فليپين کې د طبيعي پېښو له امله د مړو شمېر ۳۹ ته ورسېد
چارواکي وايي ژغورونکي تر ۲۰ زیاتو نورو هغو کسانو پسې پلټنه کوي د دې اوونۍ په پیل کې د سېلابونو او ځمکې ښوېدو تر پېښې وروسته ورک دي.
د فلپین د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، څلور کسان په مینداناو (Mindanao) ټاپو کې موندل شوي، چې دوه پهکې تنکي ځوانان دي.
په فلپین کې چې ۱۱۰ ملیونه وګړي لري، د دې اوونۍ په پیل کې داسې مهال چې خلک د کرسمس د جشنونو په لمانځلو بوخت وو، هوا ډېره خراب شوه.
