حمدالله محب: د کندهار امنیتي برخې به په تجهیزاتو سمبالې شي
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې د کندهار ولایت د خلکو په غوښتنه به د دغه ولایت د امنیت د خوندیتوب لپاره اقدامات ترسره شي.
ښاغلی محب وایي چې د کندهار ولایت قومي مشران او اوسېدونکي دوه اوونۍ وړاندې په دغه ولایت کې له ولسمشره غوښتنه کړې چې د دغه ولایت د رهبرۍ او امنیت برخه کې دې بدلونونه او اصلاحات رامنځته کړي.
حمدالله محب د کندهار ولایت د نوي والي د معرفۍ په مراسمو کې زیاته کړې چې تجهیزات او اسانتیاوې به د امنیتي برخو په واک کې ورکړي.
دی وايي: "انشاءالله له دې وروسته به د خانزاده صاحب په مشرۍ او د تاسو په همکارۍ د کندهار امنیت ته مستقیم پام وشي، موږ خپل مسوولیت د اسانتیاوو او تجهیزاتو او مهماتو په بشپړولو ادا کړی، هر چېرې چې اړتیا وه، په رهبرۍ کې مو هم بدلونونه راوستل."
د ولسي جرګې غړی روح الله خانزاده د حیات الله حیات په ځای د کندهار د والي په توګه او عطامحمد اریوبي د دغه ولایت د ملي امنیت د مشر په توګه وګمارل شول.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته شول چې د کندهار ولایت امنیتي وضعیت په دې وروستیو کې د خرابېدو په حال کې وه او د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو تر منځ د اختلافاتو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي.
له دې سره د کندهار نوی والي روح الله خانزاده وایي چې د دغه ولایت د امنیت د خوندیتوب لپاره به له بېلابېلو قشرونو سره سلا مشورې وکړي.
دی وايي: "د ولایت دروازه به د تاسو ټولو میندو، خویندو، ورونو او مشرانو پر مخ پرانېستې وي، له تاسو ټولو به مشوروې واخلو، خو د خلکو د وضعیت د ښه والي لپاره نه د تاسو شخصي غوښتنې، که ما هم د ځان لپاره کار وکړ له ګرېوان مې ونیسئ."
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ویل شوي و چې په کندهار ولایت کې د څو پوستو نه امنیتي ځواکونو تللي دي.
همدارنګه د کندهار پخواني والي حیات الله حیات ویلي و چې نږدې ۷۰سلنه پولیسو په دغه ولایت کې دندې پرېښي دي.
د افغانستان د کورنبو چارو وزارت په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه، خو د دغه ولایت امنیه قوماندان تادین خان دغه څرګندونې رد کړي دي.