د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې د وسلوالو ضد عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده. هلته تحریک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۹مه ویلي چې په مرکز کې یې زیاتره کسان ملګري دي او د وتلو محفوظه لاره غواړي. په همدې حال کې امنیتي ځواکونو د بنو چاوڼې ته پر تلونکو لارو سرتېري ځای پر ځای کړي دي. ویډیويي رپورټ.
د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې زرګونه کسان د فوټبال نړیوال جام د پایلوبې لیدو ته راټول شوي وو. دوی تمه درلوده چې هېواد به یې د درېیم ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام اتلولي ګټي، خو د لوبې په وروستیو شېبو کې لوبه د ارجنټاین په بریا پای ته ورسېده.
نور په دې ویډیو کې وګورئ:
نن د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ یې نن د ۲۰۲۲ کال د پولیو واکسین وروستی کمپاین پیل کړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین په ۲۴۲ ولسوالیو کې چې تر ډېره د پولیو له ګواښ سره مخ دي، پلی کېږي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا په وزارت کې د پولیو له منځه وړلو د بېړنیو عملیاتو ملي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن ازادي راډیو ته وویل: "د دې کمپاین هدف دا دی چې شاوخوا... Читать дальше...
د دې اوونۍ په روغتیا او درملنه خپرونه کې تر پینځه کلنۍ پورې د ماشومانو د بېلابېلو ناروغیو په اړه غږېدلي یو. په خپرونه کې اورئ چې موږ ماشومان څنګه له وایرسي او بیکټېریايي ناروغیو ساتلای شو او دا چې ناروغۍ د ماشومانو پر بدني او دماغي وده څه اغېز لري؟ په خپرونه کې د ماشومانو د خوړو په اړه هم مشورې درکوو. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د هوا په سړېدو سره د کابل ښار هوا هم ککړه شوې، خو د طالبانو حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره هېڅ پروګرام نه لري.
د پلازمېنې کابل اوسېدونکي وایي، سهار او مازدیګر مهال د ښار هوا ډېره ککړه وي، ځکه د دوی په خبره، ځینې ښاریان د کورونو د ګرمولو لپاره بې کیفیته سون توکي سوځوي.
د کابل ښار یوې اوسېدونکې فریدې ازادي راډیو ته وویل، د هوا ککړتیا کابل ښاریانو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا کړي.
هغه وايي: "کله چې هوا سړه شي نو په کابل ښار کې ژوند کول هم ستونزمن شي. مازدیګر... Читать дальше...
د یو شمېر خپرندویه ټولنو مسوولان وايي، په وروستیو کې ځینو کسانو په خپل سر د دوی کتابونه پي ډي ایف کړي او انلاین یې خپاره کړي چې دې کار د کتابونو پلور هم کم کړی دی.
کتاب خپرونکي او پلورونکي که څه هم وايي، چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او ورسره ګڼ لوستي افغانان له هېواده وتلي او د کتابونو پلور کم شوی، خو ترڅنګ یې دا ادعا هم کوي چې د ځینو کسانو لخوا په خپل سر د دوی د چاپ شویو کتابونو پي ډي ایف او انلاین خپرولو هم د دوی کاروبار ته تاوان رسولای.
د دانش خپرندویه... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د سالنګ تونل د پېښې له ځایه تراوسه د ۳۱ تنو مړي لېږدول شوي دي.
د دغه وزارت ویندوی ډاکتر شرافت زمان نن رسنیو ته ویلي چې له تونل څخه ټولټال ۳۷ ټپیان هم روغتونونو ته وړل شوي دي.
د یکشنبې په شپه په تونل کې د یوه تانکر د اوراخیستو په نتیجه کې لږترلږه ۳۰ موټرونه هم سوځېدلي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرتابه ټاکلو لپاره د ګوند مرکزي دوه ورځنۍ کنګره له نن څخه په کوټه کې پیل شوې ده.
د یاد ګوند مرکزي مرستیال مشر عبدالرحیم زیارتوال د دیسمبر پر ۱۹مه، مشال راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې یې تر دولس زرو برخه وال وربللي دي. "دا کار موږ د خپل ګوند د جوړښت، رغښت او پرمختګ پر بنیاد کوو، د انتخاباتو کمېشن په اړه موږ ته نه پخوانی مشکل وو او نه اوس شته."
دا غونډه به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر په ګډون د ګوند ټولې مرکزي ادارې ټاکي. د بېلابېلو څانګو نوي مشران به د دې کنګرې پر دويمه ورځ (ديسمبر پر شلمه) اعلان شي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ نن وویل، په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر چې له خپلو مېنو بې ځایه شوي ۱۰۳ میلیون تنو تنو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ پر اساس، افغانستان په نړۍ کې یو له اوو هېوادونو څخه دی چې ډېر کډوال لري.
د دې کمېشنرۍ په وینا، په روان ۲۰۲۲ م کال په نړۍ کې څه باندې دیارلس نیم میلیون تنه بې ځایه شوي چې دا تر تېر کال په سلو کې ۱۵ ډېر دي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني ادعا کوي چې د دوی له واک ته رسېدو... Читать дальше...
د اوکراین چارواکي وایي چې روسیې نن پر پلازمېنه کییف او شاوخوا سیمو یې تازه بمباري کړې ده.
اوکرایني چارواکي وایي، روسي پوځیانو له ایرانۍ کمیکازه الوتکو په استفادې نن سهار وختي پر کییف او شاوخوا سیمو یې بمباري کړې ده.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، لومړني معلومات یې ښيي چې دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا نننیو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کامیکازه یا بې پیلوټه ځانمرګې الوتکې کارېدلي دي چې هدف یې د برښنا او نورو بنسټیزو پروژو تاسیسات وو.
دوی وایي، د هوایي... Читать дальше...
د ابن سینا به زر بستریز روغتون کې سلګونه معتادین تر درملنې لاندې دي.
دغه معتادین هر یو د ژوند جلاجلا کیسې لري. په دې راپور کې له هغه ښوونکي سره اشنا کېږئ چې کلونه په نشه يي توکو اخته و.
فقر او ناچارۍ د ارزګان لسګونه اوسېدونکي اړ کړي څو د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه ترینکوټ ته راشي.
خو یو شمېر دغه اړمن کسان شکایت کوي چې د مرستو وېش عادلانه نه دی.
نور په راپور کې:
د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې د بلوچستان چاغي سیمې رېکوډېک نومې د سرو زرو او مسو د کان تړون د کاناډا له بیرک ګولډ کمپنۍ سره لاس لیک کړی چې له قامي اسمبلۍ د نوې قانوني مسودې تر منظورۍ وروسته به یې د ټیکسونو اړوند اختیار د بلوچستان پر ځای له وفاقي حکومت سره وي.
د افغانستان له ازادو رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټ یا نۍ د کندهار له سیمهییزو چارواکو غواړي چې د خبریال نصیر میرزايي د وژنې په اړه څېړنې وکړي او پایلې یې بې له ځنډه خلکو سره شریکې کړي.
نصیر میرزايي پرون ځانوژنه کړې ده.
د نۍ مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "ویل کېږي چې د ښاغلي میرزايي مرګ د تفنګچې په وسیله تایید شوی دی. تر اوسه یې د مرګ اصلي لاملونه معلوم نهدی، خو ځايي چارواکو بیا له وړاندې ویلي چې هغه د کورنیو ستونزو او اقتصادي مشکلاتو له امله ځان وژنه کړې."
د کندهار د والي ویاند... Читать дальше...
د فوټبال لسګونه مینه والو د فوټبال د پخواني نومیالي لوبغاړي دییېګو مرادونا کور مخې ته خوشالۍ وکړې. نوموړي په ۱۹۸۶ز کال کې د خپل هېواد لپاره نړیوال جام ګټلی وو او په ۲۰۲۰ز کال کې ومړ.
په چمن کې پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د پاکستاني دیني عالمانو یو څلور کسیز پلاوی به کابل او کندهار ته سفر او د طالبانو د دفاع وزارت له چارواکو سره به خبرې وکړي.
د ټایمز ورځپاڼې نن سهار لیکلي، د دې سفر اصلي هدف په ډیورنډ کرښه په ځانګړي ډول په سپین بولدک ــــــ چمن دروازه کې د راپورته شویو وروستیو جنجالو په اړه خبرې اترې دي.
د مشال راډیو خبریال طاهرخان وايي، تمه ده، چې دا پلاوی نن کندهار ته ولاړ شي.
نوموړی وايي: "په سپین بولدک ــــــ چمن کې چې کوم وروستی حالت و او دواړو خواو ترمنځ ډزې شوې... Читать дальше...
جنرال کورېلا د ډېسمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد د پاکستان انګرېزۍ ژبې اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، امريکا او پاکستان خپلو متقابلو ګټو ته په پام، په ترهګرۍ ضد مبارزه او د پولو د امنیت ساتلو په چارو کې يو بل ته د همکارۍ لاس ورکولو ته ژمن دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دریو کلونو کې بیلاروس ته په خپل لومړي سفر کې له خپل متحد الکساندر لوکاشینکو سره وګوري.
پوتین، چې په ۲۰۲۰ کې د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له پیل راهیسې له روسیې څخه ډېر کم وتلی، د دوشنبې په ورځ د بیلاروس پلازمېنې مینسک ته ځي.
د لوکاشینکو دفتر ویلي چې هغه او پوتین به د خپلو وزیرانو په حضور کې خبرې وکړي.
ځینې شنونکي او پوځي چارواکي وايي پوتین ښايي هڅه وکړي چې لوکاشینکو قانع کړي څو پر اوکراین د ګډ برید لپاره د روسي ځواکونو ترڅنګ د بیلاروس پوځیان ځای پر ځای کړي.
د متحده عربي اماراتو په مصروف ښار دوبۍ کې د هغو خلکو ژوند تر ډېره اسانه شوی چې په کور کې سپي يا پيشوګانې ساتي او له ځان سره په وړلو کې ستونزي لري. د دې ستونزې د حل لپاره يوې ښځې ټېکسي سروس پيل کړی دی. د رویټرز اژانس ويډيويي راپور.
د تحریک طالبان پاکستان وسله والو په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو له مرکزه، "خپل ۲۵ ملګري خوشې کړي"
په بنو کې د ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) او یوه پوځي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د ازادې اروپا مشال راډيو ته وويل چې د تحریک طالبان پاکستان بندیانو له پولیسو ټوپک په زور اخیستلی او خپل ملګري یې له بنده خوشې کړي.
دغو وسلهوالو اته پولیس هم یرغمل نیولي و.
له دغو وسلهوالو سره وروسته په نښتو کې دری سرتیري ټپیان شوي هم دي.
د پاکستان حکومت تحريک طالبان پاکستان وسلهوالې ډلې سره د تېرې مې میاشتې په اخره کې د نامعلومې مودې لپاره اوربند کړی وو. Читать дальше...
د عامې روغتيا ځايي مسؤلينو ويلي دي، پېښه د دغه ولايت مرکز اړوند تورو تيږو سيمه کې نن سهار ۴ بجې له سړک څخه د ۵۸۰ ډوله موټر د اوښتو پر مهال رامنځته شوې چې د ۲ ښځو په ګډون ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.
د ميدان وردګ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ځيرګ زرک ازادي راډيو ته وويل، د پېښې ټپيان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
نوموړی وايي، یاد موټر له هلمند څخه کابل ته روان و چې په لاره کې د بي احتياطۍ له امله چپه شوی دی.
راپورنه ښېي چې د میدان وردګ ولایت اړوند د کابل - کندهار پر لویه... Читать дальше...
د قطر په لوسیل لوبغالي کې د ډسمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه ارجنټاین د فوټبال په نړیوال جام کې فرانسې ته د پنالټي شوټونو په مرحله کې ۴ـ۲ ماتې ورکړه او ۳۶ کاله وروسته یې د درېیم ځل لپاره نړیواله اتلولي وګټله.
په دې سیاليو کې یو شمېر لوبغاړو ته ځینې مهمې جایزې ورکړل شوې.
په دې سیالیو کې د تر ټولو ځوان لوبغاړي جایزه د ارجنټاین اېنزو فرنانډيز ته ورکړل شوه هغه اوس مهال ۲۱ کاله عمر لري.
د غوره ګول ساتونکي جایزه هم د ارجنټاین لوبغاړي ایمالیانومیرنانډيز ته ورکړل شوه.
هغه په پایلوبه کې د پینالټي شوټونو پر مهال د فرانسې د یوه شوټ دفاع هم وکړه. Читать дальше...
چارواکي وايي، د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو پرون یکشنبه په اوکراین کې د روسیې پوځي سنګرونه وکتل.
د روسیې دفاع وزارت پرون په ټلګرام کې ولیکل، چې د روسیې د وسلهوالو ځواکونو مشر د جګړې لومړۍ کرښې په هغه ساحه کې د روسیې پوځي قطعې وکتلې، چې ځانګړي پوځي عملیات پهکې روان دي.
د جرمني خبري اژانس لهمخې روسیه په اوکراین کې روانې جګړې ته د ځانګړو پوځي عملیاتو اصطلاح کاروي.
د روسیې دفاع وزارت وايي، شویګو د قوماندانانو راپورونه واورېدل او له عادي عسکرو سره یې هم خبرې وکړې.
پر اوکراین د روسیې یرغل د فبروري... Читать дальше...
د عراق په شمال کې پرون یکشنبه د تاوتریخوالي په پېښه کې ۸ عراقي پولیس او د اسلامي دولت ډلې یو غړی ووژل شول.
سرچینو د جرمني خبري اژانس ته ویلي په کرکوک ولایت کې چې په تېلو غني دی، لومړی د پولیسو موټر پر یوه منفجره وسیله وربرابر شو، چې وروسته د پولیسو او د اسلامي دولت ډلې د وسلهوالو ترمنځ وسلهواله نښته وشوه.
امنیتي ځواکونو ویلي، چې په نورو وسلهوالو پسې پلټنه روانه ده.
عراقي چارواکو د چاودنې خبر تایید کړی او یې یو تروریستي او بزدلانه عمل بللی دی.
د عراق د پوځ یوه قوماندان، تورن جنرال یحیی... Читать дальше...
د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز (AFJC) په کندهار کې د یوه پخواني محلي خبریال د ځانوژنې د پېښې په اړه خپګان وښود.
دغې ادارې په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، پخواني خبریال نصیر میرزايي چې له «زما» او «نړۍ» راډیوګانو سره د ویاند په توګه کار کړی و، پرون یکشنبه ځانوژنه کړې ده.
که څه هم د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز وايي د دې پېښې علت معلوم نهدی، خو ځینو سرچینو ویلي، چې دغه پخواني خبریال په وروستیو کې له اقتصادي ستونزو شکایتونه کول.
Спорт в России и мире
Москва
Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Кирилл Скачков
Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Бизнес-омбудсмен Москвы оказывает поддержку НМСП
Путин в России и мире
Москва
СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Во Владимирской области готовы к ликвидации оспы овец и коз
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net