Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

ننګرهار، لغمان او پکتیا کې د افغانستان د نظام او جمهوریت په ننګه لاریونونه

0
په ننګرهار، لغمان او پکتیا کې لسګونو کسانو د افغانستان د نظام، اساسي قانون او جمهوریت په ملاتړ غونډې او لاریونونه وکړل.


وروسته له هغې چې له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو د مرکچي پلاوي یوه مشر عباس ستانکزي د سولې لپاره د افغان ولسمشر استعفا د خپلې غوښتنې په توګه یاده کړه، ګڼ غبرګونه یې راوپارول.



ننګرهار


په همدې لړ کې نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) په جلال اباد کې لسګونو ځوانانو دا ډول څرګندونې وغندلې او دا څرګندونې یې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو او قربانیو ضد وبللې.


دغو لاریونوالو وویل، هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې شته نظام وننګوي او په خبره یې، د نظام د ساتنې لپاره په ټول توان د نظام ترڅنګ ولاړ دي.




د ژمن خوځښت غړی نورالحق یرغل وایي، دوی د شخص په ملاتړ نه بلکې د نظام په ملاتړ راوتلي او زیاتوي چې شته نظام په خپله نه بلکې د زرګونو افغانانو د وینو په قېمت رامنځته شوی دی.


یرغل زیاتوي: "د افغان ولس ټول وګړي د جمهوریت او نظام ملاتړ دي، هېڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې زموږ نظام او جمهوریت ړنګ کړي، جمهوریت او نظام مو د زرګونو ځوانانو په وینو ګټلی، جمهوریت او نظام مو سرې کرښې دي او په یو غږ وایو چې موږ د شته نظام ملاتړي یوو."


دوی د سیمې ځيني هېوادونه تورن کړل چې ګوندې د افغانستان د موجوده نظام پایښت د ځانونو په زیان بولي او نه غواړي چې افغانستان یو سالم، واحد او پیاوړی نظام ولري.


دوی په دې اړه یو پرېکړه لیک ولوست چې په کې راغلي وو، نه غواړي د افغانستان وضعیت د شل کاله پخواني حالت ته ولاړ شي او د ساتنې لپاره یې قربانۍ ته تیار دي: "مؤقت حکومت او د نظام ړنګول د تېر په شان کورنیو جګړو ته لاره هوارول دي، اجازه نه ورکوو چې افغانستان یو ځل بیا په کنډواله بدل شي."



لغمان


هاخوا د ننګرهار ګاونډ لغمان ولایت کې لسګونو قومي مخور، ځوانان، مېرمنې او یو شمېر فعالان راټول شوي وو او د جنګ پر ښکېلو خواو یې غږ کاوه چې له شرطونو تېر او د سولې او اوربند لاره خپله کړي.


دوی هم د افغانستان د اوسني نظام او جمهوریت په ملاتړ شعارونه ورکول او له ټولو خلکو یې د نظام او جمهوریت د ساتنې غوښتنه کوله.


د دوی له ډلې سایرې وویل، هېڅ داسې افغان نشته چې له جنګونو ستړی او زیانمن شوی نه وي، نو نور سوله غواړو او باید جنګ ودرول شي: "دوی چې تر اوسه په جنګ کې ښکېل دي، تراوسه یې له جنګه کوم خیر لیدلی؟ څنګه ځوانانو په کې له منځه لاړل، کومه ګټه یې کړې؟ بس موږه نور سوله او کراري غواړو، دلته ټول شهیدان، معیوبین او یتیمان لرو، بس کړئ نور!"




د دغو معترضینو له ډلې ذبیح الله نیازي وویل چې نه غواړي له شلو کالو پخوانۍ سناریو بیا تکرار شي او له همدې کبله د نظام ملاتړ کوي: "هره ډله، هر فرد او هره ترورېستي ډله چې زموږ نظام تخریبوي او زموږ د نظام پر خلاف څرګندونې کوي، موږ یې خلاف یوو، نه غواړو چې د شلو کالو پخوانۍ تپل شوې سناریو او سوژې راباندې بیا تکرار شي."



پکتیا


بل خوا د افغانستان په سویل پکتیا کې لسګونه کسانو د جمهوریت په پلوی لاریون وکړ.


په دې ولایت کې لسګونه اوسېدونکو نن یکشنبه (د سلواغې ۱۲مه) ورځ د دې ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د جمهوریت په ننګه لاریون وکړ او وایي، مؤقت او سرپرست حکومتونه یې یوځل بیا تېر ته بیایي او سمې پایلې نه لري.


د لاریون یو تن تنظیم کوونکي محمد کریم وویل، په هېواد کې سرپرست او مؤقت حکومتونو ترخې تجربې په میراث پریښي او له همدې امله په ټولو ډلو غږ کوي چې خپلې غوښتنې، مبارزې او پالیسۍ د جمهوریت له لارې تعقیب او پرمخ یوسي.




لاریون والو موقت او سرپرست حکومت د پردیو اجنډا ده، موږ یې نه منو، جمهوریت دې ژوندۍ وي او نور بیلا، بېل شعارونه ورکول.


دوی وروسته له هغې ښار ته د جمهوریت په ننګه راووځي چې تېره ورځ د طالبانو د قطر د دفتر سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې چارې دې یوه بل نوي موقت حکومت ته وسپاري.


که څه وسله والو طالبانو تازه په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو له تېرو شااوخوا درې میاشتو راهیسې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې دوه اړخېزې ناستې دوام لري چې تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net