د اروپایي کمېسیون غړو هېوادونو ۷۰ سلنه نفوس د کرونا ضد واکسین وکړ
![د اروپایي کمېسیون غړو هېوادونو ۷۰ سلنه نفوس د کرونا ضد واکسین وکړ](https://gdb.rferl.org/1f217312-4011-4367-8e04-d297f7f436ef_cx0_cy0_cw99_w800_h450.jpg)
اروپايي کمېسیون وايي، د دې اتحادیې د غړیو هېوادونو په سلو کې ۷۰ سلنه بالغ نفوس د کرونا وایروس په وړاندېواکسین شوی دی.
د دې کمېسیون په وینا دا هغه هدف دی چې د روان کال په لومړیو کې یې ټاکلی و.
د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین بهېر د کال په لومړیو میاشتو کې ټکنی و.
د اروپا په اکثرو شتمنو هېوادونو کې تر ۷۰ سلنې زیاتو کسانو واکسین کړی، خو د دې لویې وچې ځینې بې وزله هېوادونه دې هدف ته نه دي رسېدلي.
اروپايي کمېسیون د جنوري په میاشت کې ویلي و چې تر دوبي پورې به د اروپايي اتحادیې په سلو کې ۷۰ سلنه نفوس د کرونا پر ضد واکسین شي.