امریکا به د فایزر او بایو اېن ټېک واکسین درېیم ډوز ته هم اجازه ورکړي
![امریکا به د فایزر او بایو اېن ټېک واکسین درېیم ډوز ته هم اجازه ورکړي](https://gdb.rferl.org/cd40860c-69d5-4fef-8576-6de1c2112138_w800_h450.jpg)
د امریکا حکومت د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې مشر انتوني فاوچي وایي، مسؤل چارواکي به ډېر ژر د 'کووېډ-۱۹' پر ضد د فایزر او بایو اېن ټېک واکسین درېیم یا تقویتي ډوز ته هم اجازه ورکړي.
ښاغلي فاوچي ویلي چې د دې واکسین د درېیم ډوز تطبیق ښایي د روانې میاشتې په وروستیو کې پیل شي. د امریکا روغتیايي چارواکو د اګسټ په ۱۸مه وویل چې د دوی د څېړنو له مخې د فایزر او بایو اېن ټېک واکسینونو اغېز د وخت په تېرېدو سره راکمېږي.
ښاغلي فاوچي ټینګار وکړ چې د دواړو واکسینونو تقویتي ستنې به خوندي وي، خو ده زیاته کړه چې د خوړو او درملو د تنظیم اداره او نور چارواکي بیا هم څېړنې کوي څو دا مسئله یقیني کړي.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې په امریکا کې د کرونا د نوې بڼې ډېلتا له کبله د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی.
فاوچي همداراز وویل چې د کرونا ضد د یوه بل واکسین مودرنا تقویتي ډوز ته د اجازې ورکول به یو څه وخت ونیسي.