د هند پر وړاندې د کشمیر د جلا غوښتونکو یو مشر 'علي شاه ګیلان' ومړ
![د هند پر وړاندې د کشمیر د جلا غوښتونکو یو مشر 'علي شاه ګیلان' ومړ](https://gdb.rferl.org/c27989f6-c5f3-4b12-8cd4-0c62ba67ae47_cx0_cy4_cw0_w800_h450.jpg)
د هند پر وړاندې د کشمیر د جلا غوښتونکو یو ستر مشر علي شا ګیلاني د ۹۲ کلونو په عمر وفات شو.
ګیلاني له اوږدې ناروغۍ وروسته پرون چهارشنبه (د وږي په ۱۰مه) په سرینګر کې د خپل کور دننه ساه ورکړه.
نوموړي د خپل ژوند وروستي ۱۱ کاله تر ډېره په کورني حبس کې تېر کړل.
د ده له مړینې وروسته هندي چارواکي د احتمالي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي او سرینګر کې له خلکو غوښتل شوي چې له کورونو ونه وځي.
پولیسو د هغه د کور شااوخوا لارو کې اغزن سیم درولی دی.
د کشمیر پر سر تر اوسه دوو سیالو هېوادونو پاکستان او هند دوه ځله جګړه کړې ده.