سبا د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه کېږي
ټاکل شوې سبا یکشنبې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه پیل شي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، چې افغان لوبډله دغې لوبې ته پوره چمتووالی لري.
له دې وړاندې افغانستان ایرلینډ ته په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۶ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.
په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې آیرلینډۍ لوبډلې ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.
په یاده لوبه کې د سلیزې په وهلو رحمن الله ګوربز لومړی افغان او د نړۍ په کچه شپاړلسم لوبغاړی شو، چې په خپله لومړۍ یوې ورځنۍ نړیوالې لوبې کې سلیزه ووهله.
په مقابل کې ایرلنډۍ لوبډله ونه توانېده، چې یاد هدف پوره او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۷۲ منډې جوړې کړې چې په کې ټکر تر نورو ډېرې ۸۶ منډې وکړې.