له شکریه جلالزۍ او نجیبه ارین سره خبرې
اغلې جلالزۍ د ښځو د حقونو فعاله ده او د افغان مېرمنو د همغږۍ او پرمختیا موسسې رئیسه ده. دا موسسه ښځو ته حرفوي زده کړې ورکوي او له بې وزلو سره مرستې هم کوي.
د خپرونې دوهمه مېلمنه نجیبه ارین ده چې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم څخه فارغه شوې ده. اوس مهال د پوهنې وزارت ویانده ده. مخکې يې په بانو ټلوېزیون، زن ټلوېزیون، شېبه راډیو او ملي راډیو کې د ویاندې په توګه دنده تر سره کړې ده.
د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير له دوی سره په دې خپرونه کې خبرې کړي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره دا خپرونه اورېدلی شئ:
