Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

کابل ته د پاکستان د ديني عالمانو د پلاوي سفر؛ پر کومو مسايلو خبرې کوي؟

0
په چمن کې پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د پاکستاني دیني عالمانو یو څلور کسیز پلاوی به کابل او کندهار ته سفر او د طالبانو د دفاع وزارت له چارواکو سره به خبرې وکړي.


د ټایمز ورځپاڼې نن سهار لیکلي، د دې سفر اصلي هدف په ډیورنډ کرښه په ځانګړي ډول په سپین بولدک ــــــ چمن دروازه کې د راپورته شویو وروستیو جنجالو په اړه خبرې اترې دي.


د مشال راډیو خبریال طاهرخان وايي، تمه ده، چې دا پلاوی نن کندهار ته ولاړ شي.




نوموړی وايي: "په سپین بولدک ــــــ چمن کې چې کوم وروستی حالت و او دواړو خواو ترمنځ ډزې شوې وې، تلفات په کې اوښتي و او تاوتریخوالی شوی و، نو فکر دا و چې څه ډول دا ترینګلی حالت پای ته ورسېږي او د تګ راتګ دا لار پرانستلي پاتې شي. نو دا فکر و چې دیني عالمان دې لاړ شي او هڅه دې وکړي چې کندهار دې دیني عالمانو سره هم وګوري."


له طالبانو مو د پاکستاني پلاوي د تګ په اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب را نه‌کړ، وړاندې بیا دوی د خبرو له لارې د ستونزو په حل ټینګار کړی دی.


واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، طالب ځواکونه او پاکستاني عسکر څو ځل په چمن دروازه او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ځینو نورو سیمو کې سره جګړه وکړه چې دواړو لوریو ته یې مرګ‌ژوبله هم واړوله.




د دې مرګ‌ژوبلې لوړ شمېر په سپین بولدک ــــــ چمن کې و.


پاکستاني چارواکي وايي، د ډسمبر له ۱۱مې تر ۱۵مې د طالب ځواکونو په بریدونو کې ۹ تنه وژل شوي او ۴۵ ټپیان شوي دي.


طالبانو هم ویلي، د پاکستاني عسکرو په بریدونو کې د دوی یو عسکر وژل شوی او د ۳ ملکیانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.




په ښکاره د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا یوازې د ډیورنډ په کرښې پورې محدوده نه‌ده، بلکې د پاکستاني حکومت له‌خوا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او زندان ته یې اچول بله ستونزه ده چې طالبان یې مجبور کړي، له پاکستاني لوري سره پرې خبرې وکړي.


پرون ناوخته په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت سفارت په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، په دې اړه یې د پاکستان د بهرنیو چارو او کډوالو چارو وزارت سره خبرې کړي.


سرچینه زیاتوي، پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې په را روانو ۳ اوونیو کې به د افغان کډوالو او مسافرینو د نیول کېدو په اړه شته ستونزې هوارې شي او په پاکستاني زندانونو کې بندي افغان ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان ژر تر ژره خوشي شي.




په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت زیاتوي، وروستیو کې د پاکستان په زندانونو کې ۲۰۰۰ تنه افغانان بندیان شوي چې له دوی یې ۵۰۰ تنه د دوی په هڅو له بنده ازاد شوي دي.




افغانانو د ویزو په برخه کې د پاکستان خورا سخته پالیسي د دې لامل شوې چې ډېری افغانان له غیرقانوني لارو دې هېواد ته ولاړ شي.


تازه د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال شاهد حسین ویلي، د پاکستان دا کړنه د دې لامل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زیان وویني.


هغه له پاکستاني حکومت غوښتنه کړې چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي.


د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رسمي شمېرو له‌مخې، له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، له ۲،۶ میلیارده ډالرو یوازې ۶ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net