په افغانستان کې ډیجیټل او انټرنېټي ټلویزیوني خپرونو ته زمینه برابرېږي
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره يا اترا وایي، ډېر ژر به په افغانستان کې ډیجیټل او آی پي یعنې انټرنېټي ټلویزیوني خپرونو ته زمینه برابره کړي.
د دې ادارې ویاند سعید شینواري ازادي راډیو ته په دې اړه چې دا به د ټلویزیونې خپرونو په برخه کې څه ډول اسانتیاوې رامنځته کړي، وویل: "په دې سره به په افغانستان کې خلک په نوې بڼه، په ښه کیفیت ټلویزیوني نشراتو او هم د آی پي له لارې نشراتو ته لاسرسی ولري. په دې سره به د ټلویزیونو عواید هم ښه شي."
تر دې مخکې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې يا اترا رئیس عمر منصور انصاري په کابل کې د رسنیو له یوه ګروپ سره په خبرو کې ویلي و چې ادارې یې د تصویري او راډیويي رسنیو د فریکونسۍ د ډیجیټلي کولو لپاره هڅې پیل کړې چې په نتیجه کې یې خلک ډېر ژر په ښه کیفیت تصویري او غږیزو نګورنو نشراتو څخه برخمن شي.
په افغانستان کې په اوس وخت کې په سلګونو صوتي او غږیزې رسنۍ فعالیت کوي.