Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

ننګرهار کې خبریالانې ځان خوندي نه احساسوي؛ "حکومت دې زموږ ژوند ته پام وکړي"

0
په ننګرهار کې د خبريالې ملالې میوند له وژلو وروسته په دې ولایت کې خبریالانې د ځان د خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي.


مقدس سالارزۍ چې د ننګرهار په یوه خصوصي راډیو کې کار کوي، نیوکه لري چې تر اوسه د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې هغسې چې لازمه ده، پاملرنه نه ده شوې.


سالارزۍ وایي، لازمه ده چې مسؤلې ادارې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه زیاته کړي: "په رڼا ورځ یوه بې ګناه خورکۍ او یو بې ګناه ورور چې هېڅ ګناه یې نه وي، صرف له قلم او مایک سره یې کاروبار وي، بیا هم وژل کېږي او په رڼا ورځ یې قاتلین تښتي، نو که امنیت وي، که حکومت دغو ټکو ته پاملرنه وکړي هېڅ خونړۍ پېښه نه رامنځته کېږي، ډېر دردمن یوو."




ثنا نوري یوه بله خبریاله ده چې وایي، که ژورنالېستان خوندي نه وي، نو د بیان ازادي به له سختو ننګونو سره مخامخ شي.


دا د افغانستان پر ټولو ښکېلو خواو غږ کوي چې خبریالان دې خپل هدف نه ګرځوي او په خبره یې، د بیان له ازادۍ سره دې دښمني پرېږدي.


اغلې نوري زیاتوي: "له حکومته مو جدي غوښتنه دا ده چې د خبریالانو امنیت ته دې جدي پام وکړي او له نورو ښکېلو خواو هم غواړم چې خبریالان دې نه په نښه کوي، ځکه چې د خبریالانو هدف ټولنې ته خدمت کول دي."


شااوخوا دوه میاشتې وړاندې په کابل کې د طلوع ټلوېزیون پخوانی وياند یما سیاوش، بيا په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون خبریاله ملاله میوند، په غزني کې د الجزیرې ټلوېزیون خبریال رحمت الله نېکزاد او په غور کې د غور غږ راډيو مدیر بسم الله عادل ایماق ووژل شول.




په دې کمه موده کې د دغو افغان خبریالانو د وژل کېدو مسؤلیت تر اوسه کوم کس یا ډلې نه دی منلی.


په ختیځ کې د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره هم مني چې دې وروستیو کې په ختیځ کې د ښځينه خبریالانو اندېښنې زیاتې شوي دي.


په ختیځ کې د نی یا له خپلواکو رسنیو د ملاتړ ټولنې غړی عزیزالله عزیز په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو اندېښنې پرځای بولي او وایي، دغه اندېښنې یې څو ځلي له اړوندو ادارو سره شریکې کړي، خو په خبره یې لا هم په خپل ځای پاتې دي.


دی وايي: "د ښځو لپاره کاري چاپېریال په رسنیو کې مناسب نه دی، موږ د ښځينه ژورنالېستانو دغه مشکلات وخت په وخت له مرکزي دفتر او نورو ادارو سره چې دې برخه کې کار کوي، شریکې کړي دي."


بل لورته د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې ولایتي اداره د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې په ټول توان کار کوي او ټولو امنیتي حوزو ته لارښوونه شوې چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.




دی وايي: "په ننګرهار کې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب او نورو برخو کې د پاملرنې په موخه ولایتي اداره په ټول توان کار کوي، خپله د ننګرهار والي له خبریالانو سره مستقیمې اړیکې لري، د دوی غوښتنو ته ځوابونه وایي، همدا شان یې اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې هم د خبریالانو د امنیت خوندیتوب لپاره کار وکړي او هم په کاري چاپیریال کې یې د سهولتونو په برابرولو کې پوره همکاري وکړي."


په ننګرهار کې خبریالانې داسې مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو اندیښمنې کړي چې دې وروستیو کې په ننګرهار په ځانګړي ډول مرکز جلال اباد کې هدفي وژنې زیاتې شوي او خلک نیوکه کوي چې ځایي امنیتي مسؤلین د دې وضعیت په کنټرولولو کې پاتې راغلي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net