Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

د ارزګان ځينې فعالانې: له نامعلومو ادرسونو ګواښول کېږو

0
په ارزګان کې یو شمېر ښځینه فعالاني وايي، له نامعلومو ادرسونو ورته ګواښونه کېږي. 


په افغانستان کې د یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو تر وژل کېدو وروسته اوس په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغه فعالانې چې د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کوي، وايي چې په دې ورستیو کې په مرګ ګواښل شوي دي.


په ارزګان ولایت کې د ښځو د همغږۍ ټولني مشرې نازو سنګر ازادي راډيو وویل، چې یو شمېر نا معلومو کسانو ګواښونه ورته کړي چې له مدني فعالیت څخه دې لاس واخلي او په خبره يې دغه ګواښوونه ورته پر ټيلیفون کېږي.


نوموړې وايي، د دغو ګواښونو په اړه يې په رسمي ډول د ارزګان ولایت مقام او ملي امنیت ادارې ته شکایت کړی خو دا ادعا کوي چې یادې اداري د دې پر ځای چې معلومات يي پټ وساتي ګواښ کوونکو ته د دې په اړه ټول معلومات ورکړي دي.


هغه زياتوي: "ماته کوم چا ګواښونه کول نو زه لاړم رسمي عریضه مې وکړه. قوماندانۍ ته مې یووړل، هلته د زیات وخت لپاره پرته وه خو هیڅ ګټه يي ونه کړه. د وخت په تېرېدو سره مې وروسته ملي امنیت ته عریضه وکړه او هغه شمارې چې ماته ګواښ په کېده هم مې ورکړې خو هغوی د دې پر ځای چې هغه کس ونیسي او پوښتنې ترې وکړي، د ملي امنیت اداري کارونکو زما په اړه هغه کس ته چې ماته يي ګواښونه کول، ټول معلومات ورکړي وو چې پلانۍ او د پلاني لور ستاسو په اړه موږ ته شکایت کړي و او دا خبرې ماته دغه ګواښ کونکي کس خپله وکړي او بیا راته ګواښ وکړي."


نازو سنګر وايي، په دې وروستیو کې پر خبریالانو او مدني فعالینو بریدونو د ارزګان ولایت فعالان زیات اندېښمن کړي او دوی له دولت څخه غواړي چې په ارزګان کې دې د دغه ډول بریدونو مخه ونیسي.


یو شمېر نورو ښځينه مدني فعالانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته اندېښنې شریکې کړې، خو هغوی د امنیتي ستونزو له کبله نه غوښتل نومونه او غږونه یې خپاره شي.


په ارزګان ولایت کې مو د مدني فعالانو دغه اندېښنې د ارزګان ولایت له والي محمد عمر شیرزاد سره شریکې کړې.




هغه په دې اړه وویل: "زموږ ژمنه داده چې د خویندو لپاره د زده کړو زمینه، د کار زمینه ګ او همدا ډول د دوي امنیت باید خوندي کړو. که زموږ خویندې په هر ځای کې له ګواښونو سره مخامخ کېږي، دوی په ازادانه ډول کولای شي د ولایت مقام او امنیتي ارګانو ته خپل شکایت وړاندې کړي او موږ دوی ته ډاډ ورکوو چې د دوی راپور به پټ ساتل کېږي او هر هغه څوک چې دغه ګواښونه کوي هغه باید ونیول شي."


خو ښاغلي شیرزاد د ازادي راډيو د دې پوښتني ځواب ورنه کړ چې ایا واقعاً د امنیتي ادارو کارکوونکو د نازو سنګر معلومات بېرته تر هغه ګواښ کوونکو رسولي؟


د ارزګان ولایت د امنیې قومندانۍ د تروريزم سره د مبارزې مدیر محمد اغا داوري ازادي راډيو وویل، چې دوی ته په دې اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.


دى وايي: "دا خبرې زه ردم موږ ته په دې اړه هیڅ ښځینه مدني فعالي شکایت نه دى کړی او نه يې هم راته ویلي دي چې ماته چا ګواښ کړى او موږ ته چې کله څوک دا ډول معلومات راکړي موږ دا پټ ساتو او تر هغو چې د هغه کس مو د قانون منګلو ته نه وي سپارلى." 


په ارزګان ولایت کې دغه مدني فعالانې داسې مهال د دوی پر وړاندې د ګواښونو خبر ورکوي، چې په دې ورستیو دوو میاشتو کې پر خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه زیات شوي چې د یادو بریدونو مسئولیت تر اوسه هیڅ ډلې نه دی منلی.


د وروستیو حملو په قربانیانو کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي هم شامل دی، چې د نومبر په ۱۲ نېټه د ده په موټر پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې په نتيجه کې ووژل شو.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي، چې د دغه قتل په تړاو یې یو کس نیولی دی خو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د تحقیقاتو بشپړه نتیجه لا نه ده اعلان کړې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net