په کییف کې پرله پسې چاودنې شوي
د راپورونو له مخې نن د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پرله پسې چاودنې وشوې.
تر دې مخکې د روسي الوتکو د احتمالي بریدونو د پیلېدو له وېرې د خطر د زنګونو غږونه جګ شول.
د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په ټېلېګرام کې د چاودنو خبر تایید کړ.
وروسته کلیچکو ولیکل چې یوه چاودنه د سولومینسک په مېنه کې وشوه.
تر اوسه په دې اړه نور جزییات له رسنیو سره نه دې شریک شوي خو راپورونه وایي چې د اوکراین دافع هوا سیستم هم فعاله و.