Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Январь
2021

د هدفي وژونو دوام؛ ماين چاودنې د عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسئول وژلى

0
د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسئول ضیا ودان په یوه چاودنه کې ووژل شو.


د افغانستان د عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسئول ضیا ودان نن ( يکشنبه) سهار په یوه چاودنه کې ووژل شو.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پېښه د یکشنبې په سهار اتمه نیمې بجې د کابل په کارته نو سیمه کې رامنځته شوه.


دې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې چاودنه د ودان په موټر پسې د نښلول شوي مقناطیسي ماين وه چې په کې د نوموړې دوه نور همکاران هم وژل شوي او درییم ټپي دی.


ضیا ودان د خوست ولايت اصلي اوسېدونکی و، او اوس د کابل په کارته نو سیمه کې اوسېده.




نږدې اته دیرش کاله عمر يې درلود، دوه لوڼې، یو زوی او دوه مېرمنې ترې پاتې شوې.


دې له موره یو و او څو خویندې يې درلودې.


نوموړي په کابل کې د ولس ژغورنې مدني ټولنې مشري کوله او پر دې سربېره په نورو مدني چارو کې هم فعال و.


ودان دوه میاشتې مخکې په یو ویډیويي پیغام کې د خپلې ټولنې د لاسته راوړنو په اړه ویلي وو: "تېرو شااوخوا اته میاشتو کې مو له اوو وزیرانو، معینانو او ریسانو سره جلسې نیولي. پنځو بې وزلو کورنیو سره مو د اوه ویشت زره افغانیو په ارزښت د خوراکي او سونګ توکیو مرستې کړي دي. د عامه پوهاوي په اړه مو خپرونې کړي. له درې روغتونونو سره مو بې مثاله هوکړې لاسلیک کړي."


ضیا ودان تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ مامور و، خو له اوږدې بې کارۍ وروسته څو میاشتې مخکې د افغانستان عامه ساتنې ملي تصدۍ مطبوعاتي مسئولیت ورسپارل شوی و.


تر اوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی، خو د افغانستان حکومت په دې ډول بریدونو کې چې په وروستیو څو میاشتو کې ډېر شوي، طالبان په لاس لرلو تورنوي، هغه څه چې طالبان يې ردوي.


له دې وړاندې په کابل کې د روانې لمریزې میاشتې په دریمه نېټه د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو ( فیفا) اجرایوي رییس یوسف رشید د نامعلومه کسانو له خوا له خپل موټر چلوونکي سره يو ځای په ډزو ووژل شو.


دغه شان په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي، په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلویزیون ویانده ملاله میوند، په کابل کې د طلوع نیوز پخوانی ویاند یماسیاوش، په غزني د الجزیرې خبریال او د خبریالانو د ټولنې رییس رحمت الله نیکزاد، په کاپیسا کې مدني فعاله فرشته کوهستاني او په غور کې د غور غږ راډیو خبریال بسم الله عادل هدفې وژنې هغه څه دي، چې په وروستیو دوو میاشتو کې یو په بل پسې په ځنځیري ډول رامنځ ته شوي دي.


دې بریدونو د رسنیو او مدني فعالانو ترمنځ وېره او اندېښنه خپره کړې او په دې اړه پرلپسې پوښتنې په زیاتېدو دي چې په دوحه کې د سولې له روانو خبرو سره هم مهاله دا وژنې څوک کوي؟


افغان امنیتي ادارې دا د طالبانو له خوا پیل شوی کمپاین او د جګړې نوی تکتیک بولي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د وروستیو هدفي وژنو په تړاو چې تر اوسه څومره کسان نیول شوي طالبانو سره یې پر خپل تړاو اعتراف کړی.




ارين زياتوي: "د تروریستي او هدفي وژنو په تړاو ځینې کسان نیول شوي. په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي، په ننګرهار کې د وژل شوې خبریالې ملالې میوند، د د انتخاباتو د څار د یو بنسټ د مشر یوسف رشید قاتلین او ځینې نورو شبکو سره تړلي کسان نیول شوي چې ټولو له طالبانو سره په خپل غړیتوب اعتراف کړی.


تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لاګیټ هم وروستۍ هدفي وژنې د وسلوالو طالبانو کار بللی و او ورڅخه یې غوښتي و چې د وژنو دا لړۍ دې بنده کړي.


خو طالبانو بیا پرلپسې ډول رد کړې، چې ګوندې دوی دې په ښارونو کې پر ژورنالیستانو او مدني فعالانو د وروستیو بریدونو ترشا لاس ولري.


د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، دوی پر هغو کسانو چې د طالبانو په وړاندې وسله والو او استخباراتي فعالیتونو کې ښکېل نه وي بریدونه نه کوي.


جمهوري ریاست پر ضيا ودان او همکارانو يې حمله غندلې او په یوه اعلامیه کې یې د ولسمشر غني له قوله لیکلي: "د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دا ښیي چې هغوی سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف بې ګناه خلک وژنې او عام المنفعه تاسیسات ویجاړوي."


په اعلامیه کې اړوند ارګانونو ته امر شوی چې د پېښې عاملین ژر تر ژه ونیسي او سزا ورکړي.


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر هم د ضیا ودان وژنه غندلې او پر خپل ټویټر یې لیکلي، چې نه پوهېږي څوک د دې هېواد ځوان او تعیلم یافته کدرونه وژني؟


اغلې اکبر غوښتنه کړې، چې سوله هدیرو ته ته نه راځۍ باید د وینې توېېدل ودرول شي.


د بشري حقونو فعالان وايي، د دې وژنو ترشا که د هر چا لاس وي، خو قربانیان یې تر ډېره هغه کسان دي چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ، مدني ازادیو او ولسواکۍ د ټینګښت لپاره تر نورو لوړ غږ لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net