Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

ملګري ملتونه: د امریکا راتلونکى حکومت دې د ګوانتانامو زندان بند کړي

0
ملګرو ملتونو سازمان د امریکې پر راتلونکي نوي حګومت غږ کړی چې د ګوانتانامو زندان بند کړي.


ملګري ملتونه د ګوانتانامو زندان د بندېدو غوښتونکي دي خو له دې بند خونې ازاد شوي کسان بیا دا غوښته ناوخته بولي.


‎ملا عبدالسلام ضعیف چې د طالبانو د حکومتولۍ پر مهال په پاکستان کې سفیر و او په ګوانتانامو زندان کې یې درې نیم کاله تېر کړي وایي، که څه هم دغه زندان ناقانونه و او له بندیانو سره يې غیر انساني چلند کېده، خو ملګرو ملتونو باید د یو بې پرې نړیوال سازمان په توګه مخکې د دې چارې غوښتونکی شوی وای.


هغه زياتوي: "اوس که د بندیانو د ازادۍ غوښتنه وکړي دا ښه خبره ده، خو د زندان د بندولو غوښتنه بې ځایه او بې وخته غوښتنه ده، که ملګري ملتونه غواړي چې رښتیا بې پرې اوسي، نو دا غوښتنه دې وکړي چې هغه بندیان چې هلته ځورېدلي، شکنجه شوي دي او هېڅ جرم پرې ثابت شوی نه دی، هغوی ته د تاوان ورکولو لپاره دې ورباندې فشار راوړي، په دې صورت کې به یې غوښتنه معقوله وي."




‎ښاغلی ضعیف وایي، دی امریکا ځکه دغه زندان کې بندي کړی و چې په خبره یې د طالبانو او القاعده په اړه یې معلومات ترې اخیستل.


‎دی ادعا کوي، هلته د خپل سرو عسکرو له خوا بندیانو سره بده او غیر انساني رویه کېدله _ هغه ادعا چې اوس يې ملکري ملتونه تاييدوي.

‎د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر مولانا عبدالرزاق بیا چې په ګوانتانامو زندان کې څلور کلونه بند خونه تېرې کړې، وایي کله به چې کوم کس دغه زندان تن وړل کېده د بېرته ژوندي وتلو تمه یې نه کېده.


‎ښاغلی عبدالرزاق وایي، دا زندان باید بند شي.


هغه زياتوي: "دا ځای که بند شي ‌‌‌‌‌‌ډېر ښه به وي، هېڅه ګټه یې نه شته، زه امریکایانو ته حیران یم چې ولې یې خلک دا د وحشت ځای کې بندیان کول، هلته د بندیانو ساتل ‌‌‌‌‌‌ډېر نا هیلي کوونکي وه، له خپلې کورنۍ به يې په اسانه احوال نشو تر لاسه کولای."


‎دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ملګرو ملتونو سازمان یو راپور خپور کړی چې د جوبایډن راتلونکې اداره دې دغه زندان د تل لپاره وتړي.


‎د ملګرو ملتونو سازمان په دغه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د دوی بې پرې کارپوهانو د ګوانتانامو زندان د بندیانو روغتیایي حالت خرابېدونکی ګڼلی او غوښته نه يې کړې وي ژر تر ژره دې له بنده ازاد، یا محاکمه کړل شي.


‎بلخوا د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان غړی ماهر مومند هم وایي چې دغه زندان کې بشري حقونه سلب شوي او باید وتړل شي.


مومند وویل: "د یو انسان د ازادۍ سلبول د بشر د حقونو پر وړاندې یو جنایت دی او دا چې په ګوانتانامو زندان کې پرته د محکمې د حکم په کلونو کلونو خلک بندیوان کوي،دا د بشر پر وړاندې د جنایت ښکاره بېلګه ده، دغه جنایت باید بند او د ګوانتانامو زندان باید وتړل شي."


‎ملګرو ملتونو سازمان په دغه راپور کې یاد زندان خپل سری او ناقانونه بللی دی.


‎د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، يه 2003 کال کې 700 بندیان وه خو اوس 40 عسکرو سره نهه تنه بندیان پاتې ‌دي چې په خبره یې په جرمونو تورن یا محکوم شوي دي.


‎په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د بې پرې او ځانګړو کارپوهانو په حواله ورکړل شوی او راغلي چې کوې‌‌‌‌‌‌ډ_19 یا کرونا ویروس هم د دغو پاتې بندیانو لپاره ستر ګواښ دی.


‎په راپور کې د امریکا له حکومت غوښتنه شوې چې بشري حقونه وساتي، د سر غړونو په اړه دې بې پرې څېړنې وکړي او هغو کسانو لپاره چې په ګوانتانامو زندان کې یې د توقیف موده او شکنجې تېرې کړي، تاوان دې ورکړل شي.


‎د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو غوښتي چې دغه غوښتنې د سپټمبر د 11تر کالیزې مخکې عملي شي.

د وروستي ګزارشونو پر اساس ‎ګوانتانامو زندان کې دا مهال یوازې یو افغان بندي دی.


‎دغه زندان نولس کاله وړاندې په امریکا کې په یو جهیل کې جوړ شو، د نړۍ د نورو هېوادونو سیاسي بندیانو تر څنګ ګڼ شمېر افغان طالب چارواکي یې هم ور انتقال کړي وو.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net