د برابرۍ لپاره د افغان ښځو غورځنګ غړې او د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي د طالبانو له زندانه خوشې شوه.
د نوموړې خور عارفې یعقوبي، او د ښځو د حقونو یو شمېر نورو فعالانو دا خبره ازادي راډیو سره په خبرو کې تاييد کړې ده.
خو د افغانستان د ځواکمنو ښځو د خود جوشه حرکت غړې راضیې بارکزی ازادي راډیو ته وویل، چې د دغه حرکت د غړې فرحت پوپلزۍ او نورو هغو ښځو برخلیک نهدی معلوم چې لا هم د طالبانو په بند کې دي.
نوموړې وويل: "له نېکهمرغه د ظریفې یعقوبي د خوشې کېدو خبر مو تر لاسه کړ خو له بده مرغه د فرحت... Читать дальше...
په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر تېلاسیمیا نومي میراثي یا ارثي ناروغۍ غږېدلي یو. دا د وینې یو ډول بېنظمي او ناروغي ده چې په ماشوموالي کې ښکاره کېږي. په خپرونه کې د دې ناروغۍ د علاماتو، تشخیص، درملنې او مخنیوي په اړه تفصیلي معلومات درکوو. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د افغانستان د پلازمېنې کابل په شهر نو کې پر هغه مېلمستون برید شوی دی چې اکثر پکې چینايي کاروباریان پاتې کېږي. د طالبانو حکومت د ډېسېمبر ۱۲مې پېښه تایید کړې ده خو نور معلومات یې نه دي ورکړي. پر ټولنیزو شبکو یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې ښکاري چې تر برید لاندې د هوټل په ودانۍ کې اور لګېدلی دی. د رویټرز او اې اېف پي اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د کرېکټ نړیواله شورا هره میاشت هغه غوره لوبغاړی اعلانوي چې غوره لاسته راوړنې ولري.
دا ځل د انګلستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر جاس بټلر ته دغه ویاړ ور په برخه شو.
بټلر په نومبر میاشت کې انګلستان ته شل اوریز نړیوال جام وګاټه.
هغه په نیمه پایلوبه کې د هندوستان پر وړاندې په ۴۹ توپونو ۸۰ منډې کړې وې او لوبه یې ګټلې وه.
د تېرې میاشتې په غوره لوبغاړو کې د پاکستان شاهین اپريدي او د انګلستان بل لوبغاړی عادل رشيد ورسره په مقابله کې و، چې د مینهوالو د زیاتو رایو له امله جاس بټلر د نومبر میاشتې غوره لوبغاړی اعلان شو. Читать дальше...
په داسې حال کې چې افغانستان ته د نویو افغاني بانکنوټونو له رارسېدو څه باندې یوه میاشت تېريږي، د افغانستان صرافانو ټولنه او عام خلک وايي چې د طالبانو حکومت لا هم دغه بانکنوټونه بازار ته نهدي وړاندې کړي.
د دې ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمن ځیرک د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په خصوصي بانکونو او مارکېټونو کې زاړه بانکنوټونو لا هم جدي ستونزه ده.
نوموړي وويل: "د لس افغانیو، شل افغانیو او پنځوس افغانیو په ګډون نوي بانکنوټونه افغانستان بانک ته راوړل شوي، خو لا هم بازارونو ته نهدي وړاندې... Читать дальше...
یو شمېر معلولې ښځینه ورزشکارانې، چې له افغانستانه وتلي لا هم خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي.
پروانه عارفي هغه افغانه ورزشکاره ده، چې اوس په کاناډا کې ژوند کوي.
پروانه وايي، له ورزش سره د هغې لېوالتیا د دې لامل شوه چې تر سختو ازموینو ورسته په کاناډا کې د معلولینو د ولچیر بسکټبال یوې لوبډلې ته لاره پیدا کړي.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "له ډېرو هڅو سره په دې وتوانېدم چې له یوې میاشتې ازموینې او نوې لوبډلې او لوبغاړو سره تر مخامخ کېدو وروسته، هغوی چې لوبه ورسره اسانه نه وه، وتوانېدم چې د کلګري... Читать дальше...
د افغانستان د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په دښته کې د یوشمېر دودیزو او پخوانیو لوبو مېله شوې ده. منتظمین وايي، د مېلې له لارې د پلرونو او نیکونو د وختونو پخوانۍ او سیمه ییزې لوبې بیا ژوندي کول غواړي. ویډیويي رپورټ.
د انګلستان او کوربه پاکستان ترمنځ په ملتان ښار کې نن د کرېکټ نړیوالې شورا د ټېسټ اتلولۍ په پار د دویمې ټېسټ لوبې څلورمه ورځ وه.
پاکستان شپږ وېکټې درلودې او د بریا په پار ورته د ۱۵۷ منډو اړتیا وه.
سعود شکیل او فهیم اشرف ولاړ و.
کوربه لوبډلې په پوره دقت لوبه پر مخ بیوله، د لوبې حالت ته په کتلو سره د پاکستان د بریا چانس اتیا سلنه و، خو انګلستان یو وار بیا ډېر زړور کرېکټ وکړ او د مارک ووډ او روبینسن د پر لهپسې بریدونو له امله دوی دغه لوبه په ۲۶ منډو وګټله.
پاکستان ته یو مهال ۶۵ منډې پاتې وې... Читать дальше...
د ایران په قضا پورې اړوند خبري اژانس، میزان نن (دوشنبه) سهار د مجیدرضا رهنورد د اعدام خبر ورکړ، ویې ویل چې نوموړی په مشهد کې د دوو رضاکارو ځواکونو یا بسیجیانو په وژلو تورن و.
دغه خبري اژانس پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې مجیدرضا رهنورد په مهشد کې په عام محضر کې په دار راځړول شوی دی.
د ایران د قضاییه قوې خبري اژانس د مجید رهنورد تور د اعتراضونو په لړ کې د مشهد په حر عاملي واټ کې په چاړه د دوو بیسجیانو، چې حسین زینال زاده او دانیال رضازاده نومېږي، وژل یاد کړی دی.
نوموړی ۲۳ ورځې مخکې نیول شوی و او... Читать дальше...
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د شهرنو په سیمه کې د یوه هوټل په ودانۍ برید د ۳ بریدکوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.
ښاغلي مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې، د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او په دې برید کې هيڅ بهرنی وګړی نهدی وژل شوی.
د مجاهد په وینا یوازې دوه بهرني وګړي هغه وخت ټپيان شوي چې د ځان د ژغورلو لپاره یې له لوړ چت څخه ځانونه راوغورځول.
خو د کابل ایمرجنسي روغتون بیا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، دا برید چې یو کیلو متر لرې له دې روغتون څخه شوی، ۲۱ ټپيان دې روغتون ته ور وړل شوي چې ۳ تنو یې په لاره کې ساه ورکړې ده. Читать дальше...
په کابل کې د چین سفیر (وانګ یو) د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د چین د سفارت امنیت ته پام زیات کړي.
وانګ یو دا غوښتنه پرون (یکشنبه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شېرمحمدعباس ستانکزي سره په کتنه کې وکړه.
په وروستیو ورځو کې په کابل کې د پاکستان پر سفارت په ډزو د پاکستان د شارژدافېر یو ساتونکی ټپي شو خو سفیر روغ ووت.
تر دې وړاندې په کابل کې د روسیې د سفارت مخته په چاودنه کې دوه روسي ډیپلوماتان وژل شوي وو.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ستانکزي د چین سفیر ته ډاډ... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم د سپین بولدک چمن په دروازه کې د پرونۍ نښتې په اړه په غبرګون کې ویلي، د طالبانو د سرحدي ځواکونو لهخوا بې دلیله ډزې چې په چمن کې یې څو تنه وژلي، د خواشینۍ او د سختې غندنې وړ دي.
شهباز شریف نن پر ټویټر ولیکل د طالبانو حکومت باید ډاډ ورکړي چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې نه تکرارېږي.
د ازادي راډیو مشال څانګې په چمن کې د پاکستاني چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي اخیستي خبر ورکړی چې په پرونۍ جګړه کې د چمن لوري ته اته تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو د... Читать дальше...
د افغانستان د سرښار کابل په مرکزي سیمه، شهر نو کې چاودنه او ډزې شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنيوو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۲مه، مشال راډيو ته په ورکړو معلوماتو کې د چاودنې او ډزو کېدل تاييد کړي دي خو نور تفصيل یې نه دی ورکړی.
عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويليچې په شهرنو کې له يوې ودانۍ ډزې اوريدل شوې او چاودنه هم شوې ده. پر انټرنيټ د کابل ښاريانو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې له یوې لویې ودانۍ لوګي پورته کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر شپږمه په بلخ او ننګرهار... Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸۰۰ افغان هنرمندان پاکستان ته کډوال شول. فیض محمد سخي له هغو یو دی چې اوسمهال په پېښور کې د رباب او موسیقۍ درس ورکوي. دی وايي، په پېښور کې له یوشمېر ستونزو سره مخامخ دی او پولیس یې هم ځوروي. خو په هغه ښار کې د هنرمندانو یوه ټولنه له کډوالو هنري ملګرو سره مرستې کوي. سخي وايي د افغانستان حالاتو ته چې ګوري ښايي بیا خپل هېواد ته ستون نه شي. زموږ د همکار وسیم سجاد ویډیويي رپورټ.
په زابل کې د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کرونا پېښې یو وار بیا ډېرې شوې دي.
په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې، په وروستیو درو میاشتو د ۷۰۰ تنو کرونا تشخیص شوې او څلور تنه ورڅخه مړه شوي دي.
نوموړي وويل: "په وروستیو درو میاشتو کې د کورنا پېښو شدت موندلی، ۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، د ۵۰۰ تنو درملنه په روغتون کې شوې او څلور تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي."
ده په عین حال کې وویل چې په زابل کې د کرونا د ناروغانو لپاره یوازینی روغتون،... Читать дальше...
په کندهار کې طالب چارواکي وايي، تېره شپه یې له پاکستاني لوري سره چمن دروازه ته څېرمه له پرونۍ نښتې وروسته مذاکرات کړي.
يوه ویډیو چې د کندهار لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند حاجي زید نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلې، پهکې ليدل کېږي د کندهار په سپین بولدک کې په ډیورنډ کرښه د چمن دروازه، کې نن سهار سلګونه کسان له دواړو خواو تګ راتګ کوي.
دا لاره پرون د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ دروازې ته نږدې له سختې نښتې وروسته د څو ساعتونو لپاره وتړل شوه.
په دې نښته کې چې دواړه لوري یې پړه په یوه او بل اچوي د هاوان او توپ ډزې هم شوي. Читать дальше...
د چمن او سپین بولدک له دروازې سره نېږدې د پاکستان او د افغان طالب ځواکونو ترمینځ په نښته کې دواړو لوریو ته د وژل شویو شمېر نهه ته رسېدلی دی. پاکستاني چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر ۱۱مه په نښته کې هغې خوا ته اته کسان وژل شوي او ۲۱ ژوبل دي. په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په پېښه کې یو طالب سرتېری وژل شوی او د اووه ولسي وګړو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل دي. د چمن او سپین بولدک لاره تر لنډ وخت پورې تړلې وه خو د ډېسېمبر پر ۱۲مه د خلکو د تګ راتګ لپاره بیا خلاصه شوې ده. د رویټرز او اې اېف پي اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
نارسمي او غیر حتمي نتیجې ښيي د پښین په حرمزیو کې د ښاروالۍ څوکۍ جمعیت علمای اسلام (ف) ګټلې ده، په لسبېله کې د پخواني اعلاوزیر جام کمال خان بلوچستان عوامي ګوند او په حب کې حکومتي ګوند عوامي اتحاد د ښاروالۍ څوکۍ ګټلې دي.
په افغانستان کې که له یوې خوا په موسیقۍ بندیز لګېدلی، ترڅنګ یې فرهنګیان د نورو فرهنګي فعاليتونو د پيکه کېدو خبره هم کوي.
دوی وايي، په کابل او ولایتونو کې چې مخکې ګڼې اوونیزې غونډې کېدې، اوس یې شمېر بیخي را کم شوی.
شاعر او لیکوال ذبیح الله بیان وايي، سره له دې چې په کابل کې فرهنګي ناستې کمې شوي، ورسره په ناستو کې ګډونوال هم کم شوي دي.
نوموړی وايي: "د دې څو عوامل دي، یو خو د حاکم ډلې قیودات دي، بل ډېر کسان چې په فرهنګي غونډو کې یې برخه اخیسته، هغوی له هېواده ووتل، ځکه اوس تشه رامنځته شوې ده،... Читать дальше...
خبریال او د سیاسي چارو شنونکي سید علي شاه په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې دننه د اختلافاتو په اړه مشال راډیو ته وویل چې د دې تقسيم تاوان به ټولو پښتنو ته رسي.
۴۴۸ ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي تړلي او لا یې د پرانیستو هیڅ هیله نهشته.
که څه هم د طالبانو حکومت د ښوونځیو د پرانيستو په اړه هیڅ هم نهوايي، خو د افغانستان د دې لویې ستونزې په اړه اسلاماباد غږېدلی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، د افغان نجونو د تعلیم په برخه کې کار روان دى.
هغه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان له عمومي منشي سره ګډ خبري کنفرانس کې کړي، خو په دې اړه یې جزییات نهدي ورکړي.
د طالبانو حکومت له ویاندویانو او د پوهنې... Читать дальше...
همايون چنګېزي له تاجکستان څخه افغانستان او بيا پاکستان ته کډوال شوی دی. نوموړی له کلونو راهيسې په پېښور کې د ميکسډ مارشل ارټ کلب چلوي. د چنګېزي په وينا د مهاجرت له وجې نه شي کولای چې په نړيوالو سياليو کې برخه واخلي. په دې اړه نور حال د مشال راډيو همکار وسيم سجاد په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ پورې تړلې وه چې بیا د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه. پاکستاني چارواکو د چمن – سپين بولدک دروازه د نومبر په ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې د یوه وسلوال په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.
په تېرو درې ورځو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړل ډول د فېس بوک ډېری کارونکو د مېرمن قمرګلې مرګ د افغاني موسیقۍ لپاره یو ستره ضایعه وبلله او خواشیني یې پرې وښوده.
افغان شاعرې او خبریالې مرسل احمدزۍ په خپله فېس بوک پاڼه لیکلي: "له تېر یو کال بیماره سندرغاړې هغه وخت رسنیو او خلکو ته یې ورپه زړه شوه، چې مړه شوه.
دغه مینه چې اوس د هغې په وفات څرګندېږي که په ژوندوني یې لیدلې وای د بیمار زړه تسلي به یې پرې شوې وای. خو موږ مرده پرستان ژوندي په روغ زړه چېرې پرېږدو."
د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت... Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف نن دوشنبه وویل، چې د یمن په کورنۍ جګړه کې چې نږدې اته کاله مخکې پیل شوې، تر اوسه تر ۱۱زرو ډېر ماشومان یا وژل شوي یا معلول شوي دي.
یونېسف وايي، اټکل دا دی، چې د دې شخړې د مړو واقعي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.
په یمن کې روان بشري بحران د نړۍ په سطحه ناوړه بلل شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس لهمخې، د یونېسف اجرایه مدیرې کاترین رسل (Catherine Russell) ویلي، په زرګونو ماشومان مړه دي، په سلګونو زره یې د مخنیوي وړ ناروغیو یا هم لوږې له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Козлов: Россия и КНДР прорабатывают возможность запуска прямых рейсов
Путин в России и мире
Москва
СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Найк Борзов
Братья Грим и Найк Борзов зажгут в Нижегородской области на Дне молодежи
Москва
Ирина Шейк показала, кого читает из русских писателей
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net