د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز کندهار کې د يو سيمهييز خبريال د ځانوژنې پر پېښه خپګان ښودلی
دغې ادارې په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي، پخواني خبریال نصیر میرزايي چې له «زما» او «نړۍ» راډیوګانو سره د ویاند په توګه کار کړی و، پرون یکشنبه ځانوژنه کړې ده.
که څه هم د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز وايي د دې پېښې علت معلوم نهدی، خو ځینو سرچینو ویلي، چې دغه پخواني خبریال په وروستیو کې له اقتصادي ستونزو شکایتونه کول.
