راپورونه: جلال اباد کې د ۶ تنو وژل شوېو کسانو جسدونه موندل شوي
![راپورونه: جلال اباد کې د ۶ تنو وژل شوېو کسانو جسدونه موندل شوي](https://gdb.rferl.org/ECD6A022-870B-40C4-B3A6-21DB9A24E3CB_w800_h450.jpg)
له جلال اباد څخه د ترلاسه شوېو راپورونو له مخې، په دې ښار کې په تېرو دوو ورځو کې په مرموز ډول د ۶ تنو وژل شوېو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
یوې ځايي سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې په ورځ د درې تنو مړي په داسې حال کې وموندل شول چې لاسونه یې تړل شوي وو. د دغو کسانو مړي د جلال اباد ښار جنوب ته د هډې فارم په سیمه کې موندل شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر دې یوه ورځ وړاندې هم په همدې سیمه کې په ډزو د درې تنو نورو وژل شوېو کسانو جسدونه موندل شوي وو.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.