د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان کوهلو ضلعې په کاهان کې یې ۵ امنيتي سرتيري وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای ايس پي ار) د دیسمبر په ۲۵مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې يو کيپټن او څلور سرتيري یې د ګزمې په وخت په ځمکه کې د ښخ شوي ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې د وژل شويو نومونه کيپټن فهد، لانس نايک امتياز، سپاهي اصغر، سپاهي مهران او سپاهي شمعون دي. د پوځ ترمخه دې ځواکونو په کاهان کې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د لټون عمليات کول چې برید پرې وشو.
په کاهان کې تر دې مخکې هم ورته بریدونه شويدي. Читать дальше...
د پاکستان په بلوچستان کې د یوه بمي برید په پایله کې پنځه پوځیان وژل شوي.
د پاکستان پوځ په یوه بیان کې تایید کړې چې د یکشنبې په ورځ د بلوچستان په کهان سیمه کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال د دوی پر پوځیانو د بم چاودنه شوې.
په بیان کې راغلي چې په وژل شویو کې یو افسر او پنځه سرتېري شامل دي.
په دې بمي برید سربېره لږ تر لږه دولس نور کسان هم په دوو جلا چاودنو کې ټپیان شوي هم دي.
ماښام مهال یوه بریدګر د لاسي بم په واسطه د کوېټې په سټلایټ ټاون کې د پولیسو په یوې پوستې برید کړی چې دری پولیس او پنځه ملکیان یې ټپیان کړي. Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له نارينه محرم بغیر ښځې له کوره له وتلو منع کړي دي. ورته اقدام په يمن کې حوثيیانو کړی دی. د ایران ملاتړ لرونکیو حوثي یاغیانو د ۲۰۱۵ م کال راهیسې د سر ښار صنعاء په شمول د یمن د زیاتره برخو کنټرلو ترلاسه کړی او د سعودي عرب ملاتړ لرونکي یمني حکومت سره په جګړه بوخت دي. حوثیانو تر اوسه په ښځو د محدودیتونو په اړه وضاحت نه دی کړی. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورت.
درېیو نړیوالو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه.
د ناروې د کډوالو شورا نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغې شورا، د ماشومانو د خوندیتوب سازمان یا سېف د چلډرن او د پاملرنې موسسې په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو حکومت د بندیز په ځواب کې په ټول افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډوي.
دغه شورا زیاتوي چې د خپلو ښځینه کارکوونکو له مرستې پرته نه شي کولای په ګټوره توګه هغو ماشومانو، ښځو او نارینه وو ته چې مرستو ته اړ دي، لاسرسی ولري.
د طالبانو حکومت د هغو ښځو او نجونو پر کار... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د حج او اوقاف وزارت هغو دیني مدرسو ته چې په جوماتو کې دي، د بالغو نجونو ورتګ منع کړ.
هویدا هغه نجلۍ ده چې د خپل کور څنګ ته یې په مدرسه کې دیني علوم لوستل.
هغه ۱۷ کلنه او د کابل اوسېدونکې ده.
هویدا وايي، په مدرسه کې یې قرآن کریم، څلوېښت حدیثونه، د اسلام مباني او تاریخ زده کول، خو اوس وايي، طالبانو پرون دا مدرسه د دې او نورو هغه نجونو پر مخ وتړله چې عمرونه یې تر ۱۰ کلونو پورته وو.
هغې زیاته کړه: "موږ پرون هم تر یوې بجې لاړو او په مدرسې کې مو درس وایه چې له اعلامیې او مکتوب وروسته... Читать дальше...
په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د حکومت د بندیز پرېکړې، دوی د خپل راتلونکې په اړه اندېښمنې کړې دي.
یوه ۲۶ کلنه مېرمن چې د دایکندي ولایت اوسېدونکې ده او د موضوع د حساسيت له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي وايي، د خپلې پنځه کسيزې کورنۍ يوازنۍ ډوډۍ ګټونکې وه.
د دې په وينا، په هغو ۲۰۰ ډالرو معاش چې د څېړنې او پراختیا ادارې "ډې ار او پي ایس" څخه یې ترلاسه کاوه، حد اقل د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کولې، خو په خبره یې اوس چې له دندې منع شوې هېڅ بل عاید نه لري.
دې مېرمن ازادي راډيو ته وويل... Читать дальше...
یو شمېر معترضې نحونې چې د طالبانو لهخوا د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې یې اعتراضونه کړي وايي، طالبانو وهلي ټکولي او ورسره یې خورا بد چلند کړی.
یو شمېر نجونې او ښځې چې د طالبانو د سخت دریځو پرېکړو په غبرګون یې غږ پورته کړی، د طالبانو لهخوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
یوه معترضه نجلۍ چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي نن یې ازادي راډیو ته وویل، د هرات د پرون ورځې لاریون کې یې ګډون کړی و، خو طالبانو ورسره تاوتریخوالی کړی.
هغې وویل: "لومړی... Читать дальше...
د ارزګان یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې د کوډګرو ملایانو د خلکو ترمنځ ژور اختلافات او شخړې رامنځته کړي دي.
دوی د دغو کوډګرو ملایانو د مخنیوي غوښتنه کوي.
هغوی وايي، کوډګرو د خلکو عقیدې هم خرابې کړي دي.
نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د طالبانو لخوا په کورنيو او نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار کولو له بندیز وروسته غبرګونونه مخ په ډېرېدو دي.
د طالبانو حکومت لخوا په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه د غبرګونو په دوام یو شمېر بنسټونو دا محدودیت د ښځو په وړتیاوو سخت ګوزار بللی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د طالبانو دا کار ناهیلی کوونکی بللی او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار محدودیت به ستونزې لا نورې هم ډېرې کړي.
د ملګرو ملتونو هغه اعلامیه... Читать дальше...
د بلوچستان په چمن کې د سرحدي ځواکونو يو سرتيری او د خیبر پښتونخوا په مردان کې يو نرښځی وژل شوی دی.
د بلوچستان چارواکي وايي د دیسمبر په ۲۴مه، په چمن ښار کې ناڅرګنده وسله والو د لیویز ځواک یو عسکر په ډزو وژلی دی. د چمن ضلعې مرستیال کمشنر عبدالحمید زهري د دیسمبر په ۲۵مه رسنيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې برید هغه مهال شوی چې د سرحدي ځواکونو سرتيري په ګزمه روان وو.
نوموړي دا د ترهګرۍ پېښه بللې ده. تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري نده منلې. په تېرو وختونو کې هم ورته بریدونه شوي دي... Читать дальше...
په افغانستان کې د ننه او بهر یو یوه ډله ښځو "ټول له یو بل سر لا پیاوړي" تر سرلیک لاندې، په افغانستان کې د ننه او بهر سیاسي مشرانو، نړیوالو سازمانونو او طالبانو ته، پرانیستي لیکونه استولي او په افغانستان کې یې د ښځو د ملاتړ او پاملرنې غوښتنه ترې کړې ده.
په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ټینګښت لپاره د اعتراضونو او عدالت غوښتنې په دوام، دا ځل په افغانستان کې دننه او بهر د ښځو یوې ډلې په ګډه "ټول له یو بل سره لا پیاوړي" تر سرلیک لاندې بېلابېلو ادرسونو ته د لیکونو په استولو سره د افغان ښځو د ملاتر او ستونزو د حل غوښتنه کړې ده. Читать дальше...
نړيوالو ادارو او هېوادونو په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې ژر دې دا بندیزو بېرته واخلي.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا ای ار سي د دیسمبر په ۲۴مه په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې له درې زره زیاتې ښځینه کارکوونکې لري چې په دې هېواد کې په بشري مرستولو رسولو کې یې ونډه ډېره مهمه ده. دې ادارې زیاته کړې چې د دې مېرمنو کار نه کول به د بشري مرستو په رسولو کې لويې ستونزې جوړې، خلک د ستونزو سره مخامخ او پخپله د دې کار کوونکو کورنيو ته اقتصادي مشکلات جوړ کړي.
د کوربه بنګله دېش او هندوستان ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ټېسټ سیاليو د اتلولۍ په موخه د دوو لوبو لوبلړۍ هند وګټله.
دغه لوبه ډسمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه پيل شوې وه چې لومړۍ توپ وهنه بنګله دېش کړې وه او ۲۲۷ منډې یې جوړې کړې وې.
هند یې په ځواب کې ۳۱۴ منډې وکړې. بنګله دېش په خپل دویم نوبت کې ۲۳۱ منډې وکړې او په دې سره یې هند ته د ۱۴۵ منډو هدف کېښود.
که څه هم د هند پیاوړو توپ وهونکو ته ورکړل شوی هدف ډېر کم و، خو د بنګله دېشي لوبغاړو هیلې هغه وخت را ژوندۍ شوې چې د لوبې د څلورمې ورځې تر پایه په ۴۰ منډو د هند ۴ لوبغاړي وسوځېدل. Читать дальше...
د طالبانو لهخوا په نادولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز له پرېکړې وروسته، له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو استازي نن د دې موضوع په اړه ګډه غونډه کوي.
په نادولتي موسسو کې د طالبانو لهخوا د نجونو او ښځو په کار بندیز، د هغو هېوادونو غوسه هم را پارولې چې افغانانو سره بشري مرستې کوي.
د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت پرون یوه مکتوب کې په نادولتي موسسو کې نجونې او ښځې له کار کولو منع کړې.
د فرانسې خبري اژانس د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د ویاند ټاپیوا ګومو له قوله... Читать дальше...
افغان زده کوونکو د دیسمبر په ۲۴مه په کوټه کې مظاهره کړې. دوی په افغانستان کې د ښځو پر لوړو زده کړو د طالبانو حکومت بندیز وغانده. دوی غوښتنه وکړه چې نړیوال دې طالبان مجبوره کړي چې د ښځو تعليم او کار ته اجازه ورکړي.
د روسیې په دودیز ملاتړي هېواد سربیا کې سلګونه کسانو په اوکراین کې د مسکو د جګړې په ضد اعتراض وکړ.
سلګونه لاریون کوونکو د روسیې په دودیز متحد هېواد سربیا کې د اوکراین دننه د مسکو د جګړې خلاف غږ پورته کړ.
لاریون کوونکو پرون شنبه په بنرونو کې چې له ځان سره ېې لیږدول ولادمیر پوتین ته په خطاب کې لیکلي وو: " له اوکراینه لاس واخله."
لاریون کوونکو د اوکراین د ازادۍ، د جګړې د پای ته رسېدو او یو شمېر نور شعارونه هم ورکول او ویل یې ۳۰۴ ورځې کیږی چې اوکراین کې خلک له مرګ او ویرې سره ژوند کوي.
اعتراض... Читать дальше...
د پاکستان سیند صوبې پولیسو په تېرو درو ورځو کې نیږدې ۲۰۰ نور افغان کډوال نیولي دي.
د کراچۍ ختیځې ضلعې د پولیسو مشر ساجد خان سدوزي د دیسمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د ښار په بېلا بېلو سیمو کې یې ۱۵۰ افغان کډوال نیولي دي. هغه ادعا وکړه چې نيول شويو کسانو سره د هستوګنې قانونياسناد نه وو.
بل پلو د کراچۍ د لویدیځې ضلعې د پولیسو مشر فېصل بشیر هم د دیسمبر پر ۲۴مه په يو بنان کې وويل چې په اورنګي ټاون، سایټ اېریا او حب سیمو کې یې ۴۰ هغه افغان وګړي نیولي دي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورسره نه وو. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي وايي، په نادولتي موسسو کې به د ښځو په کار بندیز د دې سازمانونو چارو ته خورا زیان ورسوي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټوني ګوټرېش وايي، داسې مهال چې افغانانو خورا ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، په افغانستان کې له نادولتي موسسو سره د نجونو او ښځو په کار بندیز به، په افغانانو د لا زیاتې سختۍ لامل شي.
د ملګرو ملتونو سازمان لهخوا خپره شوې خبرپاڼه کې د ګوټرېش له قوله، د طالبانو په دې پرېکړه خواشیني ښودل شوې او کار د ښځو حق ګڼل شوی دی.
هغه زیاته کړې: "دا پریکړه به د... Читать дальше...
د اوکراین هلکانو او نجونو یوې ډلې په بوداپېست کې د هنګري د پارلېمان مخې ته په دودیزو جامو کې د عیسویانو اختر یعنې کرسمس سندرې وړاندې کړې. دا هلکان او نجونه په اوکراین کې د جګړی له کبله کډوال دي او اوس د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې اوسي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
اروپايي ټولنې د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو تازه بندیز وغانده.
اروپايي ټولنه چې په افغانستان کې د مرستندویه موسسو یوه لویه تمویلونکې ده ویلي یې دي چې دا موضوع چې د ښځو پر کار کولو دغه بندیز به یې د مرستو پر بهیر څه اغېز ولري، ارزوي.
د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل په یوه ټویټ کې د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو وروستی بندیز په افغانستان کې له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو څخه د ښځو د ایستلو یوه خواشینونکې هڅه بللې ده.
د طالبانو د... Читать дальше...
ترکیې پرون شنبې دا ومنله چې په اوکراین کې د روسیې جګړه به سره له دې چې انقره د کییف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو د تنظیمولو لپاره هڅې کوي، په اسانۍ پای ته ونه رسېږي.
ترکیه چې د تور سمندرګي له دغو دواړو هېوادونو سره دوستانه اړیکې پالي، د یوه اوربند د رامنځته کېدو لپاره یې د یوه ناپیلي هېواد په توګه دریځ غوره کړی دی.
د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار په انقره کې د روان کال په وروستي خبري کنفرانس کې وویل، داسې ښکاري چې دغه جګړه به اسانه ختمه نه شي.
اکار زیاته کړه، دا به تېروتنه نه وي چې ووایي، زموږ... Читать дальше...
ایران ویلي له پوهنتونونو منع شویو افغان نجونو سره همکارۍ ته چمتو دی.
دا خبره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې پرون شوې.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال سیدرسول موسوي په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست ورغوښتی و او د نجونو د پوهنتونو د تړل کېدو په تړاو یې د ایران دریځ ورسره شریک کړ.
موسوي په خپل ټوېټر هم لیکلي چې هېواد یې چمتو دی افغان محصلو نجونو انلاین زده کړې ورکړي او تر څنګ یې د ایران له موجوده امکاناتو او پوهنتونو په استفادې ورته د درسونو زمینه برابره کړي. Читать дальше...
په کندهار کې د یوې ځوانې نجلۍ جسد موندل شوی چې د شکنجې اثار پرې لیدل شوي او زندۍ شوې ده .
یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شوې نجلۍ هویت نه دی معلوم او جسد یې د شنبې په ورځ د میوند ولسوالۍ د حوض مدد په دښته کې موندل شوی.
د پېښې په اړه زیات جزییات نه دي روښانه شوي.
لا تراوسه د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د پوهنې مدیر او د هغه ورور د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي.
په بادغیس کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الله متقي ازادي راډيو ته وویل، د قادس د پوهنې مدیر عبدالله عبیده پرون له خپل ورور سره د ولسوالۍ مرکز ته په لار وو چې د وسله وال برید هدف وګرځېدل او ووژل شول.
ده دا هم وويل چې بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي دي.
د متقي په وينا، د طالبانو امنيتي ځواکونه سيمې ته استول شوي او د دې پېښې د عاملينو د نيولو لپاره هـڅې پيل شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو او موسسو کې د طالبانو له خوا پر ښځو د کار کولو د بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې دغه اقدام به په افغانستان کې له میلیونونو کسانو سره د ژوند ژغورنې د مرستو بهیر ګډوډ کړي.
بلېنکین تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي ښځې په ټوله نړۍ کې د بشرپالنې په عملیاتو کې مرکزي رول لري او دغه پرېکړه به د افغانانانو لپاره ویجاړونکې وي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرین ډکر ویلي، له افغانستان... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Спортивные достижения Ставрополья представят на выставке «Россия» в Москве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Российские компании придерживаются собственного подхода в ESG
Путин в России и мире
Москва
Путин совершит на неделе региональную поездку и возложит цветы 22 июня
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко обратился к Рамафосе
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Трамп назвал Зеленского «величайшим торговцем» и пообещал разобраться с траншами Киеву
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Моргенштерн
Рэпер Моргенштерн заявил, что у него на счетах находится примерно 9 млн долларов
Москва
Рэп-исполнитель P. Diddy вернул ключ от Нью-Йорка мэрии после скандала из-за видео
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net