Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

نړيوالو پر ښځينه کارکونکو د طالبانو بندیز غندلی او د پرمختګ مخنیوی یې بللی

0
نړيوالو ادارو او هېوادونو په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې ژر دې دا بندیزو بېرته واخلي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا ای ار سي د دیسمبر په ۲۴مه په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې له درې زره زیاتې ښځینه کارکوونکې لري چې په دې هېواد کې په بشري مرستولو رسولو کې یې ونډه ډېره مهمه ده. دې ادارې زیاته کړې چې د دې مېرمنو کار نه کول به د بشري مرستو په رسولو کې لويې ستونزې جوړې، خلک د ستونزو سره مخامخ او پخپله د دې کار کوونکو کورنيو ته اقتصادي مشکلات جوړ کړي.


د نجيبه رحماني په نوم یوې افغانې پر خپل فیسبوک ليکلي چې له شپږ مياشتنۍ بې روزګارۍ وروسته یې په يوه غيردولتي اداره کې کار پيل کړ. د هغې په وينا چې کار یې نه وو نو سخت مشکلات یې درلودل خو چې کار یې پيل کړ نو ټوله کورنۍ یې خوشاله وه. هغې پوښتنه کړې اوس چې له کاره منع شوه نو کورنۍ به یې څه کوي او هغو قرض ورکونکو ته په څه جواب وايي چې کورنۍ یې ترې پور اخیستی دی؟




اروپایي ټولنې چې په افغانستان کې د مرستندویه موسسو یوه لویه تمویلونکې ده، هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا موضوع چې د ښځو پر کارکولو دغه بندیزبه یې د مرستو پر بهیر څه اغېز ولري، ارزوي. 


په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د دیسمبر په ۲۴مه په يو مکتوب کې ټولو دولتي او غيردولتي ادارو ته حکم وکړ چې ښځې به تر امر ثاني پورې د کار اجازه نه لري. دوی دریځ وړاندې کړی چې ښځې حجاب نه اغوندي. 


خو پر ټولنيزو رسنيوو افغانانو او په بېلابېلو بیانونو کې نړيوالو دا هسې يوه بهانه او ښځو سره د طالبانو تعصب بللی دی. افغان امريکن فاونډېشن پر ټويټر ليکلي چې د طالبانو کړنې جنسیتي تبعیض دی. دوی وايي په لسګونو زره ښځې له کاره منع کول به اقتصادي بحران رامنځته کړي




 د افغان ښځو لپاره د امريکا ځانګړې استازې، رینا اميري پر ټويټر ليکلي‌چې ښځې له کاره منع کول د طالبانو يو بل ظلم دی. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ او يونیسيف سیمه ييز مشر جارج لیري اجي په خپلو جلا جلا بیانونو کې ويلي چې د طالبانو دا کار به ميليونو خلکو ته د بشري مرستو رسول ټکني کړي.


د اکبر خپلواک انسټېټیوټ سره چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو نادولتي ادارو فعالیتونه همغږي کوي، د ۸۳ نړیوالو ادارو په ګډون ټولې ۱۸۳ نادولتي ادارې ثبت دي. 




طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول. دوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو دا کار یې و نه کړ.


طالبانو د نجونو پر تعليم د بندیز سربېره پر ښځو يو لړ نور بندیزونه هم لګولي دي لکه هغوی یې پارکونو ته له تګه هم منع کړي دي، په دفترونو کې د ښځو شمېر کم کړی، له محرم بغیر ورباندې بهر پر تګ راتګ بندیز دی، پر ښځو مخ پټول جبري شوي او پر ټېلېوېژن یې څرګنديدل محدود کړي دي.


افغان ښځو د دې محدودیتونو پرضد د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي خو طالبان له خپلې تګلارې نه دي اوښتي او نه یې هم د نړيوالو غبرګون ته مثبت ځواب ویلی. د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د ديني عالمانو په يوه غونډه کې ويلي ول چې "نه د نړيوالو غوښتنې مني او نه هم ورسره يو قدم مخکې" ځي.




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net