مزار شریف کې د ښځو مظاهره: نوي حکومت کې مشارکت غواړي
![مزار شریف کې د ښځو مظاهره: نوي حکومت کې مشارکت غواړي](https://gdb.rferl.org/114D64CF-3107-4259-9C5A-7CF2030C42BC_cx0_cy11_cw56_w800_h450.jpg)
په مزار شریف کې نن یو شمېر ښځو د یوې اعتراضیه مظاهرې پر مهال په نوي حکومت کې چې طالبان وايي، ډېر ژر به اعلان شي، د مشارکت غوښتنه کړې.
د لسګونه ښځو په ګډون د دې مظاهرې یوې تنظیموونکې شکریې رحیمي ازادي راډیو ته د خپل هدف په اړه وویل: "په دې حساس وخت کې چې د حکومت جوړول په پام کې دي، باید خپل غږ اوچت کړو، څو هغه کسان چې راتلونکی حکومت او قوانین جوړوي، له نارینهوو سره د انډول انسان په توګه زموږ فردي، ټولنیز او مدني حقوق او ازادي رعایت کړي."
مېرمن رحیمي ادعا وکړه چې خبریالانو ته د دوی د مظاهرو له جریانه د راپور جوړولو اجازه ورنهکړل شوه او حتی د دې په وینا له ځینو خبریالانو او ښځو سره تاوتریخوالی هم وشو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
له بلخ مخکې په کابل، هرات او نیمروز ولایتونو کې هم افغان مېرمنو د خپلو حقونو د خوندي ساتنې په خاطر مظاهرې کړې دي.