Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 21.12.2022

محصله هوا جبارخیل: فکر کوم د داسې یو جرم سزا راکول کیږي چې نه مې دی کړی

Pa.azadiradio.com 

یوشمېر محصلانې وایي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وروستۍ پریکړې ناهیلې کړي او بوږنولي دي. د طالبانو د حکومت لوړو زده کړو وزارت د سه شنبې په ماښام د یوه فرمان له مخې د نجونو پوهنتونونه تر دویم اعلان پورې وځنډول. د طالبانو دغې پریکړې په دننه او بهر کې غبرګونونه پارولي دي. فریدې سیال د ننګرهار پوهنتون له محصلې هوا جبارخیل سره په دې تړاو خبرې کړي.

بنو عملیات: له چاوڼۍ سره نېږدې پولیس پهره کوي او دوکانونه تړلي دي

Mashaalradio.com 

په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو تر ختمېدو وروسته پولیس سرتېري پر سړکونو پهره کوي او ځايي کاروباریان وايي چې له چاوڼۍ سره نېږدې دوکانونه تړلي دي. پوځ وايي، په مرکز کې یې ۲۵ وسلوال وژلي او اووه ورته تسلیم شوي دي. تحریک طالبان پاکستان وايي، شاوخوا ۲۰ امنیتي سرتېرو ته یې مرګژوبله اړولې. خو پوځ وايي، په عملیاتو کې درې سرتېري وژل شوي دي. ویډیويي رپورټ.

پر ښځینه افغان محصلانو د پوهنتونونو بندېدو د نړیوالو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لورې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د مخنیوي د پرېکړې په تړاو نړیوالو سخت غبرګون څرګند کړی دی. د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل، له زده کړو د نجونو محرومول د هغوی د حقونو نقضول دي او دا پرېکړه د افغانستان پر راتلونکې ډېره ناوړه اغېزه کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ بیا پر طالبانو غږ کړی چې خپله پرېکړه ژر تر ژره بدله کړي. د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین په یوه بیان کې وویل، له پوهنتونونو څخه د نجونو د مخنیوي پرېکړه به د طالبانو لپاره ناوړه پایلې ولري. Читать дальше...



ملګري ملتونه: د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي راپور ورکړی چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي. سپوږمۍ یو نیم کال کېږي چې پاکستان ته کډواله شوې. نوموړې وايي، امنيتي ننګونو کډوالۍ ته اړه کړې. سپوږمۍ په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې رسنیز فعالیتونه درلودل. نوموړې اوس د خپلې کډوالۍ او په پاکستان کې د سلګونو نورو افغانانو د کړاونو کیسه کوي. هغه وايي: "زه دلته له یو کال او شپږو میاشتو راهیسې ژوند کوم، په پاکستان کې مې ځکه کار نه شوای کولای چې افغانه یم او د دې ځای تابعیت نه لرم. Читать дальше...

هغه شېبه چې افغانستان کې ښځینه محصلانو اوښتې توې کړې

Pa.azadiradio.com 

په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې لیدل کېږي یو شمېر محصلانې له دې امله اوښکې تویوي چې خبرېږي پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري. دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وايي، دا د افغانستان له پوهنتونونو یو دی. ازادي راډیو دغه ویډیو رد یا تاییدولای نه شي.

د ښځینه محصلانو د پوهنتونونو بندېدل؛ تند غبرګونونه او اعتراضونه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو پر تګ بندیز د افغانستان بهر او دننه تند غبرګونونه او اعتراضونه راپارولي دي. طالبانو تېره ورځ تر دویم امره پورې پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو په ورتګ بندیز ولګاوه. د طالبانو دغه اقدام د دوی په واکمنۍ کې د ښځو فعالیت لاپسې محدودوي. نور په ویډیو کې:

پرایس: د دوو امریکایي اتباعو خوشې کېدو بدل کې طالبانو ته پیسې نه دي ورکړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس وايي، طالبانو د شنبې په ورځ په افغانستان کې دوه امریکايي اتباع خوشې کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د دغه هېواد د دوو اتباعو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبانو د شنبې په ورځ په افغانستان کې دوه امریکایان ازاد کړل. پرایس زیاتوي: "موږ پوهېږو چې دا د طالبانو له خوا د ښه نيت يو حرکت دى، د بندیانو د تبادلې برخه او نيول د نيولو شويو... Читать дальше...

د غبرګونونو دوام؛ د کرکټ ځینو لوبغاړو زده کړه د ښځو اساسي، حیاتي، اړین او اسلامي حق بولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر پیاوړو او مشهورو لوبغاړو د طالبانو له لوري د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز ته غبرګون وښود او زده کړې یې د ښځو اساسي، حیاتي، ضروري او اسلامي حق وباله. د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی محمدنبي د ښځو زده کړې یوه حیاتي اړتیا بولي او وايي، زده کړې د افغانانو روښانه راتلونکی تضمینوي. هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "مونږ ټول باید دا ومنو چې زمونږ ټولنه او دغه هېواد د مېرمنو زده کړو ته هم حیاتي ضرورت لري. ځکه چې د دواړو نارینه او ښځینه وو په زده کړو او ګډو هڅو... Читать дальше...



د کابل پوهنتون یوه محصله: د نجونو ژړول د طالبانو خوښېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته اوس یو شمېر ښځینه محصلانې وايي، نه پوهېږي چې څه وکړي. د کابل پوهنتون یوه محصله وايي، حجاب هم مراعتوي، خو نه پوهېږي چې له داسې کړنو د طالبانو هدف څه دی. نور په ویډیو کې:

ملګرو ملتونو د پکتیکا زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د سږني اوړي زلزله ځپلو لپاره ۵۰۰ کورونه جوړ کړي دي. په دې ترڅ کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه یوه غونډه وشوه. یو اېن اېچ سي ار وايي، د ۵۰۰ نورو کورونو جوړولو چارې هم روانې دي. د سیمې مشران وايي، د کورونو ترڅنګ د ښوونځیو ودانۍ هم غواړي. په جون کې په افغانستان کې زلزلې په پکتیکا او خوست کې لوی زیان اړولی وو. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورت.

یو شمېر افغانان: له ننګونو سره سره د یلدا شپه نمانځو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان وايي، له ټولو ننګونو سره سره به سږ کال هم د یلدا شپه ونمانځي. یلدا د لمریز کال تر ټولو اوږده شپه ده چې د خلکو په منځ کې شهرت لري. دا شپه د افغانستان په ګډون په ځینو نورو هېوادونو کې د خلکو په راټولېدو سره نمانځل کېږي. شاعره او فرهنګي فعاله خالده تحسين د دې شپې د نمانځلو په اړه وايي: "کله چې موږ وینو ځوانان دا شپه نمانځي او یا زاړه د فردوسي شهنامه لولي او د مولانا مثنوي او د حافظ غزلیاتو په ویلو سره، دې شپې ته روح او ځان وربښي، نو د یلدا شپه داسې شپه ده چې خلک په دې عقیده دي... Читать дальше...

کابل کې د طب یوه محصله: نن په وروستۍ ازموینه کې د ګډون اجازه رانه کړل شوه

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د ستوماتولوژي یا غاښونو طب یوه محصله وایي، د دوی د وروستي سمستر وروستۍ ازموینه وه، خو طالبانو نن د دغه امتحان اجازه ورنه کړه. نوموړې چې خپل نوم نه ښيي په ژړغوني غږ ازادي راډیو ته وویل، هیله لري چې طالبان د دې د فراغت هیلې نیمګړې پرې نه ږدي. له دغې محصلې سره اسداله لودین مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلې چې د پوهنتونونو د ځنډېدو پرېکړې څومره اغېزمنه کړې ده. د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

ملګري ملتونه: طالبان دې د نجونو د پوهنتونونو ځنډېدو پرېکړه بېرته واخلي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو د پوهنتونونو د ځنډېدو پرېکړه دې بېرته واخلي. په کابل کې د دغه سازمان مرستندوی ماموریت یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغې پرېکړې میلیونونه افغانان او نړیواله ټولنه غصه کړې ده. یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي: "په پوهنتون کې د ښځو د حضور مخنیوی د طالبانو لخوا د ښځو پر وړاندې د هدفي تبعیض د سیستماتیک سیاست دوام دی." طالبانو تراوسه د ملګروملتونو پر دغې اندېښنې تبصره نه ده کړې. د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت پرون یو فرمان ورکړ چې له مخې یې د نجونو لوړې زده کړې تر دویم اعلان پورې وځنډېدې. Читать дальше...

د طب پوهنځي د وروستي کال یوه محصله: ټولې هیلې مې له منځه لاړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د افغان ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. دغې پرېکړې ته ګن شمېر ښځینه محصلانو غبرګونونه ښودلي. یوې افغان محصلې زموږ همکار محمد خاطر پردېس سره په دغه مرکه کې د دغې پرېکړې په اړه خپل احساسات شریک کړي او د دې پوښتنې په اړه هم وايي چې خپل راتلونکي په اړه څه فکر کوي. د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

د پوهنتون یوه محصله: د طالبانو پرېکړې راباندې بده اغېزه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د افغان ښځینه محصلانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. دغې پرېکړې ته ګن شمېر ښځینه محصلانو غبرګونونه ښودلي. یوې افغان محصلې زموږ همکار محمد خاطر پردېس سره په دغه مرکه کې د دغې پرېکړې په اړه خپل احساسات شریک کړي او د دې پوښتنې په اړه هم وايي چې خپل راتلونکي په اړه څه فکر کوي. د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

سرچینې: د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت امنیتي سرچینې وايي، د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده. د پروان په چشت کې د طالبانو د امنیه قوماندان مل پاسوال عزیزالله عمر نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د ژغورنې د ځواکونو له عملیاتو وروسته د سالنګ تونل دننه له سوځېدلو موټرو څخه پاکه شوې او اوس وړو مسافر وړونکو موټرو ته په لویه لاره د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده. هغه وویل: "موږ د ماسپښین په یوه نیمه بجه لاره د مسافرو پر مخ خلاصه کړه. همدا اوس چې له تاسو سره مرکه کوم، د ماسپښین ۱:۲۶ بجې د سالنګ لویه لاره له دواړو خواوو څخه د وړو موټرو پر مخ خلاصه ده. Читать дальше...

د پاکستان پوځ: بنو کې ۲۵ مخالف وسله وال او ۳ امنیتي سرتېرې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځي چارواکي وایي، د بنو په ښار کې د ځانګړیو ځواکونو د پرونیو عملیاتو پرمهال ۲۵ مخالف وسله وال او ۳ امنیتي سرتېرې وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال احمد شریف چوهدري د پاکستان له 'جي او' شخصي تلوېزیون سره په مرکه کې د نښتې پرمهال د اووه وسله والو د تسلیمېدو خبره هم وکړه. د پاکستان د پوځ سرچینو د چودري تر خبرو مخکې رسنیو ته په بنو کې د عملیاتو پرمهال د ۴ پوځیانو د وژل کېدو او د ۱۸ نورو د ټپي کېدو خبره کړې وه. تحریک طالبان پاکستان بیا د دې عملیاتو پرمهال د ۲۰ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو او ژوبلېدو ادعا کوي. Читать дальше...

زېلېنسکي واشنګټن کې له بایډن سره ګوري

Mashaalradio.com 

د امریکا یو لوړپوړي حکومتي چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۰مه رسنیو ته په ټېلېفوني خبرو کې ویلي دي چې ټاکل شوې بایډن د اوکراین لپاره د ۱.۸ اربه ډالرو هغه پوځي مرستې اعلان کړي چې وار له مخه منظورې شوې دي

په ۲۰۲۲ز کال کې خیبر پښتونخوا کې ناامني ولې زیاته شوه؟

Mashaalradio.com 

د مشال راډیو په ویډیويي بحث کې مو په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او پرضد یې د ولسي پاڅونونو او لاريونو موضوع څېړلي ده. له سږني اوړي راهیسې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو، خیبر، باجوړ، سوات، کوز دير، پېښور، لکي مروت، ټانک او بنو په ګډون په یوشمېر ضلعو کې بریدونه او نښتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۹مه ناقانونه وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان هم د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ او له اسلام اباد سره یې کړی اوربند مات کړ. د روان کال د ډېسېمبر تر ۱۷مې پورې په شمالي وزيرستان کې په ۴۷ هدفي بريدونو... Читать дальше...


Музыкальные новости




Персональные новости




د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر روسیې ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي به سبا روسیې ته ولاړ شي. یوې روسۍ رسنۍ په ویانا کې د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې د روسیې د استازي په وینا خبر ورکړ چې ښاغلی ګروسي به د اوکراین په جنوب کې د زاپروژیا د اټومي مرکز شاوخوا د امنیتي زون د جوړېدو په تړاو خبرې وکړي. د زاپروژیا اټومي مرکز روسیي ځواکونو نیولی دی. پر دې مرکز بیا بیا د جګړې پرمهال ډزې شوي چې دواړه لورې یو بل تورنوي او دې راپورونو دا اندېښنې پيدا کړې دي چې اټومي ناورین رامنځته نه شي.

د کابل پوهنتون استاد: پوهنتونونو ته د نجونو د بندیز پرېکړې په غبرګون کې مې استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځي د تطبیقي ریاضیاتو څانګې استاد دوکتور عبیدالله وردګ وايي، د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو تړلو له امله یې نن د کابل پوهنتون له استادۍ استعفا وکړه. له ښاغلي وردګ سره زموږ همکار همایون هېواد مرکه کړې او په پيل کې یې ترې پوښتلي دي چې ایا استعفا د حل لاره وه؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

مسوولان: له کندهاره د شاوخوا ۲۰۹ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دغه ولایت څخه د روان کال له پیله تر اوسه د شاوخوا ۲۰۹ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه، طبیي بوټي، د ډبرو سکاره، پنبه او یو شمېر نور محصولات بهر ته صادر شوي دي. بلخوا د کرنې ریاست مسوولان وايي، سږکال وروستیو سېلابونو د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د مېوو او نورو کرنیزو توکو حاصلات ۹۵ فیصده او په یو شمېر نورو ولسوالیو کې بیا ۵ فیصده زیانمن کړي دي. په ورته وخت کې سوداګر هم وايي، تېرو کلونو ته په کتو يي صادرات زیات شوي، خو لا یې هم د صادراتو پر وړاندې ستونزې موجودې دي. Читать дальше...

د تحصيل ځنډول او د نجونو مړاوې هيلې؛ د کابل طبي پوهنتون د يوې محصلې د ښوونيز ژوند کيسه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د قوس د میاشتې د ۲۹نېټې حکوم او په میلیونو افغان کورنیو کې د ماتم او وير خپرېدل. د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت له‌خوا په خپاره شوي مکتوب کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو څخه په جدي توګه غوښتل شوي چې د ټولو نجونو محصلینو پرمخ تر بل امر پورې د پوهنتونونو دروازې وټړي او د دې کار د عملي کولو ډاډ دې هم بېرته یاد وزارت ته ورکړي. د کابل د طبي پوهنتون د ستوماتولوژي د څانګې د وروستي سمستر محصله مینه حسن‌زۍ وایي، چې د طالبانو دې پرېکړې د ټولو نجونو محصلینو په تېره... Читать дальше...

د اوکراين ولسمشر امريکا ته روان شو

Pa.azadiradio.com 

نژدې لس میاشتې مخکې روسیې پر اوکراین حمله وکړه، په دې موده کې ولسمشر زلنسکي بهر ته سفر نه و کړی. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي چې غالبا یې نړۍ په دې حیرانه کړې چې د جګړو ډګرونو ته سفر کوي اوس واشنګټن ته د پوځي مرستې د جلبولو په خاطر روان دی. ولسمشر زلنسکي په ټویټر کې لیکلي دي چې متحد ایالتونو د ده سفر د اوکراین د مقاومت او دفاع د پیاوړتیا لپاره دی. تمه ده چې نوموړی له جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري او کانګرس ته ورشي. سږکال چې کله د فبروري په وروستیو کې روسیي پوځیانو پر اوکراین برید وکړ زلنسکي په اوکراین کې پاتې شو. Читать дальше...

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net