په قزاقستان کې د ټاکنو په ورځ لسګونه کسان نیول شوي
په قزاقستان کې د ټاکنو په ورځ پولیسو لسګونه کسان نیولي دي.
خلک په دې پاڅېدلي چې په ټاکنو کې هېڅ کوم مخالف کاندید ته د ګډون چانس نه دی ورکړل شوی.
ډېر کسان نن په پلازمینه نورسلطان کې نیول شوي.
د راپورونو له مخې خپلواک څارونکي نه یواځې په ټاکنو د نظارت لپاره نه دي پرېښودل شوي بلکې پولیسو نیولي هم دي.
مخالفو ګوندونو د دې ټاکنو په غبرګون په ټول هېواد کې د لاریونونو غږ کړی دی.
داسې ښکاري چې د پخوانی واکمن ولسمشر نورسلطان نظرباییف په ولسي جرګه کې چې دوی یې مجلسي بولي خپل نفوذ او واک ساتي ځکه له حاکم ګوند پرته د بل هېڅ ګوند کاندید د انتخاباتو چانس نه لري.
د منځنۍ اسیا په اکثرو هېوادونو کې انتخابات له درغلیو او د واکمنو ګوندونو له زور زیاتیو ډک بلل کېږي.