د پاکستان غوره لیګ د اتم پړاو سيالیو د پيرلو مراسم پيل شول.
نن پنجشنبه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پي اېس ایل سياليو د اتم پړاو لپاره د لوبغاړو د پېرلو مراسم پیل شوي دي.
په دې مراسمو کې به شپږ لوبډلې په څو کټګوريو کې لوبغاړي پېري چې تر ټولو لوړه کټګوري یې پلاټينیم او ټیټه یې سیلور نومول شوې ده.
د پاکستان په غوره لیګ سياليو کې ګڼ افغان لوبغاړي هم لوبېدلي دي او د اتم پړاو لپاره راشدخان لا له وړاندې لاهور قلندر لوبډلې په پلاټينیم کټګورۍ کې له ځان سره ساتلی دی او نوین الحق په سیلور کټګورۍ کې کوټې لوبډلې اخستی دی. Читать дальше...
د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي، د افغانستان وګړي د ژمي په راتلو او د اقتصادي وضعیت د لاخرابېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د دې نړیوالې کمېټې څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې په ماشومانو کې د سینه و بغل او خوارځواکۍ پېښې په ډېرېدو دي او کورنۍ له یوه داسې بد وضعیت سره مخامخ دي چې نه پوهېږي چې د خوړو غم وخوري که د تودوخې.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په تېره نومبر میاشت کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې د دې کمېټې اړوند ۳۳ روغتیایي مرکزونو کې لیدل شوي چې په ماشومانو کې د سینه وبغل... Читать дальше...
په پېښور پوهنتون کې د ډېسېمبر پر ۱۵مه د "ډېجېټل فیسټيول" په نوم کلنۍ درې ورځنۍ مېله پای ته رسېدلې ده. دا مېله د اسلامي جمعیت طلبه په نوم د زده کوونکو سازمان جوړه کړې وه چې پکې کتابونه نندارتون او خرڅلاو ته ايښوول شوي ول. په مېله کې د ښځو د حقونو او د بیان ازادۍ په اړه بحثونه هم وشول. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان اعلاوزیر د سیاستوالانو او شنونکو دعوې ناسمې بولي. نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۳مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې دا تور ناسم دی چې ګواکې د رېکوډک پروژې ډېر ټیکسونه به د صوبايي حکومت پر ځای وفاقي خزانې ته ځي.
د اروپایي ټولنې مشران د روان کال په وروستۍ سرمشریزه کې نن په بروکسل کې جرګه کېږي او تمه ده چې له اوکراین څخه په لا زیات مالي، بشري، پوځي او سیاسي ملاتړ خبرې وکړي.
مشران به همدارنګه پر دې وغږېږي چې په څه ډول کولای شي د دغه جګړه ځپلي هېواد د حیاتي بنسټیزو تاسیساتو له رغولو سره مرسته کولای شي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي به د ویډیو کنفرانس له لارې له دغې سرمشریزې سره د پیل په شېبو کې وصل شي.
د اروپایي ټولنې مشران به همداراز بوسنیا- هرزیګوینا ته په دې ټولنه کې د شاملېدو لپاره د رسمي نوماند... Читать дальше...
د کندهار د سپین بولدک - چمن په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې.
د سپین بولدک د طالبانو د مطبوعاتو مسوول علي محمد حقمل ازادي راډيو ته د یوه پیغام په استولو د جګړې د پېښېدو خبره وکړه، خو د تلفاتو یادونه یې نه ده کړې.
خو له سیمې ازادي راډيو ته په رسېدلو عکسونو او ويډیوګانو کې ښکاري چې د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلي او د ماشومانو په شمول ځينې کسان ټپيان شوي.
د ډيورنډ کرښې هاخوا بیا د لږ تر لږه پنځلسو کسانو د ټپي کېدو خبره ځایي پوځي چارواکو... Читать дальше...
ملګرو ملتونو د دویم ځل لپاره هم نیویارک ته د طالبانو د حکومت د استازي د لېږلو وروستۍ پرېکړه وځنډوله.
رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د اعتبارلیک کمېټې له قوله ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د دغو دوو هېوادونو د استازو په توګه د طالبانو او د میانمار د پوځي حکومت د استازو د منلو پرېکړه د دویم ځل لپاره ځنډول شوې ده .
د ملګرو ملتونو د اعتبار کمېټه د روسیې، چین او د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون د ۹ هېوادونو له استازو جوړه ده.
ټاکل شوې چې دغه راپور د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د تایید لپاره وړاندې شي. Читать дальше...
د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې مو د خيبر پښتونخوا د مردان يو پېژندلی سندرغاړی عرفان کمال مېلمه دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد فضل ربي زوی دی. کمال په لږه موده کې د ټپو او چاربیتو په مټ ځان ته مينه وال پيدا کړي دي. دی وايي، د خپل پلار په څېر ده ته هم د سيمې خلکو د يوه سندرغاړي په توګه درانه کتلي دي. د عرفان کمال د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له اسیایي پرمختیایي بانک سره د ۴۷۵ میلیون ډالرو پور یوه موافقه لاسلیک کړه.
د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر ایاز صادق نن دا اعلان وکړ او ویې ویل چې په دې سره په کال کې د هغو پیسو اندازه چې له دې ادارې یې ترلاسه کوي، ۲.۷ میلیارد ډالرو ته ورسېده.
روان کال په پاکستان کې د موسمي بارانونو په نتیجه کې راوتلو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه واړول.
د دغو سېلابونو له امله نږدې ۱۷۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.
د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، ښايي افغانستان به راتلونکی کال له یوه ناوړه بشري ناورین سره مخ شي.
احمد فرید د کابل یو له هغو اوسېدونکو دی چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
هغه د خپلې کورنۍ د درملو، خوراکي او د سون توکو د برابرولو وس نه لري، وايي تر اوسه ورسره کومه مرسته نه ده شوې.
فرید وویل: "له مرستندويه بنسټونو او دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې يا دې د کار زمينه برابره کړي او يا دې له موږ سره مرسته وکړي. دا مرسته له هغو کسانو پرته چې وکيلان پېژني، نورو ته نه رسېږي."
دا په داسې حال کې ده... Читать дальше...
د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې ټپي شوې فاطمه امیري د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوې ده.
د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو له ډلې فاطمه امیري د مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا په مرسته ترکیې ته د درمنلې لپاره استول شوې ده.
فرهاد دریا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د اغلې امیري د درملنې لپاره یې یوه اندازه پیسې راټولې کړي او د هغې په درملنه به یې ولګوي.
دریا وویل: "د خلکو او یو شمېر خواخوږو په مرسته مې یو اندازه پیسې د اغلې فاطمې د درملنې لپاره د (ګو فن مي) په مرسته راټولې کړي، له دې ټولو... Читать дальше...
په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر موټرو په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲ او د ټپیانو ۱۵ ته لوړ شوی.
د سیمې د پولیسو مشر فرهان خان د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل، ځانمرګي بریدګر پرون ناوخته خپل موټرسایکل د پوځي کاروان له یوه ګاډي سره وجنګاوه.
فرهان خان تایید کړه چې وژل شوي یو عام کس او یو سرتېری دي او په ټپیانو کې بیا څلور تنه ملکیان شامل دي.
د حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو حکومتي چارواکي وايي، په خیبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یو شمېر وسله والې ډلې فعاله دي.
د افغانستان له یو شمېر پوهنتونونو ځینې فارغې شوې محصلانې ادعا کوي چې طالبانو یې د فراغت پر مراسمو هم یو لړ بندیزونه لګولي.
له لوړو زدهکړو وروسته د فراغت په مراسمو کې ښايي د محصلانو لپاره د دوی د کورنیو د غړو ګډون د خوښې شېبه وي.
خو اوس د کابل پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې وایي، طالبانو ترې دا خوښي اخیستې او د دوی د فراغت په مراسمو کې د دوی د کورنیو نارینه غړو ته د ګډون اجازه نهورکول کېږي.
د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي د پښتو څانګې محصله لېمه رحماني چې سږ کال په لومړۍ درجه فارغه شوې ده،... Читать дальше...
په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ پورې تړلې وه چې بیا د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه. پاکستاني چارواکو د چمن – سپين بولدک دروازه د نومبر په ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې د یوه وسلوال په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
د کندهار د سپین بولدک - چمن په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا جګړه شوې.
ځایي سرچینې وایي، طالبانو د شېرو اوبو په سیمه کې پوسته جوړوله، چې د ډيورنډ کرښې له هاخوا پرې ډزې شوي دي.
د سپین بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پښتون ازادي رادیو وویل، په کومه سیمه کې چې څو ورځې مخکې جګړه شوې وه، د سپکو او درنو وسلو ډزې روانې دي.
د سپین بولدک او چمن تر منځ لار لا دامهال خلاصه ده.
په مخکېنۍ جګړه کې چې یکشنبه شوې وه دواړه غاړو ته لږ تر لږه ۷ کسان مړه او ۳۰ نور ژوبل شول.
هغې نښتې د پاکستاني... Читать дальше...
د پاکستان وفاقي حکومت وايي، تحریک انصاف دې اقدام ته نه پرېږدي او د اعلاوزیرانو پرضد یې د عدم اعتماد تحریکونه وړاندې کوي. له دې پرته حکومت او وزیراعظم شهباز شریف په بیا بیا ټینګار کړی دی چې اسمبلۍ به خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په مني کې پر ټاکلي وخت کېږي.
جرمني پر اوکراین د روسیې یرغل ته په پام د خپل پوځي ځواک د غښتلتیا لپاره په لسګونه امریکایي ایف ۳۵ جېټ الوتکې پېري.
جرمني پرون چهارشنبې د امریکا ایف ۳۵ ډوله نږدې دېرش جېټ الوتکو پېرلو ته شین څراغ ورکړ.
پر اوکراین د روسیې یرغل برلین دې ته اړ کړی چې پر خپل پوځ پانګونه وکړي.
د جرمني د پارلمان د بودجې کمېټې د دیارلس میلیاردو ایرو په اندازه هغه اته پروژې منظور کړې چې د لس میلیارده ایرو په اندازه د دغو جېټ الوتکو پېرل هم په کې شامل دي.
په برلین کې د متحده ایالاتو سفارت د دغو الوتکو د پېرلو له منظورۍ... Читать дальше...
د بنګله دېش په کوربتوب د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په پار دا ځل د کوربه او هندوستان ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه پرون چهارشنبه پيل شوې ده.
هندوستان لومړۍ توپ وهنه وکړه او ټول لوبغاړي یې له ۴۰۴ منډو جوړولو وروسته وسوځېدل.
هېڅ هندی توپ وهونکی ونه توانېد چې په دې سيالۍ کې سلیزه ترسره کړي، خو چټیشور پوجارا، شریس ایر او روي چندرن اشوین په کې نیمه سلیزې ترلاسه کړې.
د بنګله دېش لپاره شکیب الحسن او تجاول اسلام ۴ـ۴ ويکټې واخیستې.
نن د دې لوبې دویمه ورځ ده او بنګله دېش به خپله لومړۍ پاڼۍ پيلوي.
د... Читать дальше...
افغان کرکټ لوبغاړی چې په یوه ترافيکي پېښه کې ژوبل شوی و د درملنې په موخه له هېواده بهر وړل شوی.
د افغانستان فرسټ کلاس کرکټ لوبغاړی زبیر احمدي چې د لیندۍ ۲۱مه د کابل جلال اباد په لویه لار په یوه ترافيکي پېښه کې سخت ژوبل شوی و د ښې درملنې په موخه پېښور ته لېږدول شوی دی.
د زبیراحمدي د کورنۍ غړي حمدالله طلوع ازادي راډيو ته په یوه پيغام کې ویلي: "زبېر احمدي د دوشنبې په ورځ د کابل څخه جلال آباد په لاره و چې د سروبي څخه ښکته تنګي کې یې د ماسپښین دوه بجو خواوشا ټکر وکړ. سینه یې شدیده ژوبله شوې، اوږه... Читать дальше...
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نړیوال جام کې فرانسې مراکش ته ماتې ورکړه او فاینل ته یې لار پيدا کړه.
فرانس په بېګانۍ لوبه کې دوه پر صفر مراکش لهمخې لرې کړ.
تمه ده چې فرانسه په پایلوبه کې چې راتلونکې یکشنبه کېږي له ارجنټاین سره مخ شي.
اخوا د دریم مقام لپاره د کروېشیا او مراکش ټیمونه د شنبې په ورځ مخ کېږي.
رپورټ ویلي دي چې سږ کال تر ټولو زیات خبریالان په ایران او بیا پسې په چین، برما (میانمار)، ترکیې او بېلاروس کې بندي شوي دي. کمېټي وايي، دا ټول هغه هېوادونه دي چې پکې "زورواکي او ټولواکي" د رسنیو د "غلي" کولو لپاره اقدامات کوي.
په افغانستان کې یو وار بیا د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان اسلاماباد ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره له لیدنې وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځته شي چې ټولو قومونو او لورو ته د منلو وړ وي.
نوموړي وویل هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو غوښتونکی دی او په دې برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.
نوموړي ويلي: "په ځورېدلي افعانستان کې تر ټولو ډېر د سولې او ثبات د رامنځته... Читать дальше...
په لندن کې د حلالو شیانو یو نندارتون جوړ شوی دی چې پکې سوداګرانو له اسلامي ژوند سره تړلي شیان ایښي ول. په نندارتون کې د خوړو ترڅنګ اسلامي کتابونه، د ښځو سینګارتوکي او کالي پتري هم شامل ول. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
سږ کال د قطر ملي ورځ د فوټبال نړیوال جام له پایلوبې سره پر یوه ورځ یعنې د ډېسېمبر پر ۱۸مه لمانځل کېږي. د قطر حکومت د ملي ورځې لمانځنې لپاره تیارۍ کړې دي او وايي، دا به د هېواد د تاریخ تر ټولو لویه مېله وي چې پکې د ټولنې فرهنګ ښوول کېږي. مېلې ته به هغه بهرنیان هم ورځي چې قطر ته د فوټبال نړیوال جام سیالیو لیدلو ته ورغلي دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د طالبانو حکومت وايي، د دوی مشر ملا هبتالله د پنجشېر ولایت له یو شمېر مسؤلینو، علماوو او متنفذینو سره لیدلي دي.
د دغه حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپل ټویټر د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه لیدنه تأیید کړې ده.
اعلامیه زیاتوي چې په دغې لیدنه کې د پنجشېر او اندراب لپاره د طالبانو پوځي مسؤل ملا عبدالقیوم ذاکر او د پنجشېر لپاره د دوی والي محمد محسن او ګڼ شمېر نور طالب چارواکي حاضر وو.
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر د پنجشېر ولایت له علماوو او مسؤلینو سره ګوري.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Людмила Самсонова
Людмила Самсонова не отдала голландскую траву // Она продолжила серию российских побед на теннисном турнире в Хертогенбосе
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Козлов: Россия и КНДР прорабатывают возможность запуска прямых рейсов
Путин в России и мире
Москва
ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА. ПРО НАУКУ АКТИВНОЙ ВСЕЛЕННОЙ. ЭКСПЕРТ АНАТОЛИЙ ГОЛОД.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Бато Багдаев
Сказка Ульгэра «Волшебные башмачки Элли» по мотивам знаменитой сказки Александра Волкова «Волшебник Изумрудного города» - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети
Москва
"Другой человек" Себастиан Стэн прибудет в Россию
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net