هغه هنرمندان او سندرغاړي چې په افغانستان کې پاتې ادعا کوي چې طالبانو ګواښلي او ویلي دي ورته چې نور دې د خوښیو پروګرامونو ته سندرو ویلو لپاره نه ځي.
دوی ادعا کوي چې د طالبانو له خوا پر فعالیتونو یې محدویتونه وضع شوي دي.
طالبان په ټول افغانستان کې موسیقي منع اعلان کړې ده.
طالبانو په خپله لومړۍ دوره کې هم په موسیقۍ بندیز لګولی و اوس هم د دوی تر واکمنۍ لاندې په ملي تلوېزیون کې موسیقي نه خپرېږي.
سره له دې چې طالبانو په ودونو کې د موسیقي د بندېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځينې سندرغاړي ادعا کوي... Читать дальше...
د پښتو ژبې نومیالی سندرغاړی هارون باچا وايي، د پښتو د اوسني نسل زیاترو سندرغاړو د قمرګلې له سندرو الهام اخیستی دی. د ده په وینا د قمرګلې سندرې به کله هم زړې او له خلکو هېرې نه شي. قمر ګله چې يوه نوموتې افغان سندرغاړې وه، تېره ورځ په کاناډا کې د اويا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونه کسان د نوي میلادي کال په دُرشل کې د کرسمس ونې اخلي.
د یوه کلتوري او مذهبي دود په توګه په اروپا، امریکا او د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې میلیونونه کسان د کرسمس په دُرشل کې د خپلو کورونو لپاره وړې ونې اخلي او ډیزانوي یې.
لومړی د بالتیک سمندرګي په غاړه پرتو هېوادونو لکه ایستونیا او لاتویا د کرسمس د ونو د لګولو او کارولو دود پيل کړ وروسته بیا په نورو اروپايي هېوادونو کې هم خلک د دې ونو د اخیستلو او ډیزاین لېواله شول.
د کرسمس ونې اروپایان او نور خلک د حضرت عیسی د میلاد... Читать дальше...
د هندوستان او بنګله دېش ترمنځ د درې یو ورځنیو سياليو په وروستۍ لوبه کې د ایشان کیشان د غبرګې سلیزې پر مټ هند لوی بری ترلاسه کړ.
هندوستان په دې لوبه کې د ټپ له امله لوبډلمشر روحیت شرما له ځانه سره نه درلود او د لوبډلمشرۍ چارې کیل راهول پر مخ وړلې.
هند لومړۍ توپ وهنه وکړه چې دا ځل یې توپ وهونکو د تېرو دوو لوبو برخلاف بریدیزه لوبه ترسره کړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې ۸ لوبغاړي وسوځېدل او ۴۰۹ منډې یې وکړې.
د هندوستان لپاره تازه دمي پیلیز لوبغاړي ایشان کیشان تاریخ جوړ کړ او د څلورم هندوستاني... Читать дальше...
یو شمېر رضاکاره ځوانانو 'د سکروټو په ورکولو ځان ته ارامښت او بې وزلو ته تودوخه وبخښئ' په نوم یو تازه کمپاین پیل کړی.
د شپږو ماشومانو مور ناهید د خپل کور د ګرمولو لپاره د د ډبرو سکرو د اخیستلو لپاره د دغو رضاکاره ځوانانو دفتر ته ورغلې.
هغه وايي، خاوند يې له دوو کلونو راهيسې ورک دى او هېڅ مالي ملاتړی نه لري.
ناهيد شکایت کوي چې دې او نورو اړمنو کورنيو سره مرسته نه ده شوې.
هغې زیاته کړه: "زما ماشومان د ډوډۍ د نه لرلو له امله مري، هېڅ هم نه لرو. مېړه مې له دوو کلونو راهيسې ورک دى. دولت داران باید... Читать дальше...
د افغانستان مشهوره پښتنه سندرغاړې قمرګله د ډسمبر په ۹مه د کاناډا په ټورنټو ښار کې مړه شوه.
د هغې زوی ایمل زاخېل ازادي راډیو ته وویل چې مور یې د سرطان ناروغي درلوده او په وروستیو کې یې روغتیايي حالت ښه نه و.
مېرمن قمرګل د افغانستان پېژندل شوې سندرغاړې وه چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي.
خاطر پردېس په دې راپور کې د هغې ژوند ته کتنه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
په تڼیو کې د ډېسېمبر پر نهمه جوړه شوې دې ورزشي میله کې د ځوانانو لخوا د نیزه وهنې، خوسۍ، چارمغز ګټلو، تېږه اچونې، کبړي، موټرسایکل ځغلونې او د اوسني عصر یو شمېر رزمي لوبې ترسره شوې.
په افغانستان کې له څه باندې يو کال راهیسې د نجونو تر شپږم ټولګي ښوونځي تړل شوي خو د هغه هېواد د نورو برخو په څېر په کابل کې هم د ډېسېمبر پر څلورمه يوشمېر نجونو له ۱۲م ټولګي څخه د فراغت په ازموينه کې برخه واخیسته. ځينو نجونو ويل چې ازموينه ځکه ورته ګرانه وه چې لومړی يې د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله درسونه اغېزمن شول او بيا د ۲۰۲۱ز کال له اګست مياشتې راهيسې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې ښوونځي تړل شوي دي. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د سعودي عربستان او چین مشرانو ویلي باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا د ترهګرو په امن ځاله وانه وړي.
د خلیج د همکاریو شورا د سرمشریزې په اعلامیه کې د افغانستان د اړوندو مسایلو له هغې ډلې امنیت او ثبات او بشري حقونو باندې یادونه شوې.
دا سرمشریزه پرون په ریاض کې ترسره شوه.
د خلیج د همکاریو د شورا د غړو هېوادونو سربېره د چین ولسمشر شي جین پنګ هم په کې ګډون کړی و.
د شورا مشرانو د انرژۍ، اقتصاد، د همکاریو د پراختیا سربېره د سیمې او ترهګرۍ اړوند ځینې مساییل یاد کړل چې افغانستان یې یوه مهمه برخه جوړوله. Читать дальше...
نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځ ده او په دې تړاو په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې درناوی وکړي.
یوناما په یوه ټوېټ کې ویلي دا هغه مهم سند دی چې د بشر اساسي حقونه او ازادۍ ټاکي او افغانستان هم لاسلیک کړی چې باید درناوی یې وکړي.
سږکال د بشري حقونو نړیواله ورځ د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له ۷۵ کلیزې سره برابره ده.
یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو بشري حقونو ته د درناوي... Читать дальше...
سپینې ماڼۍ پر روسیې تور لګولی چې ایران ته یې د هوایي مدافعې د سیسټمونو، هلیکپوپټرو او د جنګي جت الوتکو په ګډون د پرمختللو وسلو مرسته ورکړې ده.
دا د روسیې او ایران ترمنځ د پراخېدونکې همکارۍ یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې تهران مسکو ته د اوکراین د جګړې لپاره ډرونونه ورکوي.
روسیې د اوکراین پرښارونو په هوایي حملو کې له دغو ډرونونو کار اخیستی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي بېګا په یوه خبري غونډه کې د امریکا د استخباراتو ارزونې ته اشاره وکړه چې وایي په بېساري کچه پوځي او تخنیکي... Читать дальше...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه وویل، د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د صادرولو په اړه به سبا یکشنبه د روسیې او اوکراین له مشرانو سره خبرې وکړي.
په دې اړه د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړتوب موافقه شوې وه او وروسته له دې چې په نومبر کې یې موده پوره شوه، د نورو څلورو میاشتو لپاره تمدید شوه.
اوکراین او روسیې په بېلابېلو دلایلو د دې موافقې د بشپړه نه اجرا کېدو له کبله شکایتونه کړي دي.
د موافقې له مخې، د اوکراین پر غلو بار بېړۍ به په تور سمندرګي کې له ټاکل شویو... Читать дальше...
نوموړې د خپل هنري ژوند په دې اوږد سفر کې د محمد ظاهرشاه، سردار داود خان، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله د حکومتونو پر مهال د سندرو ویلو له امله بېلا بېل مډالونه ترلاسه کړي وو.
د ځونیخېلو د تاڼې یوه چارواکي د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د اېف سي سرتېری رحمان زمان په چوټیو (رخصتیو) کور ته تللی وو. ده د موضوع حساسیت له وجې له نوم ښوولو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې وسلوالو د زمان سر د ځونيخېلو په بچکي سیمه کې له یوې ونې وځړاوه.
د بشري حقونو د نړیوالې ورځې سره سم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولي وايي، د افغانانو بنسټیز بشري حقونو او ازادۍ زیان لیدلی.
د ډسمبر لسمه، د بشري حقونو نړیواله ورځ او د افغانانو د بشري حقونو د نه خوندیتوب له امله؛ له طالبانو د نړیوالو غوښتنې!
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي ماموریت وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو اوسنی ناوړه وضعیت، اقتصادي او بشري ناورین ته لار پرانېزي.
یوناما نن د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، اوسمهال د افغانانو... Читать дальше...
د افغانستان په پخواني حکومت کې کارکونکې ښځې وایي د طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته بې روزګاره شوې دي. په دغو کې د پخواني پوځ ښځینه کارکونکې وایي هیڅوک ورته کار نه ورکوي او د سختو مالي مسلو سره مخ شوې دي.
په دې اړه نور تفصیل د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي راپور کې وګورئ.
افغانستان کرکټ بورډ ادارې یو وار بیا د نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه تر نولسو کلنو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د جوړښت په پار د ازموینو اخیستلو نېټې اعلان کړي دي.
کرکټ بورډ د دې ازموینو له مخې تر دې دمه د بندامیر، امو او بوست لوبډلو له لوبغاړو ازموينې اخیستې دي او د پلان له مخې به د ډسمبر میاشتې په دولسمه او دیارلسمه نېټه له مس عینک او د همدې میاشتې په پینځلسمه او شپاړلسمه نېټه د سپین غر زون له لوبغاړو هم ازموينې واخلي.
کرکټ بورډ ویلي دي چې دا ځل یې د حقدارو لوبغاړو د غوره کولو او پروسې لا شفافیت... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر ماښام هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې هېوادونو ته له خنډ پرته بشري مرستو ته اجازه ورکوي.
د پرېکړه لیک په متن کې ویل شوي چې د بسپنې وېشلو، اقتصادي سرچینو یا د اړتیاوړ توکو او خدمتونو ته اجازه ورکول کېږي څو دا مسئله یقیني شي چې بشري مرستې په خپل وخت ورسېږي او دا له هغو شتمنیو څخه سرغړونه نه ده چې دې شورا کنګل کړي دي.
دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو د ادارو او همدارنګه د بشرپالنې په چاره کې ښکېلو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سازمانونو ته د اعتبار وړ دی. Читать дальше...
کندهار کې د پنبې د پروسس یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ، خو مسوولان او کارکوونکې یې د برښنا د کموالي شکایت کوي.
پر دې فابریکه شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې په اته ساعته کې به ۳۲ ټنه پنبه پروسس کړي.
په عین وخت کې د کندهار د صنعت او معادن خونه وايي، که منظمه برښنا ولري نو د تولیداتو کچه به لوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په کندهار کې له ۲۵۰ فابریکو څخه ۱۳۰ فابریکې د برښنا او نورو ستونزو له امله تړلي دي.
نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د بشري حقونو څار سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او په تېر یو کال کې د طالبانو جدي او له سپکاوي ډکو محدودیتونو له ځنډ پرته دوام کړی دی.
د ډسمبر ۱۰مه، د بشري حقونو نړیواله ورځ یو ځل بیا داسې مهال رارسېدلې چې د بشري حقونو سازمانونه او فعالان د طالبانو حکومت په افغانستان کې له بشري حقونو د جدي سرغړونې په دوام تورنوي.
د بشري حقونو څار سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او د طالبانو جدي او له سپکاوي ډک محدودیتونه له ځنډ پرته دوام لري.
د دغه سازمان... Читать дальше...
افغان کرکټ بورډ تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډله جوړوي.
په ۲۰۱۸ زېږدیز کال د مالیزیا په کولالمپور ښار کې په لومړي ځل تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډلې اتلولۍ خپله کړې وه او افغانستان د اسيا جام سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ د نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د جوړښت په پار د ازموینو اخستلو نېټې اعلان کړې.
د دې ازموینو له مخې تر دې دمه د بند امیر، امو او بوست لوبډلو له لوبغاړو ازموينې اخستې دي او د... Читать дальше...
په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیاليو د کوارټرفاینل په دوو لوبو کې کرویشیا برازیل ته ماتې ورکړه او ارجنټاین بیا هالنډ له نړیوال جام رخصت کړ.
د کرویشیا او برازیل لوبه تر پایه ۱ـ۱ مساوي مخ ته لاړه، چې په پینالټي شوټونو کې کرویشیا یو ځل بیا برلاسې شوه او دا ځل یې د ټورنمنټ تر ټولو مخکښه لوبډله برازیل ته ماتې ورکړه.
کرویشیا په پینالټي شوټونو کې څلور ګلونه ووهل او د برازیلي لوبغاړو یو مهم شوټ خطا لاړ او د کروشیا ګول کيپر یې یو شوټ له ګول څخه را وګرځاوه.
کرویشیا لومړۍ لوبډله شوه چې په قطر کې د ۲۰۲۲ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لار پيدا کوي. Читать дальше...
نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده.
د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر د دې ورځې په مناسبت د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د مجرمانو لپاره د اعدامونو حکمونه بند کړي.
ولکر ټرک پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د دې ډول حکمونو تطبیق د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې څخه چې افغانستان هم لاسلیک کړې ده، سرغړونه ده.
ټرک زیاتوي: "د طالبانو د سرپرست حکومت له مشرانو غواړم چې د راتلونکو اعدامونو په برخه کې قانوني مهلت په پام کې ونیسي او د اعدام حکم لغو کړي."
هغه په عام محضر کې د دُرو وهلو د بندېدو غوښتنه هم وکړه. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې شاوخوا ۲۵ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسولي دي.
اوچا پرون پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې د سږني کال په ترڅ کې یې د بشري مرستو د رسولو عملیات د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې ترسره کړي دي.
دې ادارې همداراز ویلي چې خیریه ټولنې له مرستندویو هېوادونو غواړي چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې وخت ته پام سره برابرې کړي.
د ملګرو ملتونو ځینو اړوندو ادارو او د ماشومانو د ملاتړ ټولنې اټکل کړی چې په راروان ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان... Читать дальше...
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سرچینو د کمښت له کبله به د ژمي په موسم کې له ترکمنستان څخه مایع ګاز د افغانستان له لارې وارد کړي.
د روسیې انټرفکس خبري آژانس پرون د ډسمبر په ۹مه نېټه راپور ورکړ چې د افغانستان د لاریو چلوونکي به د چمن له دروازې د تورغنډۍ تر سرحده تش ټانکرونه لېږدوي او بېرته به د ګاز ټانکرونه چمن ته رسوي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې هېواد ته د ګاز واردات به ډېر ژر پیل شي، خو په راپورونو کې ویل شوي چې په لنډ مهال او اوږدمهال کې د دې ستونزې د حل لپاره یوکال وخت ته اړتیا شته. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Российские компании придерживаются собственного подхода в ESG
Путин в России и мире
Москва
СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Евгений Маргулис
В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса
Москва
В Музее Победы в Москве наградили росгвардейцев – победителей «Диктанта Победы»
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net