په بنو کې د سرو زرو د دوکاندارانو د وژنو د پېښې پرضد د ډېسېمبر پر پینځمه پرلت پیل شوی دی. دوی له حکومت څخه د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي. هغه درې دوکانداران د نومبر پر ۲۸مه نېټه نامعلومو وسلوالو په ميرلي کې وژلي ول. ویډیويي رپورټ.
نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې د ژمي موسم پر عامو ناروغیو لکه زکام، د ستوني او سینې ګزکونو او ټوخي غږېدلي یو. په خپرونه کې له دې ناروغیو څخه د ځان ساتلو په اړه مشورې درکوو او له دې پرته مو د نورو رنځونو په اړه د اورېدونکو د پوښتنو ځوابونه ورکړي دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ..
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ سیالیو لپاره ۱۷ کاله وروسته پاکستان ته سفر کړی.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې پيل شوه.
ریکارډ
د لومړۍ لوبې پچه یا ټاس انګلستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه او د پاڼۍ په لومړۍ ورځ یې ۵۰۶ منډې وکړې چې دا د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې په یوه ورځ کې تر ټولو ډېرې منډې دي.
په دې ورځ د انګلستان بريدګرو پيلیزو توپ وهونکو زاک کرولي او بین ډکېټ دواړو سلیزې ترلاسه کړې چې په تعقیب یې اولي پاپ او هري بروک هم سلیزې جوړې کړې. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وروستیو څرګندونو ته د پوهنتون یو شمېر استادانو او ځوانانو تند غبرګونونه ښودلي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم تازه یوې غونډې ته د وینا پرمهال هغه کسان ممتاز یاد کړل چې په تېرو شلو کلونو کې ډېر ماینونه چوولي وي.
خو د پوهنتون یو شمېر استادان او ځوانان وايي، د نوموړي دې خبرو ناهیلي کړي دي.
په کابل کې د یو خصوصي پوهنتون استاد عبدالوارث رادمان ازادي راډیو ته وویل، دا ډول خبرې ځوانان خپلې راتلونکې ته ناهیلې کوي.
هغه وویل... Читать дальше...
یو شمېر افغان کورنۍ د بې وزلۍ له امله د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د خپل کور توکي پلوري.
محمود پروان ولایت کې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ مشر دی، وايي، له یوه کال راهیسې وزګار دی او د خپلې کورنۍ د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پیسې نه لري.
نوموړي له ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د اړتيا له مخې يې خپل د کور د توکو په پلورلو پيل کړى دى.
هغه زیاته کړه: "زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی. ما د کور ټولې غالۍ او لوښي خرڅ کړل او په دې پيسو مو د ژمي لپاره يو څه خوراکي توکي او يو څه د سونګ... Читать дальше...
د پروان يو اوسېدونکی زرګونه لړمان روزي او د هغې د زهرو په پلورلو سره خپل ژوند پر مخ بيايي.
۶۷ کلن محمد شېرزاد د لړمانو د زهرو د کارولو په اړه يو کتاب هم ليکلی چې عنوانيې "از نيش، نوش میسازم" دی.
په دې راپور کې تاسو د محمد شېرزاد فارم ته بيايو.
د افغانستان بانک، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان وکړ چې د نغدو پیسو د مرستو په دوام کې نن (دوشنبه) ۴۰ میلیون ډالره نورې کابل ته ورسېدې.
د دغه بانک د خبرپاڼې لهمخې، دا پیسې هم د مخکنیو هغو په شان د افغانستان یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوې.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د دغه خصوصي بانک نوم نهدی یاد شوی.
د افغانستان بانک وايي، تېره اوونۍ هم کابل ته ۴۰ میلیون ډالره رسېدلې وو چې ورسره د افغانستان د بهرنیو اسعارو زېرمه یو نیم میلیارد ډالرو ته ورسېده.
دا پیسې له هغو جلا دي چې له افغانستانه دباندې زېرمه یا کنګل شوي دي.
د نایجریا پولیس وايي، وسلهوالو کسانو د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې پر یوه جومات حمله وکړه او ۱۹ لمونځ کوونکي یې ورڅخه وتښتول.
د پولیسو یوه ویاند ګامبو عیسي پرون (یکشنبه) وویل، دا پېښه د کاتسینا ولایت په مایګامجي کلي کې د مازدیګر د لمانځه پر مهال وشوه.
د عیسي په وینا، د حمله کوونکو په ډزو د جومات امام او یو بل تن ژوبل شوي او اوس په روغتون کې دي.
د نایجریا په شمال لوېدیځ کې جنایتکارې ډلې ډېرې فعالې دي.
د طالبانو د حکومت د نیمروز ولایت چارواکي وايي چې له ایران سره په پوله کې د اور لګېدو له کبله ډېر مالي تاوان پېښ شوی دی.
په نیمروز کې طالب چارواکو وویل چې، نن (دوشنبه) د ماککي په سیمه کې د لګېدلي اورپه نتیجه کې د څو تراکتورونو په شمول یو شمېر وسایل له منځه تللي دي.
مخکې تر دې چې اور څو ساعته وروسته مړ شي، د پولې د دواړو خواوو اوسېدونکو ته یې د میلیونونو افغانیو په ارزښت تاوان واړاوه.
په دې پېښه کې د چا د ژوبلېدو څه نهدي ویل شوي.
همدا راز د اورلګېدو د علت په اړه هم څه نهدي ویل شوي.
وروسته له دې چې د ایران لوی څارنوال په دې هېواد کې د تېرو یوولسو اونیو اعتراضونو په دوام د امربالمعروف یا ګشت ارشاد پولیسو د منحل کېدو خبر ورکړ د دې ځواک برخلیک لاهم روښانه نهدی.
ایسنا نیمه دولتي خبري آژانس د شنبې په ورځ د لوی څارنوال جعفر منتظري له قوله راپور ورکړ چې د ګشت ارشاد پولیسو تشکیل منحل شوی، خو په بله ورځ یې ایرنا خبري آژانس د هغه دا وینا خپره کړه چې وايي ګشت ارشاد په عدلي- قضايي ادارو پورې هېڅ راز تړاو نهلري.
له دې وروسته تر اوسه د دې لانجمن ځواک د برخلیک په اړه چارواکو هيڅ هم نهدي ویلي. Читать дальше...
په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه یا ICRC د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په سیمهيیز روغتیايي مرکز کې د جراحۍ د څانګې د رغونې د بشپړېدو خبر ورکوي.
په افغانستان کې د ICRC مشر ایلوی فیلیون نن پر خپل ټویټر ولیکل هغه امیدوارې مېرمنې چې د زېږون پرمهال جراحي عملیاتو ته اړې وې، او د ولسوالۍ څلوېښت زره اوسېدونکي کولای شي اوس په نژدې واټن کې د جراحي د دې مرکز له خدماتو ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ډېری لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو کمی محسوسېږي.
د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو له لوري د روسیې د تېلو لپاره ټاکل شوې بیه نن (دوشنبه) په داسې حال کې عملي شوه چې لوېدیځ هڅه کوي د اوکراین په جګړه کې د روسیې اقتصادي وړتیاوې کمې کړي.
خو روسیې ویلي چې حتی که د تېلو د تولید کمولو ته هم اړه شي، دا پرېکړه یعنې د جي اووه له لوري ټاکل شوې بیه به ونه مني.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د انرژۍ د چارو سلاکار د یکشنبې په ورځ وویل، هېواد به یې خپل تېل پر هغه بیه ونه پلوري چې لوېدیځوالو ورته ټاکلې ده حتی که په دې خاطر روسیه مجبوره شي چې د تېلو تولید کم کړي. Читать дальше...
د کابل د تفریحي پارکونو او په دې پارکونو کې د رسټورانټونو مالکان وايي، د طالبانو حکومت بندیزونو یې کاروبارونه د تړلو له ګواښ سره مخ کړي دي.
قرغه د کابل د اوسېدونکو هغه نږدې تفريح ځای چې اوس د پخوا په څېر د خلکو ګڼه ګوڼه پهکې نشته، د خلکو د نه ورتګ له امله په دې سیمه کې ډېری پارکونه او رسټورانټونه هم تړل شوي دي.
په قرغه کې د پارکونو او رسټورانټونو مالکان د طالبانو حکومت محدوديتونه لګول دې تفريح ځای ته د خلکو د نه ورتګ لامل بولي.
په قرغه کې د یوه رسټورانت خاوند چې نهغواړي د امنیتي ستونزو... Читать дальше...
طالب چارواکي وايي، هغه کس یې نیولی چې د تېرې جمعې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان په سفارت ډزې کړې وې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا کس د یو بهرني هېواد تبعه او د داعش ډلې غړی دی.
مجاهد ادعا کړې چې دا بريد د داعش ډلې او یو شمېر نورو چې ده ورته د بغاوتګرو کلمه کارولې، په ګډه تنظیم کړی دی.
د طالبانو ویاند دا تور هم پورې کړی چې د دې بريد تر شا ځینې بهرنۍ کړۍ لاس لري او هدف یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې باورۍ رامنځته کول و.
د جمعې په ورځ په کابل کې د پاکستان... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د متحدهایالاتو شارژدافیره چې له دوحې فعالیت کوي د افغان معلولو نجونو او ښځو وضعیت اندېښمنه کړې.
کرن ډیکر چې د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې په افغانستان کې له یو شمېر معلولو ښځو سره خبرې کړي وايي، متاثره شوې چې د ټولنې دا قشر چې له ټولو ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري، له یاده ویستل شوی دی.
مېرمن ډیګر زیاته کړې: "هر کله چې موږ معلولیت لرونکو وګړو ته فرصت ورکړو، دا کار به زموږ اقتصاد، کورنیو او ټولنې سره مرسته وکړي."
د ډسمبر دویمه د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ده. Читать дальше...
نوميالۍ افغان سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې پر افغان ښځو د لګېدلو محدوديتونو په تاثر کې نوې سندره ويلې ده.
د طالبانو په بیا ځلي واکمنۍ سره تر ټولو زیات محدودیت د ښځو اونجونو په ژوند کې راغی، له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پرمخ د ښونځیو دروازې لا هم بندې دي، مېرمنې په ډېری دولتي ادارو کې له دندو څخه منع شوې، د لرې واټن د سفر پر وخت د شرعي محرم شتون ورته حتمي شوی، حجاب اجباري او ورزشي کلبونو، حمامونو او تفریحي پارکونو ته یې هم په تګ بندېز پرې لګېدلی.
دې محدودیتونو په کور دننه او بهر افغانان دې ته اړ کړل،... Читать дальше...
طالبانو د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی پرویز خلیلي نیولی او نا معلوم ځای ته یې وړی دی.
هغه په يو ټلوېزیوني بحث کې پر طالبانو له سختو نیوکو وروسته، پرون له خپل کوره ونیول شو.
د کورنۍ یو غړي او یو نږدي ملګري یې د امنیتي ستونزو له امله د خپل هویت د پټ ساتلو او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هغه پرون نیول شوی، خو معلومه نهده چې چېرته وړل شوی دی.
پرویز خلیلي په یوه ټلوېزیوني بحث کې پر طالبانو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، یوې ډلې د افغانستان ټول ملت ګرو نیولی، هغه ډله چې د ده په... Читать дальше...
د اوکراین په دونیڅک کې پوځ د لویديځ لخوا ورکړل شوې اېم ۷۷۷ توپخانه کاروي او وايي چې دا د روسي ځواکونو خلاف لوی اغیز لري. په دې اړه د مشال رېډیو دا ویډیو وګورئ چې انیسه اجمل جوړه کړې ده.
په خوست کې د طالبانو د حکومت چارواکو څو ورځې مخکې ویلي ول چې نویو فارغو شویو کسانو ته د کار موقعې پیدا کوي او د حکومتي ادارو پر تشو څوکیو به ورته په ګومارنو کې لومړیتوب ورکړي.
نابینا افغان لوبغاړي ولي محمد نوري د برېتانیې د لامبو وهلو په سيالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.
دغه سيالۍ چې پرون(یکشنبه) په انګلستان کې ترسره شوې ولي محمد نوري د ۷۰ لوبغاړو لهمنځه لومړی مقام خپل کړ.
ښاغلي نوري ازادي راډيو ته په یوه راليږلي پيغام کې ویلي دي: "نن د لامبو وهنې په سيالۍ کې د اویا لوبغاړو ترمنځ مې د سرو زرو مډال وګاټه، البته دا پنځوس متره سيالي وه او لوبه مې ډېره سخته وه."
په دې سياليو کې له بېلابېلو اروپايي هېوادونو څخه ۷۰ تنو نابینا لوبغاړو برخه درلوده.
ولي محمد نوري پنځوس متره... Читать дальше...
د سایبریا په مرکزي برخه کې په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.
روسي چارواکي وايي، پېښه تېره شپه په نیژني - وارتوفسک ښار کې شوې چې ۹ تنه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د لومړنیو معلوماتو لهمخې د چاودنې علت په دویم پوړ کې د ګازو د ډبې لیک کېدل وو او د چاودنې له کبله د ودانۍ یوه برخه ونړېده.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن داسې کومه نښه نه ګوري چې مسکو دې په اوکراین کې د روانې جګړې د ختمېدو لپاره خبرو ته لېوالتیا ولري.
انتوني بلېنکن پرون د امریکا CBS نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، روسیه بامفهومې ډیپلوماسۍ ته لېواله نهده.
د ده په وینا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین د جګړې په ډګرونو کې له شاتګونو وروسته خپل تاکتیکونه بدل کړي دي.
په وروستیو اوونیو کې د روسیې پوځ په اوکراین کې پر اساسي پروژو پر حملو تمرکز کړی او د دونیڅک سیمې په باخموت ښار کې یې پوځي عملیات شدید کړي دي. Читать дальше...
د اسټرالیا د کرېکټ په مشهور لوبغالي «پرت»کې د وېسټ انډیز او کوربه هېواد ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د نومبر میاشتې په دېرشمه نېټه پيل شوې ده.
لومړۍ لوبه چې پرون(یکشنبه) پای ته ورسېده اسټرالیا په ۱۶۴ منډو وګټله.
وېسټ انډیز په وروستي ځل په ۱۹۹۶ زېږدیز کال له اسټرالیا څخه په دې هېواد کې د ټیسټ لوبو لوبلړۍ ګټلې وه.
تر دې ماتې وروسته څرګنده شوه چې وېسټ انډیز به دغه ۲۵ کلن انتظار ته دوام ورکوي.
په دې لوبه کې د اسټرالیا له لوري مارنس لبیشاین په لومړۍ پاڼۍ کې غبرګه سلیزه او په دویمه پاڼۍ کې هم سلیزه ترسره کړه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. Читать дальше...
د انګلستان او فرانسې لوبډلې د فوټبال نړیوال جام د کوارټرفاینل مرحلې ته ووتې، خو پولنډ او سنیګال بیا له دې سيالیو بهر شوې.
نن به کرووشیا د جاپان او برازیل د سويلي کوریا پر وړاندې لوبې ترسره کړي.
پرون په لومړۍ لوبه کې فرانسې ۳ـ۱ پولنډ مات کړ او په دویمه لوبه کې بیا انګلستان په یوه یو اړخیزه لوبه کې سنیګال ۳ـ۰ مات کړ.
د یادونې ده چې د فوټبال نړیوال جام د شپاړلس غوره لوبډلو پړاو د لیندۍ په دولسمه نېټه پیل شوې دي او دغه دور لوبې به د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېږي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د ډسمبر د لسمې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وګړو پر بشري حقونو د تېري په اړه ورځني راپورونه ورکول کېږي.
د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې د ښځو د حقونو مدافع فعالانو د نومبر په ۲۷مه په لندن او څو نورو لویو ښارونو کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونه پیل کړل چې د پلان لهمخې د ډسمبر تر لسمې نېټې پورې دوام کوي.
احمد تکل له افغان سیاستوالې شکریې بارکزۍ... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Спортсмен Росгвардии занял второе место в личном многоборье на Играх БРИКС
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Анастасия Мыскина
Овечкин, Яковлев, Фридзон и Мыскина сыграли в падел-теннис в Турции: «Победила дружба»
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Российские компании придерживаются собственного подхода в ESG
Путин в России и мире
Москва
Максим Шевченко: в самостоятельность террористов, да ещё и внутри СИЗО, не поверю никогда
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко обратился к Рамафосе
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Трамп назвал Зеленского «величайшим торговцем» и пообещал разобраться с траншами Киеву
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Metallica
В Fortnite прибудет группа Metallica и новый режим
Москва
Сотрудники склада пытались спрятать продукцию, которой отравились 10 человек в Москве
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net