جوبایډن: دا زما انتخاب و چې له افغانستانه ووځو او که بېړه وکړو
![جوبایډن: دا زما انتخاب و چې له افغانستانه ووځو او که بېړه وکړو](https://gdb.rferl.org/4dae7668-d2e0-4d70-ba80-394215185882_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن تېره شپه په ټلوېزیوني وینا کې وویل، دا د ده انتخاب و چې له افغانستانه ووځي، که بېړه وکړي او دی د دې پرېکړې مسوول دی.
ښاغلي بایډن زیاته کړه چې د پوځیانو د ایستلو پرېکړه له دې سره هم ارتباط لري چې د پراخو پوځي عملیاتو وخت تېرشوی او وخت د رغاونې دی.
جوبایډن بیا وویل چې دا د امریکا لپاره تر ټولو غوره پرېکړه وه، خو موږ لاهم له انجامه لېرې یوو.
په دې اړه چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي او لا هم یو شمېرامریکایان په افغانستان کې پاتې دي، ښاغلي بایډن وویل، موږ د دې کسانو ایستلو ته ژمن یوو په دې شرط چې دوی وغواړي چې له افغانستانه یې بهر کړو.
د امریکا ولسمشر د داعش په اړه وویل چې د دوی کاریې لاسرته نه دی رسولی.
جو بایډن بیا څرګنده کړه چې اوس لومړیتوب دې ته ورکوي چې دا ډاډ ترلاسه شي چې له افغانستانه بیا کله هم پر امریکا د برید لپاره استفاده نه کېږي.