Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2021

Новости за 01.09.2021

خوستي محصلین او استادان: پوهنتونونو کې دې حضوري زده کړې ژر پیل شي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې محصلان او استادان غوښتنه کوي چې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې دې محصلینو ته حضوري زده کړې ژر پیل شي. دوی زیاتوي، په وروستیو دوو کلونو کې چې د کرونا وبا خپره شوې تحصیلي او ښوونیز موسسو پرله پسې رخصتیو ستومانه کړي او د محصلانو د زده کړو بهېر يې په کلکه اغېزمن کړی دی. خوستیو استادانو او محصلانو یادې څرګندونې نن چهارشنبه (د وږې په ۱۰مه) په شیخ زاید پوهنتون کې د یوې غونډې پر مهال وکړې. استادان او محصلان انديښنه څرګندوي، که په پوهنتونونو کې زده کړې پیل نه شي، ممکن سږ کال يې ضایع او د محصلانو تحصیلي دوره یو کال اوږده شي.

بایډن د افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې شپې په خبرو کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو د ایستلو له پریکړې دفاع وکړه. نوموړې همدارنګه وویل تر ده مخکې د ډنالډ ټرمپ ادارې د طالبانو سره د هوکړې په لاسلیکولو، دده لپاره یوازې دوه انتخابونه پريښي وو؛ چې یا د ټولو سرتیرو ایستل او یا د څو نورو کلونو لپاره د جګړې دوام و. بایډن وویل، ده لومړۍ انتخاب غوره کړ او هغه دا چې دا " بې پای جګړه " باید پای ته ورسیږي. د افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکايي سرتیرو د ایستلو بهیر د هغوی له ۱۲۰۰۰۰ افغان همکارانو سره د اګست په ۳۰ مه بشپړ شو.

د اروپایي کمېسیون غړو هېوادونو ۷۰ سلنه نفوس د کرونا ضد واکسین وکړ

Pa.azadiradio.com 

اروپايي کمېسیون وايي، د دې اتحادیې د غړیو هېوادونو په سلو کې ۷۰ سلنه بالغ نفوس د کرونا وایروس په وړاندېواکسین شوی دی. د دې کمېسیون په وینا دا هغه هدف دی چې د روان کال په لومړیو کې یې ټاکلی و. د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین بهېر د کال په لومړیو میاشتو کې ټکنی و. د اروپا په اکثرو شتمنو هېوادونو کې تر ۷۰ سلنې زیاتو کسانو واکسین کړی، خو د دې لویې وچې ځینې بې وزله هېوادونه دې هدف ته نه دي رسېدلي. اروپايي کمېسیون د جنوري په میاشت کې ویلي و چې تر دوبي پورې به د اروپايي... Читать дальше...



راپورونه: د پنجشېر د درې په خوله کې سخته جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، د پنجشېر د درې په خوله کې د طالبانو او د هغو د مخالفو مقاومت کوونکو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې ده. په ګلبهار او د جبل السراج په غرنو کې نن سهار لس نیمې بجې جګړه پیل شوه او لا هم دوام لري. تراوسه پورې د جګړې له کبله دوو خواوو ته د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه جزئیات نه دي ترلاسه شوي. له دې سره د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون مشر امیرخان متقي رسنیو ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې وایي چې د پنجشېر په اړه خبرو پایله ور نه کړه. متقي په خپل پیغام کې د پنجشېر خلکو ته ویلي، هغه خلک چې جګړه کوي یا ورته قناعت ورکړئ یا ورته ځواب ورکړئ. Читать дальше...

د افغانانو خراب اقتصادي وضعیت؛ ډېری خپل د کور توکي پلوري خو بازار نه لري

Pa.azadiradio.com 

‎د افغانستان وروستیو پېښو د دغه هېواد پر اقتصادي وضعیت پراخه اغیز کړی دی.‎‌‌‌‌‌‌ډېری افغانان خپل د کورونو وسایل په کمه بیه په بازارونو کې پلوري او د سوداګریزو او خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي. ‎د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وایي، د بانکونو بندوالی، د دولتي کار کوونکو د تنخواګانو نه ورکول او د وزګارتیا پرخوالی د دې لامل شوی چې خلک د خپلو کورونو وسایلو وپلوري. ‎د کابل یو اوسېدونکی عزیز احمد د خپل کور وسایل یو دوکان ته د خرڅلاو لپاره راوړي دي چې په پیسو یې خپلو وږیو ماشومانو ته نفقه برابره کړي. ‎دی... Читать дальше...

بایډین وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو مسؤلیت مني

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د بهېر له بشپړېدو وروسته وویل، د دغو ځواکونو د ایستلو مسوولیت مني. بایډن په واشنګټن کې په یوه ټلوېزیوني وینا کې تېره شپه وویل: "تېره شپه د امریکا متحدوایالاتونو په کابل کې د افغانستان شل کلنه جګړه پای ته ورسوله، د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه. موږ خوندي ځایونو ته د څه باندې ۱۲۰ زره کسانوپه لېږدولو د هوا له لارې د خلکو د بیولو یوه تر ټولو ستره پروسه بشپړه کړه." د امریکايي پوځیانو وروستۍ ډله د جمعې په ورځ ناوخته له افغانستانه ووتله.

د کندز ځینې ښاریان: امنیت شته خو پیسه ورکه ده،کارونه په ټپه درېدلي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې زیات شمېر خلک شکایت کوي چې د افغانستان روان حالت او د نظام نشتوالي په دغه ولایت کې د خلکو پر ورځنیو چارو منفې اغېزې کړي. ۴۵ کلن اختر محمد له شل کالو راهیسې په کندز ښار کې چېپس پخوي او له همدې لارې د خپلې لس کسیزې کورنۍ لګښت پوره کوي. هغه وايي، پخوا یې هره ورځ ۱۵ منه کچالو چېپس کول او پلورل، خو اوس له ۸ منو زیات چېپس نه شي پلورلی: "روان حالت زموږ په کار او بار ډېر منفي اغېز کړی دی، دا کاروباز زموږ لګښت هم نه پوره کوي، ځکه مخکې یو ۵ لیټره د غوړیو قوطۍ په ۵۰۰ افغانۍ و اوس په ۹۰۰... Читать дальше...

خوست کې یو طالب مسول: ځوانان دې له هېواده بهر نه ځي

Pa.azadiradio.com 

د خوست مدني فعالانو، روڼ اندو او طالب چارواکو له ځوانانو وغوښتل چې له هېواده دې نه وځي او د افغانستان په ابادۍ کې دې برخه واخلي. د خوست لپاره طالب مسؤل محمد نبي عمري وایي، د هېواد د نظام برابرول د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او یوازې یوه ډله یې په یوازې ځان نظام نه شي سمبالولی. نوموړی وایي: " دا ځوانان باید زموږ حمایت وکړي، دوی باید خپل استعداد په کار باندې واچوي، د دې ځوانانو ويښولو ته ضرورت نشته، وېښ دي، فقط دې په کار باندې شروع وکړي، که ټول امارت په یو وزارت کې ځای کړو زما فکر دا دی فکر نه کوم... Читать дальше...



طالبان: د حکومت پر تشکیل بحثونه پای ته رسېدلي او ډېر ژر به اعلان شي

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي وايي چې له اوږدو خبرو، سلا مشورو وروسته د نوي حکومت د تشکیل په اړه بحثونه پای ته رسېدلی. د طالبانو مطبوعاتي غړي مولوي بلال کریمي نن د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به نوی حکومت اعلان شي: "د حکومتوالی او حکومت په اړه چې کومې مشورې او بحثونو دوام درلود هغه بشپړ شوي دي، موږ امیدواره یو چې ډېر نژدې راتلونکي کې به یو نوی حکومت اعلان شي او موږ به یې شایدان یو." خو دا چې د حکومت طرز، جورښت او څرنګوالی به څه ډول وي او له دوی پرته په کې نور چاته ونډه ورکړل شوې، نوموړي په دې اړه زیات معلومات ورنه کړل. Читать дальше...

کابل کې به سبا 'سرای شهزاده' پرانېستل شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی مارکیټ سرای شهزاده سبا پنجشنبې پرانېستل شي. د دغه مارکیټ مرستیال حاجي دادګل ازادي راډیو ته وویل چې تمه ده نن له افغانستان بانک سره یوې پایلې ته ورسېږي. دغه مارکیټ له تېرو څو اونیو راهیسې تړل شوی چې ګڼې اقتصادي ستونزې رامنځته کړي دي. که څه هم بانکونو په محدود ډول خپل فعالیت پیل کړی، خو لا هم د بانکونو اکثره څانګې بندې دي او خلک په اوږدو لیکو کې د پېسو اخېستلو لپاره انتظار کوي، خو د افغانستان بانک مسوولین ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به وضعیت عادي حالت ته وګرځي.

د سوداګرۍ خونه د نرخونو د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یوې ناستې په پای کې پرېکړه وکړه چې د نرخونو کنټرول او تثبیت لپاره باید یوه ځانګړې کمېټه رامنځته شي. د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن چهارشنبه (د وږي په ۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه کمېټه کې به د خوراکي توکو اتحاديې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي شمولیت ولري. نوموړي وویل، دغه کمېټه د ستونزو را کمولو او اسانتیاو رامنځته کېدو کې به رغنده رول ولري. ښاغلي مهمند له سوداګرو وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلي بڼه دغې خونې... Читать дальше...

ملګري ملتونه: نړۍ دې افغانانو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د افغانستان له خلکو سره په دې سختو ورځو کې مرسته وکړي.  انتونیو ګوتېرېش پرون د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په ورځ په یو بیان کې وویل چې د افغانستان نژدې نیمايي وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. ګوتېرېش زیاته کړه، افغانان له دې ګواښ سره لاس ګرېوان دي چې ښايي د عوامو لپاره اساسي خدمات په ټپه ودرېږي.  د سرمنشي په وینا د افغانستان اتلس میلیونه وګړي د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ دي، په هرو درېیو کسانو کې... Читать дальше...

اسټرالیا به د افغان کرکټ لوبډلې د ټېسټ لوبو کوربه توب وکړي

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د کرکټ بورډ وايي، په افغانستان کې له بدلونونو سره-سره به له افغان لوبډلې سره د ټېسټ لوبو د لړۍ کوربه توب وکړي.  د اسټرالیا د کرکټ ادارې یوه ویاند نن اعلان وکړ چې له افغان لوبډلې سره د لوبو د دې لړۍ لپاره پر پلان کار روان دی.  ویاند زیاته کړه چې په متحده عربي اماراتو کې د شل اوورېزو لوبو له نړیوال جام وروسته د اسټرالیا د تسمانیا ایالت په مرکز هوبارت کې د ټېسټ لوبې د ترسره کولو برخه کې د دواړو هېوادونو د کرکټ د مسوولو ادارو ترمنځ مثبت نظر شته.  د شل اوورېزو لوبو په جام کې هم د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبه کوي. Читать дальше...

بریتانیا طالبانو سره د خپلو وګړو او افغان همکارانو په اړه غږیږي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا حکومت له طالبانو سره له افغانستانه د بریتانوي وګړو او هغو افغانانو د وتلو په اړه مستقیمې خبرې پیل کړي چې هلته یې ژوند په خطر کې دی.  د بریتانیا د حکومت ویاند پرون سې شنبه (د وږي ۹مه) په یوه بیان کې وویل، د افغانستان لپاره د صدراعظم بورېس جانسن ځانګړی استازي سایمن ګاس دوحې ته تللی چې هلته د طالبانو له استازو سره په دې اړه خبرې وکړي.  په بیان کې یادونه شوې چې ښاغلي ګاس د طالبانو له استازو سره په روانو خبرو کې د بریتانیا د اتباعو او هغو افغانانو د خوندي وتلو پر اهمیت ټینګار کړی چې په... Читать дальше...

هیل: ایا کېدای شي له دې وروسته په امریکا باور وشي؟

Pa.azadiradio.com 

له دوه لسیزو وروسته په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي حضور پای ته رسېدل، د نړۍ د ډېری ورځپاڼو سرلیکونه دي. واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي، امریکايي ځواکونه له دوو اوونیو هرج و مرج او له ۲۰ کلونو جګړې وروسته بالاخره له افغانستانه ووتل. د ورځپاڼې په باور کله چې د دوشنبې د شپې په نیمايي کې  وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت، امریکا داسې یو هېواد شاته پرېښود چې په ظاهري بڼه له تېرو اوونیو سره زیات توپیر لري. وړاندې په مطلب کې راغلي، نور په افغانستان... Читать дальше...

حسینه ساپۍ: د افغان ښځو د وضعیت په اړه دې نړیواله غونډه جوړه شي

Pa.azadiradio.com 

د محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت کې د ښځو د چارو سرپرسته وزیره د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته اندېښمنه ده او د ملګرو ملتونو له لوري د یوې بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه کوي. حسینه ساپۍ بریتانیا ته تللې ده. دې ازادي راډیو ته وویل، نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو او بریاوو د ساتنې لپاره له طالبانو څخه ضمانتونه واخلي: "باید یوه بېړنۍ جلسه ونیول شي، په دې غونډه کې د امنیت شورا پرېکړه لیک ۱۳۲۵ او هغه کانونسیونونه چې افغانستان ورسره ژمن پاتې شوی دی، باید د یوه ضمانت په صفت ونیول شي، څو هغه خویندې چې... Читать дальше...

د ناټو ملکي استازی: طالبان دې واضح کړي چې د القاعده ملاتړ نه کوي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بریتانیا پخوانی سفیر او د ناټو ملکي استازی وایي، طالبان باید دا واضح کړي چې د القاعده شبکې ملاتړ نه کوي او دې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې استفاده وکړي. نیکولاس کې پرون له طالبانو سره د نړیوالو د مرستو یو خنډ له القاعده سره اړیکي یاد کړل. نوموړي وویل: "که طالبان د دغه ډول ځانګړنو په څرګندونو پیل وکړي هم به د افغانانو د ډاډ سبب شي او هم به د نړیوالې ټولڼې چې د هغو کسانو لپاره چې له دې هېواده وځي خوندي لاره برابروي، نو فکر کوم بیا به د نړیوالو د همکارۍ احتمال... Читать дальше...

قطر طالبانو ته: ترورېزم رد کړئ او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړئ

Pa.azadiradio.com 

قطر چې نژدې یو نیم کال د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و، پر طالبانو غږ کړی چې ترورېزم رد کړئ او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړئ. د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په پلازمېنه دوحه کې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وویل چې دوی د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی او دې برخه کې یې د طالبانو مرسته مهمه بللې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې تل یې طالبانو ته دا سپارښتنه کړې ده چې داسې حکومت مه جوړوئ چې کوم افغان لوري ترې پاتې شي.

اروپایي ټولنه: د طالبانو رسمیت پېژندلو ته لا ډېر واټن شته

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د کورنیو چارو کمېشنره وایي، اروپایي ټولنه لا له دې لېرې ده چې طالبان په رسمیت وپېژني. یلوا یوهانسون په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو ترغونډې وروسته پرون خبریالانو ته وویل: "اروپایي ټولنه د طالبانو له رسمیت پېژندلو ډېر واټن لري. لومړی، خو تراوسه موږ کوم دولت لیدلی نه دی، دوهم موږ د خپلو پراختیایي مرستو د ادامې لپاره روښانه شرایط لرو، بل دا پوښتنه شته چې موږ په رښتیا نوی دولت په رسمیت پېژنو؟ زه فکر کوم چې له هغه په فاصله کې یوو او د هغو مهمو شرطونو لپاره چې موږ یې لرو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Виктор Тепляков

Комиссионный осмотр прошёл в школе №20 им. Гапанца Ивана Владимировича





Персональные новости
Пятёрочка

«Пятёрочка» выяснила, где в России больше всего любят винегрет





جوبایډن: دا زما انتخاب و چې له افغانستانه ووځو او که بېړه وکړو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن تېره شپه په ټلوېزیوني وینا کې وویل، دا د ده انتخاب و چې له افغانستانه ووځي، که بېړه وکړي او دی د دې پرېکړې مسوول دی. ښاغلي بایډن زیاته کړه چې د پوځیانو د ایستلو پرېکړه له دې سره هم ارتباط لري چې د پراخو پوځي عملیاتو وخت تېرشوی او وخت د رغاونې دی. جوبایډن بیا وویل چې دا د امریکا لپاره تر ټولو غوره پرېکړه وه، خو موږ لاهم له انجامه لېرې یوو. په دې اړه چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي او لا هم یو شمېرامریکایان په افغانستان کې پاتې دي، ښاغلي بایډن... Читать дальше...

ترکمنستان کې د کووېډ-۱۹ له امله د تلفاتو شمېرې په زیاتېدو دي

Pa.azadiradio.com 

په عشق اباد کې روغتیایي سرچینې په دې باور دي چې په ترکمنستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د تلفاتو شمېرې په زیاتېدو دي، خو د دې هېواد حکومت تر اوسه په ښکاره د کرونا وبا د یوې پېښې اعلان هم نه دی کړی. دا سرچینې چې په علني ډول یې د خبرو اجازه نه لرله، د ازادي راډیو ترکمن څانګې ته وویل، تېره اوونۍ په عشق اباد کې د کرونا د تلفاتو ورځنۍ شمېرې تر اویاو ورسېدې. د ترکمنستان له څه باندې شپږ میلیونه نفوس څخه شااوخوا یو میلیون په پلازمېنه عشق اباد کې ژوند کوي.

واشنګټن ژمنه وکړه چې کییف سره تر ۶۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

مخکې تر دې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره وګوري، واشنګټن له کییف سره تر شپېته میلیونه ډالرو پورې د مرستو ژمنه وکړه. د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، د ولسمشر بایډن ادارې پرون په یوه بیان کې کانګرس ته خبر ورکړ چې دا مرستې به د اوکراین په سرحدونو کې د روسیې د پوځي هلو ځلو د زیاتېدو په خاطر کییف ته وسپارل شي. ولادیمیر زلنسکي د دوشنبې په ورځ د درې ورځني سفر په مخه واشنګټن ته ولاړ او تمه ده چې نن د سېپټمبر په لومړۍ نېټه له ولسمشر بایډن سره ګوري. Читать дальше...

اروپايي ټولنه د افغان کډوالو په منلو کې د ګډ دریځ پر خپلولو ونه توانیده

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې له افغانستان او د افغانستان له ګاونډیو سره د مرستو د زیاتېدو وړاندیز وکړ، خو د ۲۷ غړیو هېوادونو دا ټولنه ونه توانېده چې د افغان کډوالو د منلو برخه کې یو ګډ دریځ خپل کړي. اروپایي ټولنه هڅه کوي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د کډوالو کړکېچ بیا تکرار نه شي. د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په بروکسل کې تر غونډې وروسته په ګډه اعلامیه کې وویل، دا ټولنه غواړي چې د سرحدونو د پیاوړي کولو او د مرستو د ورکولو له لارې د افغان کډوالو د ستر بهیر مخه ونیسي. لویدیځو هېوادونو په تېرو دوو اونیو... Читать дальше...

نړیوال: طالبان دې ناخوندي افغانان پریږدي خو له کومې لارې به دوی بهر وځي؟

Pa.azadiradio.com 

نړیوال له طالبانو غواړي چې هغه افغانان پریږدي چې فکر کوي په افغانستان کې خوندي نه دي. طالبانو هم دا خبره منلې ده، خو له کومې لارې به دا خلک وځي؟ په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر ته سخت زیان اوښتی دی. د سې شنبې په شپه چې امریکایي ځواکونه له دې هوایي ډګره ووتل، یوه افغان ټیم دې ډګر ته د اوښتو زیانونو یوه سروې وکړه. په کابل کې د حامد کرزي هوایي ډګر ته په لسګونو میلیونه ډالر زیان اوښتی دی. د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې د الوتنو او خوندیتوب د سټنډرډ رییس غلام جیلاني وفا له هغو کسانو څخه... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпустили серию автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Определилась первая соперница Рыбакиной на Ролан Гаррос


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Никабы





Путин в России и мире
Москва

Путин встретился с патриархом Кириллом


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Жанна Фриске

Может ли в роду Фриске рак передаваться по наследству, рассказал онколог: «Такие семьи есть»



Москва

Приемный сын и «особенная» дочь: как выглядят и чем сейчас занимаются дети Ксении Алферовой и Егора Бероева

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net