د بې پولې خبریالانو ټولنې د پاکستاني چارواکو وروستى بربنډ سانسور غندلی
بي بي سي ویلي، چې چارواکو د دوی په خپرونو کې مداخله کوله.
د بې پولې خبریالانو د آسیاپسفیک د څانګې مشر ډانیل بسټارډ نن په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې له AAJ ټلویزیون سره د بي بي سي د قرارداد د لغوه کولو پرېکړه دا مانا لري چې بي بي سي له دې ډډه کړې چې پر دغه چینل د پاکستاني چارواکو له خوا لګول شویو بندیزونو ته په ګونډو شي.
هغه د پاکستان پرحکومت غږ وکړ، چې د خبري رسنیو د ایډیټوریال په چارو کې له مداخلې لاس واخلي او زیاتوي دا ډول مداخله د ډیموکراتیکو اساسي اصولو خلاف او هغه په پاکستان کې د پوځي د یکتاتورۍ دورو د تجربې ښکارندويي کوي.
