د بلخ - جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له کبله ۵ کسان مړه شوي
![د بلخ - جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له کبله ۵ کسان مړه شوي](https://gdb.rferl.org/319907FF-C0E7-4845-B442-CA194CEC1E54_w800_h450.jpg)
د بلخ-جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې په ترڅ کې د دوو مېرمنو په ګډون ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
باختر اژانس نن په ټویټر کې لیکلي چې دا پېښه هغه وخت وشوه چې د مسافرو یو بس له سراچه موټر سره د شبرغان په چیغچي سیمه کې ټکر وکړ.
د راپور له مخې په دې پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوې هم دي.