پاکستاني پوځ په جنوبي وزیرستان کې دوه طالبان وژلي
پوځ نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغو عملیاتو کې چې وخت او مشخصه سیمه یې نه ده یاده کړې او یوازې دومره یې ویلي چې استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسره کړي، په وژل شویو کې هغه مشکوک کس هم شامل دی چې د پوځ پر سرتېرو د اکتوبر د میاشتې په برید کې یې لاس درلود.
په دغه برید کې شپږ سرتېري وژل شوي وو.
پوځ د دغو عملیاتو په پایله کې د دریم مشکوک کس د نیولو خبره هم کړې ده.
