د پارا المپیک افغان لوبغاړې ذکیه خدادادي خپلې دواړه لوبې وبایللې
![د پارا المپیک افغان لوبغاړې ذکیه خدادادي خپلې دواړه لوبې وبایللې](https://gdb.rferl.org/1998d88b-fd8b-47c8-8138-4883509de35b_cx0_cy2_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د پارا المپیک لوبغاړې ذکیه خدادادي د تکواندو په برخه کې خپلې دواړه لوبې وبایللې.
خدادادي نن له اوکراین سره مخ شوې وه او تر هغې مخکې یې هم له ازبکستان سره لوبه درلوده.
د دواړو لوبو په بایللو سره ذکیه د پارا المپیک له دوام پاتې شوه.
د پارا المپیک لوبې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې روانې دي.
له افغانستانه یوازې دوو لوبغاړو ذکیه خدادادي او حسین رسولي ګډون پهکې کړی.