واشنګټن پوسټ: د الوتنو بیا پیل پر ادارو د طالبانو د کنټرول د پیاوړتیا سبب کېږي
![واشنګټن پوسټ: د الوتنو بیا پیل پر ادارو د طالبانو د کنټرول د پیاوړتیا سبب کېږي](https://gdb.rferl.org/B8AD7679-4164-4C3D-9EC2-DB4007C716E2_w800_h450.jpg)
مېل انلاین (Mail Online)
د بریتانیا انټرنټي خپرونې مېل انلاین پرون یکشنبه په پنجشېر ولایت کې د وسلهوالو طالبانو د پرمختګ او د یوه امریکايي جنرال د خبرداري په باب لیکنه خپره کړې ده.
د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي خبرداری ورکړی چې افغانستان ښايي له کورنۍ جګړې سره مخامخ وي چې دا به د ترورېزم بیا ټوکېدو ته ډېره زمینه برابره کړي.
ښاغلي ميلي په دې اړه هم شک څرګند کړ چې طالبان به چې هڅه کوي له چریکي ځواک څخه په یوه حکومت بدل شي، خپل قدرت ټینګ وساتلی شي.
وسلهوال طالبان چې درې اوونۍ مخکې یې د افغانستان پر زیاته برخه ولکه ټینګه کړې ده، تر اوسه د حکومت په تشکیل نهدي بریالي شوي.
واشنګټن پوسټ (Washington Post)
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کابل، هرات، کندهار او بلخ ولایتونو ترمنځ د داخلي الوتنو د بیاپیل په اړه لیکنه خپره کړې ده.
چارواکو د یکشنبې په ورځ ویلي، دا الوتنې په داسې حال کې کېږي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د رادار سیستم کار نهکوي.
ورځپاڼې لیکلي، داخلي الوتنې په داسې حال کې بیا پیلېږي چې له افغانستانه د نړیوالو الوتنو د پیلېدو لپاره هڅې روانې دي چې دا د بشري مرستو رسولو لپاره یو کلیدي اقدام ګڼل کېږي، په دې توګه به افغانانو ته له افغانستانه د وتلو لاره هم پرانیستل شي.
د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د داخلي الوتنو بیا پیل د دې سبب کېږي چې طالبان پر ملکي ادارو خپل کنټرول پیاوړی کړي، ځکه دغه ډله له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده، د نړیوالو بېباوري، په بهر کې د افغانستان د دولتي شتمنیو کنګل کېدل او د خپلو جنګیالیو د غوښتنو پوره کول چې دوه لسیزې یې جګړه کړې ده، له عمده ستونزو ګڼل کېږي.
بزنس انسایډر (Business Insider)
د امریکا انلاین خپرونې بزنس انسایډر بیا د افغانستان په څو ښارونو کې د ښځو پر لاریونونو لیکنه خپره کړې چې د کار، تعلیم او په ټولنه کې د شراکت د حق لپاره لارو سړکونو ته راوتلې وې.
ځینو ښځو د شنبې په ورځ په کابل کې سولهییز لاریون وکړ، خو ویل کېږي، طالبانو د هغوی د تیت و پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او یوه ښځه ښکارېدله چې مخیې په وینو لړلی دی.
د بزنس انسایډر په لیکنه، کله چې طالبانو څه باندې درې اوونۍ مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، ګڼې ښځې خپل مبهم راتلونکي ته اندېښنه لري.
لیکوال زیاتوي، که څه هم طالبانو ویلي چې ښځې به کولای شي په ټولنه کې له شریعت سره سم برخه ولري، خو ښځینه فعالانو خبرداری ورکړی چې تېرو تجربو ته په پام د شریعت له مخې د دوی حقونه غلط تعبیر شوي دي.