بریتانیا: چین او روسیه دې هوکړه وکړي څو افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل نهشي
بریتانیا چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو د همغږۍ مشري کوي، هڅه یې دا ده چې د افغانستان د امنیتي خوندیتوب په اړه د دې شورا دایمي غړي یوه خوله کړي.
روسیې او چین ډېر کله د افغانستان په اړه د هغو تګلارو مخالفت کړی چې امریکا او لویدیځو متحدانو یې په امنیت شورا کې مطرح کړي دي.
اوس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لیز ټرس وايي، هېواد به یې د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له چین او روسیې وغواړي چې د یوې همغږې شوې نړیوالې تګلارې سره هوکړه وکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل نه شي.
له دې کار د بریټانیا هدف، د نړیوال امنیت د خوندیتوب سره مرسته بلل کېږي.
اغلې ټرس وايي، که غوښتنه دا وي چې افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ په ځاله بدل نهشي، نو د چین او روسیې په ګډون، نړیواله ټولنه اړتیا لري چې له طالبانو سره په خبرو کې په یوه خوله عمل وکړي.
د بریتانیې، چین، روسیې، متحده ایالاتو او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې پرمهال، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش سره هم وګوري. د دې لیدنې د بحث یوه موضوع افغانستان دی.
له افغانستانه د امریکا او ناټو د عسکرو له وتلو وروسته، اوس یوه لویه وېره له دې ده چې هسې نه هغه ترهګرې ډلې یو ځل بیا په دې هېواد کې سر را پورته کړي چې ۲۰ کاله وړاندې یې دا هېواد خوندي کور او د روزنې مرکز و.
خو طالبان وايي، له نړیوالې ټولنې سره یې ژمنه ده چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پرون د سې شنبې په ورځ په خپله خبري غونډه کې وویل، دوی د القاعده په ګډون له ټولو بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړې دي: "اسلامي امارت په دې اړه له نړۍ او امریکا سره ژمنه لري. دا اصولي دریځ دی، دا زموږ د افغانانو په ګټه هم دی. په دې ژمنه موږ ډېر ټینګ یوو. "
په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ د ځپلو په اړه تېره اوونۍ د چین او روسیې په مشرۍ د افغانستان په اړه جوړه شوې امنیتي غونډه کې د چین جمهور رییس شي جین پینګ هم ویلي وو، ټول لوري باید په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ د لهمنځه وړو لپاره کار وکړي.
که څه هم د طالبانو واکمني لا هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، خو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو او د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو د وینا یو بحث افغانستان و.
له دې ډلې د افغانستان د نږدې ګاونډي او سوداګریز ملګري ترکمنستان جمهور رییس قربانقلي محمدوف د افغانستان وضعیت ماتېدونکی او د اندېښنې وړ وباله.
ښاغلي محمدوف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اړه مسوولانه لاره غوره کړي.
له دې وړاندې هم نیوکې وې چې ګنې نړیواله ټولنه افغانستان کې یوه واحده تګلاره نه لري او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو په ګډون، هر هېواد د خپلو ګټو او نورو سره د سیالیو په هدف، جلا جلا دریځ او سټراټیژي لري چې زیان یې دې هېواد ته رسېږي.