لندن د نورو افغان ترجمانانو په اړه د معلوماتو له افشا کېدو بخښنه وغوښته
![لندن د نورو افغان ترجمانانو په اړه د معلوماتو له افشا کېدو بخښنه وغوښته](https://gdb.rferl.org/4f2e07e2-770e-4de4-9d11-42c2583b06b7_w800_h450.jpg)
د بریتانیا دفاع وزارت یو وار بیا په دې بخښنه وغوښته چې د نورو افغان ترجمانانو په اړه معلومات ورڅخه افشا شوي دي.
د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، وړمه شپه د ۵۵ نورو افغانانو چې ویل کېږي د هغو کسانو په لېست کې شامل دي چې باید بریتانیا ته ولېږدول شي، معلومات څرګند شوي دي.
تر دې وړاندې د ۲۵۰ افغان ترجمانانو معلومات په ورته ډول افشا شوي وو.
د دغو کسانو په اړه معلومات یوازې هغو کسانو ته سهواً استول شوي چې د بریتانیا له پوځ سرهیې د ترجمانانو په توګه کار کړی دی.