د طالبانو له لورې په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار مخنیوی او پوهنتونونو ته د میرمنو د تګ ممانعت د افغانستان پر وضعیت څه اغیز کوي.
د ازادي راډیو په دې مثلث خپرونه کې دا مساله له میلمنو سره څیړو.
طالبانو له موسسو څخه د میرمنو د کارونو مخه پنځه ورځې وروسته تر دې ونیوله چې د پوهنتونونو دروازې یې تر ثاني امر پرې د نجونو پرمخ بندې کړې.
د راپورونو له مخې نن د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پرله پسې چاودنې وشوې.
تر دې مخکې د روسي الوتکو د احتمالي بریدونو د پیلېدو له وېرې د خطر د زنګونو غږونه جګ شول.
د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په ټېلېګرام کې د چاودنو خبر تایید کړ.
وروسته کلیچکو ولیکل چې یوه چاودنه د سولومینسک په مېنه کې وشوه.
تر اوسه په دې اړه نور جزییات له رسنیو سره نه دې شریک شوي خو راپورونه وایي چې د اوکراین دافع هوا سیستم هم فعاله و.
د بریتانیا یو جګپوړی ډیپلوماټ وایي، طالبان په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار له بندیز سره د افغانستان د خلکو له ژوند سره لوبې کوي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافېر هوګو شورټر په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د طالبانو دا پرېکړه ښکاره تبعیض، د نړیوال قانون تر پښو لاندې کول او د بشري حقونو له اصولو سرغړونه ده.
هغه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسلامي همکاریو سازمان، جي اوه یا د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو، نادولتي موسسو او نورو له طالبانو غوښتې دي چې دا بندیز ختم کړي.
د طالبانو اقتصاد... Читать дальше...
د بلخ-جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې په ترڅ کې د دوو مېرمنو په ګډون ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
باختر اژانس نن په ټویټر کې لیکلي چې دا پېښه هغه وخت وشوه چې د مسافرو یو بس له سراچه موټر سره د شبرغان په چیغچي سیمه کې ټکر وکړ.
د راپور له مخې په دې پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوې هم دي.
په کابل کې د پوهنتون یو استاد اسماعیل مشعل وایي، د نجونو د زده کړو لپاره به خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي که یې د سر په بیه هم تمامه شي.
مشعل چې د طالبانو د پرېکړې په اعتراض خپل تحصیلي اسناد تېره اونۍ له طلوع تلوېزیون سره د خبرو پرمهال څېري کړل، له فرانس پرېس اژانس سره تازه د خبرو پرمهال یو ځل بیا خپل غږ اوچت کړ او ویې ویل چې خپل اعتراض ته به دوام ورکړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یولس ورځې مخکې د پوهنتونونو دروازې تر ثاني امر پورې د نجونو پرمخ بندې کړې.
د ټول پاکستان د مال وړونکیو ګاډو د اتحادیې مشرانو د ډېسېمبر پر ۳۰مه، په کراچۍ کې د احتجاج او وروسته یې د خبري غونډې پر مهال پر صوبايي حکومت غږ وکړ چې د دا ډول پېښو مخنیوی دې وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو تازه راپور کې وايي چې یوازې په ۲۰۲۲ کال کې یې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۲۶۰ پېښې ثبت کړي.
یو خبریال چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نومیې خپور شي د افغانستان په یو خصوصي تلوېزیون کې دنده لري.
دی د رسنیو او خبریالانو په وړاندې له روان وضعیته ناخوښ دی او وايي: "اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی. که ځینې خبریالان په ځانګړي موضوعاتو باندې کار کوي یو شمېر ادارې دوی ته معلومات نهورکوي او که ورکوي یې هم خو په وخت نهوي. بل جدي ستونزه دا ده چې خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...
ځینې افغان مېرمنې چې په پاکستان کې د اسنادو نه درلودو له امله زنداني شوي، په زندان کې یې ماشومان زېږولي دي.
د پاکستان د کراچۍ په زندان کې د افغان کډوالو بد وضعیت.
ځینې داسې ادعاوې هم شوي چې د زندانیانو په منځ کې امیندواره ښځې هم وې چې په زندان کې يې ماشومان دنیا ته راوړي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منزه کاکړ د دې موضوع د تایید ترڅنګ ازادي راډيو ته وویل، یو شمېر نورې امیندوارې ښځې هم د زندانیانو په منځ کې شته چې ولادت ته یې کم وخت پاتې دی.
هغې وویل: "په دې افغانانو کې چې کومې ښځینه دي، اکثره امیندواره دي. Читать дальше...
د 'لوبو له میدانه' په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ بورډ راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر وټاکه.
له دې مخکې محمدنبي د شل اوریزو لوبو لوبډلمشري کوله.
د فوټبال یو وتلی پخوانی لوبغاړی پلې ومړ.
د کرکټ نړیواله شورا د ۲۰۲۲ کال غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي.
په خپرونه کې نور مطالب هم شته.
دغه خپرونه بختیار ساحل چمتو کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
د پاکستان پخواني چټک توپ اچونکي عمرګل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې سره یې دنده پای ته رسېدلې ده.
عمرګل د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د افغان ملي لوبډلې د روزونکي په توګه رسمي دنده پيل کړې وه.
نوموړي د ډسمبر میاشتې په ۳۱ نېټه په یوه ټويټ کې لیکلي: " لکه څنګه چې د افغانستان کرکټ ټیم سره زما د روزنې دوره پای ته ورسېده، زه له دوی څخه مننه کوم چې په ما یې باور وکړ. ما په خپل ټول توان له دې لوبډلې سره کار کولو او دا زما په روزنیزه دنده کې ډېر ښه وخت و. زه دوی ته په راتلونکي... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت لخوا د نجونو پر تحصیل تر بندیز وروسته د پوهنتونونو ګڼو استادانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او ځینو یې استعفاوې هم وکړې.
د طالبانو حکومت له هغې پرېکړې وروسته چې نجونې یې له پوهنتونونو څخه منع کړې، تر دې دمه تر ۱۰۰ ډېرو استادانو د دې پرېکړې په وړاندې اعتراض او استعفاوې کړي.
دا استادان وايي، د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت دې بېرته هغه پرېکړه بېرته واخلي چې نجونې یې له پوهنتونونو څخه تر دویم امر پورې منع کړې دي.
د کابل پوهنتون مخکېنی استاد عبیدالله وردګ چې تر ټولو مخکې... Читать дальше...
صوبايي حکومت بلوچستان پوهنتون ته په عاجله توګه د درې اربه روپو ورکولو اعلان کړی څو د یاد پوهنتون استادانو او عملې ته ځنډېدلي معاشونه ورکړل شي.
د بلوچستان پوهنتون چارواکي وايي، له تېرو درو میاشتو راهېسې د فنډونو د کمبوت او نیشتوالي له وجې استادانو او نورې عملې ته معاشونه نه وو ورکړل شوي. د یاد پوهنتون استادانو وخت په وخت د خپلو معاشونو د اجرا لپاره مظاهرې هم کړې دي.
خو اوس د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس بزېنجو د پیسو منظوري ورکړې ده چې د استادانو د معاشونو ترڅنګ نورې اړینې ستونزې هم باید ورسره هوارې کړل شي. Читать дальше...
د پرتګال نوموتي فوټبال ستوري کرسټیانو رونالډو د سعودي عربستان له النصر لوبډلې سره تر ۲۰۲۵ کاله پورې د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.
النصر لوبډلې په خپلو ټولنیزو پاڼو په خپاره کړي خبر کې دا تاریخي تړون بللی او ویلي یې دي چې دا ستر اقدام به په دې هېواد کې د فوټبال لوبه لا غښتلې کړي او دې لوبې ته به نجونې او هلکان لا وهڅوي.
په دې تړاو په خپرو شویو رپوټونو کې ویل شوي دي چې النصر لوبډله به هر کال تر ۲۱۴ میلیونه ډالرو زیاتې پیسې رونالډو ته ورکوي.
تر دې وړاندې په فوټبال کې له بل هېڅ لوبغاړي سره په دومره پیسو قرارداد نه و شوی. Читать дальше...
سمنټا په یو بیان کې چې نن خپور شوی ویلي دي دا تر ټولو ستر بشري ناورین دی چې د افغانستان له سختو ننګونو سره د مبارزې په برخه کې د نیمايي وګړو ونډه لهمنځه یوړل شي. نوموړې د طالبانو دا پرېکړه غندلې، خطرناکه يې بللې او د فسخه کېدو غوښتنه يې کړې ده.
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د راکټي حملو له کبله د اوکراین زاپوریژیا اټومي تاسیساتو ته د برښنا غځېدلی حمایوي مزی پرې شوی دی.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافايل ماریانو ګروسي وايي، د اوکراین د زاپوریژیا اټومۍ بټۍ د برښنا مزی د راکټي حملو له کبله پرې شوی دی.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر ویلي، د زاپوریژیا اټومي بټۍ چې په اروپا کې تر ټولو لویه بټۍ ګڼل کېږي شپږ واړه ري اکټورونه فعالیت نه لري.
د هغه په خبره د دغې اټومۍ بټۍ د ري اکټورونو د سړولو د ماشینونو او نورو ضروري چارو لپاره... Читать дальше...
د کراچۍ پولیسو ویلي چې د ډېسېمبر پر ۲۹مه او ۳۰مه د ښار له مختلفو سیمو نه نور ۸۰ افغان کډوال په دې تور نیول شوي چې قانوني اسناد نه لري.
د فرانس په یو کلي کې یوې مېرمن غوایې ساتلی چې د اس په څیر پرې سپرلي کوي او د اسونو لپاره ځانګړیو سیالیو روزنه یې هم ورکړې ده. دغه مېرمن وايي دا غوایې له اسونو سره یو ځای ساتي نو ځکه یې له اسونو ډیر خویونه زده کړي دي. د غوایي نوم اسټن دی چې له عامو غوایانو ډیر لوی او اوچت دی. خلک چې پر غوايي دغه مېرمن په ګرځېدو وویني نو ویډیوګانې ترې جوړوي.
په دې اړه د منور شاه ويډيو راپور وګورئ.
د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې یا 'یو ایس آی ډي' مشره سمنټا پاور وايي، په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه د طالبانو له پرېکړې وروسته اوسمهال په افغانستان کې ۱۱.۶ میلیونه مېرمنې او نجونې حیاتي بشري مرستې نهشي ترلاسه کولای.
په ملي او نړیوالو نا دولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز په اړه د طالبانو په پرېکړه د اندېښنو دوام.
د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې مشره سمنټا پاور وايي، د طالبانو له دې پرېکړې وروسته اوسمهال په افغانستان کې ۱۱.۶ میلیونه مېرمنې... Читать дальше...
په ارزګان ولایت کې د یو زیات شمېر کورنیو دوستي هغه مهال په دښمني بدله شوې کله چې د نجلۍ پلار خپل زوم ته په واده کې موټر اویا هم موټرسایکل نه وي ورکړی.
په دغه ولایت کې دا یو دود چې د نجلۍ کورنۍ باید په واده کې د زوم کورنۍ ته موټر او یاهم موټرسایکل ورکړي.
د ارزګان اوسېدونکي دا دودونه د ټولنې او خلګو په زیان بولي او د مخنیوي غوښتنه يې کوي.
شریف الله شرافت یې په اړه نور جزییات ورکوي:
د نجونو پر زده کړو او په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار له بندیزونو لګولو وروسته په بېلابېلو بڼو اعتراضونه وشول.
په دې ویډیو کې چې ازادي راډیو ته رسېدلې یوې مېرمنې خپل تحصیلي اسناد خپل مخ ته ایښي او اوښکې ورته تویوي.
د قرهقل له پوستکي تولید شوي لاسي صنایع یو وخت د افغانستان له مشهورو صادراتو څخه و.
د قرهقل بازار اوس سوړ او پیکه دی.
د کابل ښار یو تجربه لرونکی صنعتکار په دې اړه نور معلومات ورکوي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د دغه هېواد تازه اعلان سخت اندېښمن کړي او حیران دی چېرې لاړ شي.
په پاکستان کې دېره افغان کډوال وايي، خپل برخلیک ته اندېښمن دي، ځکه تر دې وروسته د جریمې، نیول کېدو او لا نورو ځورونو له خطر سره مخامخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر ۱۴لکو ته رسېږي، خو ګومان کېږي په لسګونوزره نور له قانوني اسنادو پرته هلته ژوند کوي.
حسیب الله شپږمیاشتې مخکې له افغانستانه د پاکستان پنجاب ایالت ته کډه وکړه، خو د ویزې موده یې ختمه شوې ده. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د متخصصانو یوې ډلې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز غیرموجه وباله.
د ملګرو ملتونو د متخصصانو ډلې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز وغانده.
دغو متخصصانو په یوه مفصله اعلامیه کې چې پرون جمعه خپره شوه ویلي، په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز د فوري لیرې کېدو غوښتنه کوي.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د متخصصانو ډلې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار دغه بندیز د ښځو له حقونو سخته سرغړونه بللې او وايي دا به د حیاتي خدماتو... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو د پرمختیایي ادارې مشره سمنټا پاور وايي، په افغانستان کې دا مهال ۱۱ میلیونه او ۶ لکه ښځې او نجونې حیاتي بشري مرستې نه شي ترلاسه کولای.
هغې د دې کار علت دا بللی، طالبانو په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.
سمنټا پاور د دې پرېکړې، چې هغې خطرناکه بللې ده، د فسخه کېدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د اقتصاد وزیر تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې تر بل امر پورې ښځې په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې کار نه شي کولای.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي، د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو وضعیت دردوونکی وباله.
ښاغلي کرزي پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې له دغو افغان بندیانو سره د پاکستان د حکومت کردار ناوړه او د ارزښتونو خلاف عمل دی.
هغه یو وار بیا د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره د بشري حقونو له نړیوالو موازینو او اصولو سره سم چلند وکړي.
د پاکستان د سند ایالت په ځانګړي ډول د کراچۍ په زندانونو کې د بندي شویو افغان کډوالو وضعیت ناوړه بلل شوی دی.
ویل... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Эксперт оценила развитие района Филевский парк
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Анализ российского рынка одноразовой биоразлагаемой посуды: итоги 2023 г., прогноз до 2027 г.
Путин в России и мире
Москва
Путин встретился с патриархом Кириллом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин назвал продуктивными переговоры с Лукашенко в Минске
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Мать рэпера Тимати призналась, что оказалась в больнице после занятий фитнесом
Москва
МЧС РФ: причиной пожара с 8 погибшими в Истре стала аварийная работа электросети
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net