، قتلونه او نور جرمونه هم کوي.
په دې وروستيو ورځو کې طالبانو د معتادو ماشومانو او ښځو په ګډون د معتادینو راټولول پيل کړي او د درملنې لپارهيې روغتيايي مرکزونو ته وړي دي.
د بدخشان لپاره د طالبانو وياند معاذالدين احمدي وايي چې د اعتیاد اصلي عامل د نشهيي موادو خرڅوونکي يا ساقيان دي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии спорта в селах Чукотки
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Большой шлем
Dagospia: Синнер и Калинская вместе поужинали в ресторане в Париже
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о перспективах развития туризма в Ингушетии
Путин в России и мире
Москва
BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в зоне конфликта Палестины и Израиля
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Дженнифер Лопес
Дженнифер Лопес без Бена на премьере фильма в платье с глубоким вырезом
Москва
Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net