ناپیژنده وسله والو په جلال اباد ښار کې ۳ تنه ووژل
ناپیژنده وسله والو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې درې تنه په ډزو ووژل.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې نامعلومو وسله والو نن چهارشنبه (د وږي په ۳۱مه) سهار شااوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند سرحدي لېوا ته څېرمه پر ملکي وګړو ډزې وکړې چې په کې درې تنه ملکیان وژل شوي دي.
د دغو معلوماتو له مخې، بریدګر وسله وال د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو د موندلو هڅې یې روانې دي.
هاخوا یوې ځایي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې په وژل شوېو کسانو کې دوه طالبان او یو عام وګړی شامل دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسله وال کسان په یوه رېکشا کې ناست وو چې دغلته یې پر ولاړو دوو تنو طالب وسله والو برید وکړ او له برید وروسته وتښتېدل.
خو رسمي سرچینو بیا په دغه برید کې د طالب وسله والو د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په جلال اباد ښار کې چاودنو زور اخیستی چې د طالبانو ترڅنګ په کې ګڼو ملکي وګړو ته هم د سر او مال زیانونه اړولي دي.
که څه هم د نننۍ پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی، خو تر دې وړاندې د وروستیو ځینو چاودنو مسؤلیت چې د طالبانو پر رینجر موټرو شوې وو، داعش منلی و.