هغه بزګران چې پخوا به يې د فراه ښار شاوخوا ځمکو کې کوکنار کرل، سږکال يې غنم کرلي او پر دې نوي فصل دوې اوونۍ تېرې شوي دي.
د فراه ولایت يو بزګر عبدالستار چې په خپله ځمکه کې په کښت بوخت دی وايي، سږکال يې د طالبانو د حکومت په غوښتنه غنم کرلي دي، خو دی وېره لري چې سږکال به هم وچکالي وي او هغه حاصلات به ترلاسه نه کړي چې دی يې تمه لري.
نوموړی وايي: "اوس مې پنځلس جريبه کښت کړی دی، که باران وشو، خو يو څه به لاس ته راشي، خو که باران و نه شو، په سولري اوبو د کښت خړوبول موږ ته تاوان کوي، ځکه سره هم ګرانه ده، یو من غنم موږ ته په زر افغانۍ تمامېږي. Читать дальше...
یو شمېر افغانې کورنۍ په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو لهخوا د خوراکي او روغتیايي مرستو د احتمالي بندېدو په اړه اندېښمنې دي.
زکيه چې له شپږو تر دولسو کلونو پورې پنځه ماشومان لري، وايي، له ناوړه اقتصادي وضعيت سره لاس او ګرېوان ده او د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره هیڅ عايد نهلري.
دا مېرمن چې د افغانستان په یوه ولایت کې اوسیږي، ازادي راډيو ته یې وویل چې، د مرستندویه ټولنو مرستو ته سترګې په لار وه، خو په افغانستان کې د یو شمېر مرستندویه موسسو د فعالیتونو درېدل هغه مایوسه کړې ده.
نوموړې وايي... Читать дальше...
په ۲۰۲۲ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات یو ځل بیا خرابېدو اړخ ته روان شول. په دغه دوران کې داسې پېښې هم مخې ته راغلې چې پکې له بشري حقونو سرغړونه شوې. د صوبې په مختلفو سیمو کې خلکو د نا امنۍ او د بشري حقونو د سرغړونو خلاف پراخه مظاهرې هم وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په تهران کې د ایټالیا سفیر جوزپه پرونه يې د هغه څه په خاطر ورغوښتی چې دوی د ایران په کورنیو چارو کې د یو شمېر ایټالیوي چارواکو د " لاسوهونکو خبرو او اقداماتو " دوام بللی دی.
له دې یوه ورځ وړاندې روم د ایران استازی په دې هېواد کې د وروستیو اعتراضونو پر وړاندې د ایران د حکومت د کړنو د سپیناوي لپاره ورغوښتی و.
د ایټالیايي د بهرنیو چارو وزارت د ایراني معترضانو پر وړاندې د ایران حکومت کړنې د نه منلو وړ بللي او خپل اعتراض يې د ایران سفیر محمد رضا صبوري ته څرګند کړ.
د سوريې حکومت وايي، وسلهوالو مخالفانو یې د دې هېواد په لوېدیځ کې د نفتو د صعنت د کار کونکو یو بس په توغندي ویشتی چې پهکې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.
د سوریې د پترولیم وزارت ویلي چې، توغندی د "التیم" د تېلو تاسیساتو کې لګېدلی دی.
د برید مسولیت تر اوسه هیڅ ډلې په غاړه نهدی اخیستي خو د سوریې د بشري حقونو د څار برېتانیا مېشتي بنسټ ویلي، د اسلامي دولت یا داعش وسلهواله ډله د دې برید تر شا لاس لري.
له بلې خوا د سوريې په شمال کې د کوردانو په مشرۍ ځواکونه وايي، د داعش پر ضد وروستیو عملیاتو کې یې د دې ډلې ۵۲ وسلهوال نیولي دي.
د طالبانو حکومت د روان میلادي کال په تېرو دوه میاشتو کې جدي قوانین عملي کړي چې په ترڅ کې یې یو تن اعدام کړی او سلګونه نور یې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د اعلامیو پر بنسټ په تېرو څلویښتو ورځو کې د پنځوسو ښځو په ګډون ۲۶۰ تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په دُرو وهل شوي دي.
په دې اعلامیو کې ویل شوي دي تورن کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت د لومړنیو محکمو په حکم په دُرو وهل کېږي.
ویل کېږی چې په دُرو وهل شوي کسان تر ډېره په اخلاقي فساد، غلا، مخدره موادو د قاچاق، له... Читать дальше...
د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، په تېرو دوو لسیزو کې له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۲ پورې څه باندې ۱۷۰۰ خبریالان په نړۍ کې وژل شوي دي.
ددې سازمان راپور ښېي، په دې موده کې په اوسط ډول هر کال تر اتیاو زیات خبریالان وژل شوي دي.
په تېرو ۲۰ کلونو کې عراق او سوریه کې د ۵۷۸ خبریالانو په وژل کېدو سره د بې پولې خبریالانو د راپور پر بنسټ دا هېوادونه د خبریالانو لپاره تر ټول خطرناک بلل شوي دي.
له عراق او سوریې وروسته ډېر خبریالان په شپږو نورو هېوادونو له هغې ډلې په مکسیکو کې ۱۲۵، فلیپین کې ۱۰۷، په پاکستان کې ۹۳،... Читать дальше...
د فوټبال دغه افسانوي لوبغاړی، چې په تېره پېړۍ کې یې درې نړیوال جامونه ګټلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د کولمو د سرطان تر درملنې لاندې وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د غیرقانوني کډوالو لپاره د بښنې طرحه د ډېسېمبر په ۳۱مه نېټه، یعنې سبا ورځ پای ته رسېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله پرون (د ډېسېمبر پر ۲۹مه) ناوخته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي."
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې جریمه به څومره وي؟ او تر... Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې یو شمېر افغانان پاکستان ته کډه شول. د کندهار يو اوسېدونکې محمد اصف شکوري په دې خاطر د پاکستان بلوچستان صوبې ته کډه شوی چې په خپلو لوڼو زدکړې وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې هېواد کې د غیرقانوني کډوالو لپاره د بښنې طرحه د ډسمبر په ۳۱مه نېټه، یعنې سبا ورځ پای ته رسېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله پرون ناوخته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي."
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا نهدي ویلي چې جریمه به څومره وي او تر خوا یې هغه کسان چې په تور لېسټ کې اچول کېږي، برخلیک به یې څه وي. Читать дальше...
د اوکراین پر ښارونو د روسیې د راکټي بریدونو د یوې نوې څپې په پایله کې، پرون (دسمبر ۲۹) لږ تر لږه درې کسان ووژل شول او لوېدیځ ښار لوېف تقریباً له برښنا بې برخې شو.
د اوکراین پوځ ویلي، چې د روسیې ډېر راکټونه یې شنډ کړي هم دي.
د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر ډینس موناستیرسکي ویلي، د دغو بریدونو په پایله کې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
خو نوموړي د دغو کسانو د ټپي کېدو او وژل کېدو ځاى مشخص نهکړ.
د اوکراین پر پلازمېنې کییف سربېره، د بریدونو دې نوې څپې د دغه هېواد دوهم لوی ښار خارکیف... Читать дальше...
د قامي سلامتیا کمېټۍ غونډه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې په وزیراعظم هاوس اسلام اباد کې روانه ده چې پکې د پاکستان د پوځ مهم پوځي مشران، وفاقي وزیران او چارواکي ګډون لري.
امریکا، قطر او د نړۍ شاوخوا ۱۸ بېلابېلو پوهنتونونو د افغان نجونو لپاره سلګونه سکالرشیپونه اعلان کړي دي.
وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې وتړلې دا بورسیې د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې اعلان شوې.
که څه هم د نړۍ هېوادونو د افغان نجونو لپاره د بورسیو د هر ډول اسانتیا ژمنې کړي خو یو شمېر نجونې وايي اندېښمنې دي چې، که بورسیو ته کامیابې هم شي ښايي طالبان بهر ته د تګ اجازه ورنه کړي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ ویلي د افغان مېرمنو حقونه سخت تر پښو لاندې شوي.
ښاغلي بېنيټ په یوه ټوېټ کې بېګاه دا خبره کړې.
هغه زیاته کړې چې افغان مېرمنې د نورو انسانانو په څېر د تعلیم او کار مساوي حق لري.
ریچارډ بېنيټ ویلي د افغان مېرمنو تر څنګ دریږي او د حق غوښتنه یې کوي.
طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د پوهنتونو دروازې یې هم د نجونو پر مخ وتړلې او تېره اوونۍ یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.
څلورو لویو غیر دولتي مؤسسو چې په افغانستان کې یې د طالبانو لهخوا په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو د کار بندیز له پرېکړې وروسته، خپلې چارې ځنډولي، خبرداری ورکړی چې نوي کال کې شاو خوا ۹۷ سلنه افغانان له فقر او بېوزلۍ سره مخ کېدونکې دي.
د ماشومانو د ساتنې مؤسسې"Save The Children"، د ناروې د مهاجرت شورا"NRC"، پاملرنې "Care" او ورلډ ویژن انټرنېشنل"World Vision International" پرون ویلي، وروستي ارقام ښیې چې نږدې ۲۸ میلیونه افغانان چې ۱۴ میلیونه یې ماشومان دي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د... Читать дальше...
د ترکيې چارواکي وايي، په ۲۰۲۲م کال کې هلته د وېښتو کرلو کاروبار ډېر ښه وو. د دوی په وینا، په دې کال کې نژدې لس لکه خلک له نورو هېوادونو د وېښتو کرلو لپاره ترکیې ته ورغلي وو. ځینې بهرنیان وایي په ترکيه کې دغه کار لږ ارزانه دی نو ځکه زیاتره خلک هلته ورځي. فرخنده اسد د رویټرز اژانس ویډیو وړاندې کوي
په سلګونو بې اسناده افغانان چې د پاکستان کراچۍ ښار ته د درملنې لپاره تللي، اوس هم د پاکستان په زندانونو کې دي.
فواد زیارمل د فاریاب ولایت د میمنې ښار اوسېدونکی دی، چې مور او پلار یې د لړم میاشتې په پنځمه په کراچۍ کې د پاکستاني ځواکونو لهخوا نیول شوي و.
نوموړي ازادي راډيو ته وويل، چې پلار يې د سرطان ناروغي درلوده او له مور، ماما او مامي سره یې پاکستان ته تللى و، له څلوېښتو ورځو وروسته یې پلار په زندان کې مړ شوى او مور يې چې لا هم په زندان کې ده چې د مېړه له مړینې نهده خبره.
نوموړی وايي:... Читать дальше...
له هغې وروسته چې طالبانو د افغان نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې وتړلې یو شمېر هېوادونو د طالبانو دغې پرېکړې ته په غبرګون کې د نویو بورسیو د اعلان خبره وکړه.
۲۲ کلنه زینب چې د کابل په یو خصوصي پوهنتون کې فارميسۍ برخې ته بریالۍ شوې وايي، په هغه هېواد کې چې مېرمنې او نجونې له محرم پرته د سفر اجازه نهلري نو نجونې به څنګه د زده کړو لپاره بهر ته سفر وکړي.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل، د زده کړو په لومړۍ ورځ له پوهنتونه منع شوې او دغې چارې یې راتلونکي لپاره ټولې هیلې مړې کړي.
اغلې زينب وايي... Читать дальше...
د فوټبال د نړۍ برازیلی وتلی ستوری اډسن ارانتیس دی نسیمینټو د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۹ د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.
د فوټبال دغه افسانوي لوبغاړی، چې په تېره پېړۍ کې یې درې نړیوال جامونه ګټلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د کولمو د سرطان تر درملنې لاندې و.
د پېلې لور، کیلي نسیمینټو په خپله انسټاګرام پاڼه کې د خپل پلار مړینه اعلان کړه او لیکلي یې دي: "موږ له تاسو سره ډېره مینه لرو. ارام اوسئ."
پیلې چې د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام له پیل سره سم په روغتون کې بستر شوی و، خپلو عزیزانو ته یې په یوه پیغام کې ویلي: "زما... Читать дальше...
په فلپین کې پرون څلور نور کسان هم د دغه هېواد په جنوب کې د ځمکې ښوېدو په پېښه کې مړه شول، چې ورسره د وروستیو طبیعي افتونو له کبله د مړو شمېر ۳۹ ته ورسېد.
چارواکي وايي ژغورونکي تر ۲۰ زیاتو نورو هغو کسانو پسې پلټنه کوي د دې اوونۍ په پیل کې د سېلابونو او ځمکې ښوېدو تر پېښې وروسته ورک دي.
د فلپین د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، څلور کسان په مینداناو (Mindanao) ټاپو کې موندل شوي، چې دوه پهکې تنکي ځوانان دي.
په فلپین کې چې ۱۱۰ ملیونه وګړي لري، د دې اوونۍ په پیل کې داسې مهال چې خلک... Читать дальше...
بېلاروس پرون د اوکراین سفیر احضار کړ او خپل اعتراض یې ورته وړاندې کړ.
دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې د اوکراین د هوايي دفاع یو میزایل د بېلاروس د لوېدیځ برست ښار ته نږدې ولګېد.
د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت ویلي: د اوکراین له خاورې د الوتکو ضد S-300 ډوله رهبري شوي میزایل د توغولو په تړاو سخت اعتراض وشو.
مینسک له کییف غوښتنه کړې چې د دې پېښې په اړه بشپړې څېړنې او له عاملانو سره حساب کتاب وکړي.
په بېلاروس کې د میزایل د لګېدو په پېښه کې د مرګژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی او اوکراین هم کوم نظر نهدی ورکړی. Читать дальше...
د ایران حکومت پرون د مرکزي بانک رئیس په داسې حال کې بدل کړ، چې د دغه هېواد پولي واحد تومان د بهرنیو اسعارو په وړاندې ډېر ولوېد.
په ایران کې دغه اقتصادي بحران وروسته له هغې زیات شو، چې له لوېدیځ سره پر اټومي موضوع مذاکرو لږ پرمختګ وکړ او بله دا چې په دغه هېواد کې له څو میاشتو راهیسې اعتراضونه روان دي.
د ایران دولتي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د کابینې تر غونډې وروسته حکومت محمد رضا فرزین د مرکزي بانک د نوي مشر په توګه وټاکل شو.
په راپور کې ویل شوي، چې د مرکزي بانک د مخکيني مشر، علي صالح ابادي استعفی د ښاغلي فرزین تر ټاکل کېدو مخکې منل شوې وه. Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي، د روان میلادي کال د پولیو ضد وروستی کمپاین پرون پای ورسېده.
په افغانستان کې د یونېسف د رسنیو د برخې مسوول، کمال شاه پرون ازادۍ راډیو ته وویل، هدف نږدې ۷ ملیون ماشومانو ته ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکول وو.
نوموړی وايي: "دا کمپاین یوه اوونۍ مخکې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې عملي شوی و، چې په ۴ نورو ولایتونو ختیځو ولایتونو کې هم عملي شو او پرون پای ته ورسېد."
سږ میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو دوې مثبتې پېښې، خو په پاکستان کې... Читать дальше...
د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، د سالنګ لویه لار د درنې واورې ورېدو له کبله د ټېلري موټرو پرمخ له پرون راهیسې تړل شوې ده.
دغې ادارې ویلي، هغه موټر چې زنځیر یا «چین» ولري، کولی شي پر دې لویه لار تګ راتګ وکړي.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې ورېدلو راپورونه ورکړل شوي دي.
په غور ولایت کې د درنې واورې له کبله د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ترمنځ لارې د چهارشنبې له ناوخته تړل شوي او مسافرو پرون هم د لویې لارې په دواړو غاړو کې د لارې پرانیستل کېدو ته انتظار وو.
Спорт в России и мире
Москва
Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
По каким признакам можно распознать машину-«утопленника»: лайфхак
Путин в России и мире
Москва
ЯНДЕКС, АЛЕКСАНДР ПУШКИН, АНАТОЛИЙ ГОЛОД И "СВЯТОЙ ЛЕНИН" ВЕДУТ СЛЕДСТВИЕ ВЕКА! ВАЖНЫЕ СЕРЬЁЗНЫЕ ДАННЫЕ.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Жанна Агузарова
Жанну Агузарову -награждённую титулом «Легенда вне времени» вырезали
Москва
Эксперт: России выгодно возродить гидроэнергетику Северной Кореи
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net