Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

څارونکو بنسټونو راتلونکي کال کې د څلورو ټاکنو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

0
په افغانستان کې د انتخاباتو څارونکو بنسټونو په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ګډون په دې هېواد کې د څلورو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په تیاریو اندیښنه څرګنده کړه.


په افغانستان کې د انتخاباتو څارونکو بنسټونو په ۱۴۰۰ لمریز کابل کې د څلورو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د تياريو د روان بهير پر وړاندې غبر ګون وښود.


دغه بنسټونه وایي، چې په کابل او ټولو ولایتونو کې امنيتي وضعیت ته په پام د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو، ښاروالیو او په غزني کې د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کېدل امکان نه لري.


د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د موسسې (فیفا) رییس نعیم اصغري د سه شنبه په ورځ آزادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې باید د دې هېواد انتخاباتي سیستم د سياسي ګوندونو په موافقه او د څارونکو بنسټونو په همغږۍ اصلاح شي.


د نوموړي په خبره، که چېرې د انتخاباتي سیستم له اصلاح پرته او په اوسنیو شرایطو کې انتخابات ترسره کېږي، نو سمبولیک او له درغلیو به ډک وي.


هغه زياتوي: "که چیرې وغواړو چې انتخابات په سمبولیک ډول لکه څرنګه چې په تېر کې له پراخو درغلیو ډک ترسره شول بیا هم ترسره شي نو په دې صورت کې به بایلونکی جمهوریت وي. دا ډول انتخابات کولای شي چې د سولې روان بهیر ته هم جدي ستونزې را ولاړې کړي."


په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ تیفا ویانده صغرا سعادت وايي، چې په را روان لمریز کال کې د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو، ښاروالیو او په غزني کې د ولسی جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون تيارۍ سمې نه دي روانې.


مېرمن سعادت وايي، چې افغانستان له امنیتي پلوه په جدي حالت کې دی او دغه شان تر اوسه د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره بودیجه هم نه ده برابره شوې.


دا په داسې حال کې ده، چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکو د یکشنبې په ورځ د افغانستان له جمهور رییس محمد اشرف غني سره په کتنه کې د څلورو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره طرح وړاندې کړې.


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ آزادي راډیو ته وویل، چې ولسشمر هغوی ته ویلي چې هڅه کوي په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د دغو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره بودجه او لازمې اسانتياوې برابرې کړي.


ښاغلی ننګ ټینګار کوي، چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په را روان کال کې د شفافو انتخاباتو ترسره کیدو ته بشپړ چمتووالی لري.




 


هغه زیاته کړه: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په ۱۴۰۰ کال کې د ولایتی شوراګانو او نورو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره له تخنیکي او فني پلوه بشپړه تياری لري. مونږ هڅه کوو چې د ولایتي شوراګانو غیر قانوني دوره پای ته ورسېږي او خلک په قانوني توګه ورته لاره پیدا کړي."


په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونوکې ټاکنې له جدي ستونزو سره مخامخ وې او د درغلیو ادعاوو دا بهیر سخت اغېزمن کړی.


آن تردې چې د ولسمشرۍ د تېرو انتخاباتو نتیجه اوسنی توافقي حکومت دی چې عبدالله عبدالله ته د سولې د ملي مصالحې عالي شورا او نیمه کابینه وسپارل شوه او محمد اشرف غنی چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لخوا ولسمشر اعلان شو له ښاغلي عبدالله سره یې د انتخاباتي سیسټم پر اصلاحاتو هوکړه وکړه.


د ولایتي شوراګانو ټاکنې د امنیتی او ځینو نورو ستونزو له امله په تیرو شپږو کلونو کې د قانون خلاف نه دي ترسره شوي او په غزني ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات هم د ځینو ستونزو او دلایلو له امله د ولسی جرګې په تېرو انتخاباتو کې ترسره نه شول.


دغه شان د ولسوالیو شوراګانو او د ښاروالیو انتخابات هم د قانون د حکم خلاف نه دي ترسره شوي.


ښاروالان دا مهال د ولسمشر له خوا ګمارل کېږي او ولسوالۍ په مشرانو جرګې کې خپل استازي نه لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net