سعودي عربستان په پاکستان کې خپلو اتباعو او د سفارت کارکوونکو ته امنیتي خبرداری ورکړی دی.
په اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفارت دوشنبه ماښام په دې اړه په خپل ټوېټر یو بیان خپور کړی.
په بیان کې د سفارت ټولو کارکوونکو او د سعودي عربستان اتباعو ته چې په پاکستان کې دي خبرداری ورکړل شوی چې د امنیتي وضعیت سختېدو ته پام دې له غیرضروري سفرونو بهر ته له تګ ډډه وکړي.
سفارت همدارنګه په اسلام اباد کې د سفارت او په کراچۍ کې د خپلې قونسلګرۍ عاجلې شمېرې هم شریکې کړي چې د ستونزو په وخت کې دې د عربستان اتباع خبر ورکړي.
داعش یا اسلامي دولت ډلې په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومندان د وژنې مسوولیت په غاړه واخیست.
دې ډلې دوشنبه ناوخته په خپله ویبپاڼه اعماق کې ادعا کړې چې د طالبانو امنیه قومندان او څو نور کسان یې ور وژلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تایید کړې چې په بدخشان کې د دوی امنیه قومندان په یوه موټر بم چاودنه کې چې په فیض اباد کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نږدې شوې وه وژل شوی.
ټکور زیاته کړې چې د امنيه قوماندان ترڅنګ د طالبانو دوه نور وسلهوال هم چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې لسګونه افغانانو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر مخ د لوړو زده کړو او کار دروازې پرانېزي.
دوی چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ له ځان سره لېږداوه، ویل چې د طالبانو وروستیو محدودیتونو د ولس او حکومت ترمنځ واټن زیات کړی دی.
د شا رسول اوریاخېل په نوم د دغه لاریون یوه تنظیمونکي ویلي: "په کابل کې مو له حاکمې ادارې څخه وغوښتل چې د نجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ، تعلیم رڼا ده، تعلیم د پرمختګ لاره ده. حاکمې ادارې باندې غږ کوو چې که تاسو... Читать дальше...
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم یو ځل بیا داسې څرګندونې کړي چې له پراخ غبرګون سره مخ شوي.
د ندیم څرګندونې تل پارونکې او له غبرګونونو سره مخ کېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې د ندا محمد ندیم یوه ویډیو خپره شوې چې په کې وايي، د خلکو پرمختګ، ابادي او تمدن د دوی لپاره لومړیتوب نهدی او که دا مسایل لومړیتوب وای، ولې دوی شل کاله جګړه وکړه.
هغه په دې ویډیو د ښځو د زدهکړو او لګول شویو بندیزونو په اړه وايي، که پر دوی اټومي وسله هم وکارول شي، دا بندیزونه به لېرې نهکړي.
ندامحمد ندیم پر... Читать дальше...
د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په پار د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کوربه هېواد او نیوزیلنډ ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پيل شوې ده چې پاکستان توپ وهنه کوي.
پاکستان پچه ګټلې او توپ وهنه کوي.
پاکستاني لوبډلمشر بابراعظم یو وار بیا سلیزه جوړه کړې ده او له پخواني لوبډلمشر سرفراز احمد سره یې ۱۹۶ منډې ملګرتیا وکړه.
د بابراعظم ریکارډ او لاسته راړونې
د یوه پاکستاني توپ وهونکي په توګه بابراعظم په ۲۰۲۲ کال کې تر دې دمه ۲۴۷۷ منډې جوړې کړې او تر ټولو پاکستاني توپ وهونکو مخکې شو.
دغه ریکارډ پخوا له محمدیوسف... Читать дальше...
د ښځینه محصلانو پر مخ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خوا د پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته، د فارسي ویونکو نړیوالې کنګرې د افغانستان په دننه او بهر کې د پوهنتونونو له ټولو استادانو غوښتي چې نجونو محصلانو ته د انلاين زده کړو له بهیر سره یوځای شي.
د ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو تر تړل کېدو وروسته، د فارسي ویونکو نړیوالې کنګرې د انلاین زده کړو پروسه پیله کړې.
ويل کېږي چې تر اوسه ۱۵۰ استادان د افغانستان د دننه او بهر له دې بهیر سره یوځای شوي دي.
په افغانستان کې د پوهنتون یو استاد چې... Читать дальше...
د میدان وردګ ولایت په عامې روغتیا ریاست کې یوې سرچینې خبر ورکړ چې تېره شپه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ په لوړې سیمې کې د یوې دیني مدرسې ۲۱ تنه زده کوونکي مسموم شوي دي.
د دغه ولایت د روغتیا ریاست یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل د مسمومیت لامل بخارۍ وه چې په دغې مدرسه کې ایښودل شوې وه.
د سرچینې په وینا ۱۰ تنه شدید مسموم شوي کسان یې د درملنې په موخه غزني ښار ته رسولي او نورو کسانو درملنه یې د پېښې په سیمه کې کړې ده.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه افغان یې د عراق له زندانه خلاص او وطن ته ستون کړی چې پر بایسکل حج ته د تګ پر مهال هلته زنداني شوی و.
رازمحمد د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او کیسه یې هغه مهال ټولنیزو رسنیو کې ډېره ښکته پورته شوه چې سږ کال له حج وړاندې یې پر بایسکل دغه سفر ته ملا وتړله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راز محمد یې چې عراق کې په اوږده حبس محکوم شوی و، اوس خپلې کورنۍ ته سپارلی.
خبرپاڼه کې له افغانانو غوښتنه شوې چې په ناقانونه او غیر مروجو لارو نورو هېوادونو ته د تګ هڅه ونه کړي.
تېره شپه د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکو د الله اکبر نارې په ويلو سره پر نجونو د لګول شويو بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
یو کس د لوګر ولايت اوسېدونکى دى.
هغه نه غواړي چې د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، وايي، تېره شپه د خپل کور بام ته پورته شو او په افغانستان کې يې له نجونو او ښځو د ملاتړ غږ پورته کړ.
دا کس ادعا کوي چې د طالبانو له خوا پر دوی ډزې وشوې.
هغه زیاته کړه: "موږ له بې سوادۍ او بدمرغۍ کرکه لرو. موږ غواړو چې سواد ولرو او زموږ نسل هم باسواد شي. Читать дальше...
ماشومان حق لري چې زده کړې وکړي.
په بېلابېلو هېوادونو کې دولتونه او کورنۍ ماشومانو ته د ښو زده کړو برابرولو هڅې کوي، خو په افغانستان کې څنګه؟
د ماشومانو د حقونو فعالان په دې نظر دي چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د زده کړو حق نقض شوی دی.
په دې اړه زمونږ همکار مرسلین ارسلا د ماشومانو د حقونو له یو فعال او په جمهوري نظام کې د ښوونیز نصاب د چمتو کولو کمېټې له غړي ډاکتر محب زغم سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي خپلو خلکو ته د روسیې لهخوا د نورو حملو خبرداری ورکړی دی.
زلنسکي پرون ماښام ولس ته په خپله ورځنۍ ویډیویي وینا کې ویلي، روسي پوځیان به د ۲۰۲۲ کال په پاتې څو ورځو کې نور بریدونه هم وکړي.
نوموړي زیاته کړې: "دښمن هڅه کوي چې دغه ورځې نورې هم پرې تیاره او سختې کړي."
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، روسیې ۲۰۲۲ کال کې هر څه له لاسه ورکړي، خو په خبره یې مسکو غواړي دغه زیانونه د تبلیغاتو له لارې بېرته جبران کړي.
روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو توغندیز او هوایي بریدونه ډېر کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ سرپرست رامیز الکبروف د طالبانو د اقتصاد وزیر سره کتلي او له هغه یې غوښتي چې په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز پرېکړه لغوه کړي.
یوناما نن په خپله ټویټرپاڼه لیکي، میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د خنډونو لېرې کول حیاتي دي.
طالبانو د شنبې په ورځ افغان نجونې او ښځې غیر دولتي موسسو سره له کار کولو منع کړې.
دې پرېکړې پراخ غبرګونونه را پورته کړي، هغه چې طالبان یې له امله خورا سخت غندل شوي دي.
انځورګر اقبال ترنک وايي، په خپله یوه هنري طرحه کې د مرمیو یوه څوکۍ جوړوي او دې طرحې ته یې "د مرمیو واکمني" نوم ورکړی.
ښاغلی ترنک وايي، د دې هنري طرحې د جوړولو خیال خپل یوه کلیوال ورکړ چې د دهشکې له مرمیو څخه یې لاس ګاډي (کراچۍ) ته لاستي جوړ کړي وو.
نوموړی وايي: "ما له ځان سره وویل چې زه هم له دې مرمیو د هنر په برخه کې یو څه جوړولای شم چې یو ښه مفهوم پهکې وړاندې کړم، کله چې کابل ته راغلم په دې اړه مې څېړنې پيل کړې."
اقبال ترنک وايي، "د مرمیو واکمني" طرحې د جوړولو لپاره د انسټالشن هنر څخه... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د ډېسېمبر پر ۲۵مه خبرداری ورکړ چې د طالبانو دا حکم به ویجاړونکې پایلې ولري.
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډویو ته وویل، چاودنه نن له غرمې مخکې په فیض اباد کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نژدې شوې ده.
ښاغلي ټکور زیاته کړې چې د امنيه قوماندان ترڅنګ د طالبانو دوه نور وسلهوال هم چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
ټکور زیاتوي، ماین په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی و، خو دا جزیات یې نهدي ورکړي چې دغه موټر د چا و؟ او ایا امنیه قومندان... Читать дальше...
په بولیویا کې د چولیتاس په نوم د ایمارا د سیمه ییزو میرمنو یوه ډله په خپلو دودیزو کالیو کې غرونو ته خیژي څو ثابته کړي چې دوی د ژوند په مزل کې له سړیو په یو حال هم وروسته نه دي. د اې ایف پي خبري اژانس ویډیو وګورئ چې شاهین بونېري جوړه کړې ده
ابزرور څېړنیز بنسټ وايي، افغانستان د خوړو او تغذیې په برخه کې د سویلي اسیا تر ټولو نا خوندي هېواد دی.
دې بنسټ چې مرکز یې په هندوستان کې دی نن په خپله تازه څېړنه کې ویلي، د دوی د څېړنې پایله ښيي چې د ۱۳۶ هېوادونو ترمنځ افغانستان د ۲۹،۹ نمرو په درلودو، په سویلي اسیا کې د خوړو او د تغذیي نه خوندیتوب له امله په لومړۍ درجه کې دی.
دې څېړنه کې هند، پاکستان، نیپال او سریلانکا نور هغه هېوادونه یاد شوي چې له افغانستان وروسته، د خوړو د نه خوندیتوب له لوړ ګواښ سره مخ دي.
ابزروز څېړنیز بنسټ وايي، دا وضعیت... Читать дальше...
"دا زما د درس ويلو پايله ده. هيڅ مې فکر نه کاوه چې د اسلام په نوم به يو څوک راځي او موږ به هېواد ته له خدمت کولو او کورنۍ ته له نفقې پيدا کولو منع کوي."
د ناروې د کډوالو شورا NRC د افغانستان څانګې رئیس نیل تورنر وايي د ښځینه کارکوونکو له کار پرته اغېزمن فعالیت نهشي کولای.
هغه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې، د طالبانو لهخوا د ښځینهو کارکوونکو د کار د بندیز په غبرګون یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي.
د ناروې د کډوالو شورا، د ماشومانو ساتنې ادارې او پاملرنې مؤسسې پرون په یوه ګډه اعلامیه کې د خپلو فعالیتونو د درولو خبر ورکړ.
د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان څانګې له رئیس نیل تورنر سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او... Читать дальше...
د روسي او اوکرایني رسنیو راپورونه وايي، نن سهار وختي د روسیې په اینګلس (Engels) نومي هوايي اډه کې چې د اوکراین د جګړې له لومړۍ کرښې څو سوه مایله فاصله لري، د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
په رسمي ډول د دې پېښې تأیید نهدی شوی او رویټرز خبري اژانس وايي، نهدی توانېدلی دغه راپور تایید کړي.
د اوکراین RBC خبري اژانس بیا وايي، دا دوې چاودنې وې.
د روسیې بیزا (Baza) خبري اژانس بیا د ځايي اوسېدونکو په حواله راپور ورکړی، چې د هوايي حملې د خطر زنګ غږول شوی او د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د مرګژوبلې او احتمالي مالي زیانونو په باب لا څه نهدي ویل شوي.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب پرون یکشنبه اووه کسان د وروستیو حکومت ضد اعتراضونو په تړاو نیول.
په خبر کې ویل شوي، په نیول شویو کسانو کې دوه تابعیت لرونکي کسان هم شامل دي.
د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې: "د وروستیو اعتراضونو اووه رهبران چې له برېتانیا سره تړاو لري، د سپاه پاسداران انقلاب د استخباراتي څانګې لهخوا نیول شوي، چې په هغوی کې دوه تابعیت لرونکي کسان هم شامل دي."
د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، دغو دوه تابعیت لرونکو کسانو هڅه کوله چې له ایران څخه ووځي.
برېتانوي چارواکي وايي، هڅه کوي د دې پېښې په اړه نور معلومات هم ترلاسه کړي. Читать дальше...
په هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي، د ماین چاودنې دوه ماشومان وژلي او یوه ښځه يې ټپي کړې ده.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي، په دې پېښه کې چې پرون یکشنبه د موسی کلا ولسوالۍ په دوآب کلي کې شوې، یو ماشوم هلک او یوه ماشومه نجلۍ وژل شوي او یوه ښځه ژوبله شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس د راپور لهمخې، چاودنه د هغه ماین وه، چې ماشومانو دباندې پیدا کړی او کور ته وړی و.
د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي. Читать дальше...
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت پرون خپلو کارکوونکو ته د پاکستان د پلازمېنې په یوه مشهور هوټل کې پر امریکایانو د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړ.
تر دې خبرتیا مخکې په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت کارکونکي د تېرې اوونۍ په پیل کې د اسلام اباد په څنډه کې له یوه ځانمرګي برید وروسته په لوړ خبرداری کې وو.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویلي، واشنګټن داسې معلومات ترلاسه کړي چې پر اساس یې نامعلومو کسانو د اسلام اباد په ماریوت هوټل کې پر امریکایانو د برید پلان درلود.
د دغه سفارت په وینا د دغه برید احتمال د نوي کال د رخصتیو پر مهال دی. Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د کرسمس په مناسبت وویل چې: "نن د نړۍ په میلیونونو خلکو یوه سړه، تیاره او بې رحمه ورځ راغلې."
ګراندي په خپل ټویټري پیغام کې د افغانستان یادونه کړې او ویلي یې دي چې، سږ کال کرسمس په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې اوکراینیان هم په بمبار شویو ښارونو کې کرسمس لمانځي او د ده په وینا په ټوله نړۍ کې میلیونونه خلک په جبري تبعید کې ژوند کوي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو... Читать дальше...
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کې د دغه هېواد نوي سفیر حسن کاظمي قمي د طالبانو له حکومتي چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې په افغانستان کې د زیربنایي او اقتصادي پروژو لکه د کانونو، انرژۍ او اورګاډي پټلۍ په برخه کې پانګونې ته چمتو دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپل ټویټر کې لیکلي چې، ښاغلي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په حضور کې وکتل.
ښاغلي تکل زیاته کړه چې د طالبانو... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Бизнес-омбудсмен Москвы оказывает поддержку НМСП
Путин в России и мире
Москва
ЯНДЕКС, АЛЕКСАНДР ПУШКИН, АНАТОЛИЙ ГОЛОД И "СВЯТОЙ ЛЕНИН" ВЕДУТ СЛЕДСТВИЕ ВЕКА! ВАЖНЫЕ СЕРЬЁЗНЫЕ ДАННЫЕ.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Моргенштерн
Шоумен Барецкий: у нас с Моргенштерном будет концерт 28 июня
Москва
Суды, наследство и дом в Истре. Как живут вдовы известных артистов
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net