هنګري وایي نور افغانان په خپله خاوره کې نهشي منلی
![هنګري وایي نور افغانان په خپله خاوره کې نهشي منلی](https://gdb.rferl.org/9e820338-0e16-458a-b82f-f4180140547e_w800_h450.jpg)
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پتر زایجرتو «Peter Szijjarto» وایي، هېواد یې نور افغانان په خپله خاوره کې نهشي منلی.
نوموړي د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې اروپایي ټولنه باید هغه د ۲۰۱۵ کال تجربه چې د ده په وینا د دې ټولنې له جنوبي پولو سره سوریایان راټول شوي و او اوسیې ځای افغانانو نیولی، تکرار نهشي.
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې هم ورته خبرداری ورکړ او ویېویل: "موږ باید د دې مخه ونیسو چې افغانستان د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل نهشي. موږ باید له افغانستانه د نورې کډوالۍ مخه ونیسو ځکه چې د کډوالو دغسې یوه لړۍ به د افغانستان ګاونډیانو او هم د اروپا د ټولې وچې د امنیت لپاره د مستقیم ګواښ په معنی وي."
د هنګري د بهرنیو چارو وزیر دغهراز وویل چې ټول هغه افغانانیې چې په افغانستان کې یې له هنګري ځواکونو سره همکاري کړې وه، له دې هېواده ایستلي او خپل مسؤلیتیې پر ځای کړی دی.
ښاغلي زایجرتو ونهویل چې هنګري څومره افغانان تېره میاشت چې طالبانو کابل ونیو له افغانستانه ایستلي، خو امریکایي ځواکونو او متحدانو یې د اګسټ تر۳۱مې پورې په دوو اوونیو کې له ۱۲۷ زرو زیات کسان چې پهکې د لوېدیځو هېوادونو اتباع او هغه افغانان چې د دغو هېوادونو له ځواکونو یا نورو ادارو سره همکاري کړې وه، د کابل له نړیوال هوایي ډګره په پوځي الوتنو کې وایستل.