د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پلازمېنې کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اوونیو لپاره ټول ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه تړلي اعلان کړل.
د دغه وزارت چارواکي وایي، دا پرېکړه یې د کرونا ویروس د نوې څپې د پراختیا د مخنیوي لپاره کړې ده.
د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د شنبې (د غبرګولي ۸مه) په ورځ په کابل کې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت له چارواکو سره يوې ګډې خبرې غونډې ته وویل: "موږ ته ویل کېږي چې تاسو درک نه لرئ، اقتصادي نظام او د ټولنې وضعیت له ستونزو سره مخ کوئ، خو ټولنیز واټن... Читать дальше...
د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له جګړو سره سم، پروسږکال په ۲۲ هغو ولايتونو کې چې هلته کوکنار کرل شوي وو، د جګړې اور هم پسې پراخېږي. دې جګړو د نورو اندېښنو تر څنګ د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په اړه هم اندېښنې پيدا کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، سږ کال ډېر کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي او يا هم هغه سيمې دي چې هلته غير مسوول وسله وال او زورواکان لاسبري دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق وايي، حکومت پرېکړه کړې چې د غير مسوولو وسله والو په سيمو کې د کوکنارو بوټي په بشپړ ډول واړوي. Читать дальше...
نن د پښتو ژبې ورځ لمانځل کېږي. دا ورځ په لومړي ځل د ۲۰۱۲م کال د مې پر ۲۹مه په کابل کې د يوې غونډې پر مهال ولمانځل شوه چې ګڼو ليکوالانو، مخورو او حکومتي چارواکو ګډون پکې کړی و.
دا ورځ تر هغه وروسته لمانځل کېږي کله چې په کابل کې د ۲۰۱۰م کال د جولای پر ۱۰مه د يو پښتو کنفرانس پر مهال پښتو کمپيوټر پوه نور رحمان ليوال وړانديز کړی و چې د پښتو ژبې لپاره دې ورځ ځانګړې شي. تر هغه وروسته د ليکوالانو او نورو مخورو د سلا مشورو په نتيجه کې د مې ۲۹مه (د غبرګولي اتمه) د پښتو ورځ وټاکل شوه ځکه د هغوی په وينا په... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا د کنټرول قامي مرکز ویلي، په ټول ملک کې هغو ښوونکو (استادانو) ته د کورونا واکسینو ورکولو لړۍ د مې پر ۲۹مه پیل شوې چې عمرونه یې ۱۸ کاله یا له دې پورته دي.
خو دا مراعت یوازې استادانو ته دی، د ژوند د نورو طبقو خلکو لپاره حکومت بل مهال وېش ټاکلی دی. د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر د مې په ۲۸مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کورونا د کنټرول قامي ادارې په غونډه کې دغه پریکړه شوې ده چې د مې له ۲۹مې نېټې نه به ۳۰ کلنو او یا هم له دې د پورته عمر کسانو ته د کورونا واکسین ورکول کېږي.... Читать дальше...
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې پر يو خبريال د بريد پر ضد د خبريالانو اتحادېې او د بشري حقونو فعالانو د مې پر ۲۸مه احتجاجي مظاهره کړې ده. مظاهرچيانو له حکومته د بريد د رڼو پلټنو غوښتنه کوله. د احتجاج کوونکو وينا وه چې په دې وروستيو کې په اسلام اباد کې پر خبريالانو د بريدونو پېښې زياتې شوې دي۔ بلخوا حکومت ويلي چې د پېښې پلټنې يې روانې دي او نتيجې ته نيږدې شوې دي. نور حال د عمران يونس او ځلاند يوسفزي په ويډيويي راپور کې.
په داسې حال کې چې هند د خپلو ۱۳ سوه میلیونو وګړو د واکسینولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی، د امریکا متحدو ایالاتونو او هند ژمنه وکړه چې په ګډه به د کووېډ-۱۹ وبا پرضد کار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون جمعه(د غبرګولي ۷مه) وویل، واشنګټن غواړي ډاډه شي چې هند له کرونا ویروس سره په مبارزه کې مرستې ته اړتیا لري.
بلېنکن چې د هند له بهرنیو چارو وزیر جې شنکر سره یوځای خبرې کولې، وویل، د کووېډ-۱۹په لومړیو ورځو کې هند د امریکا له متحدو ایالاتونو سره مرستې ته چمتو و، اوس موږ... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پکتیکا کې د زعفرانو د کر او حاصل د لا پراختیا په هدف ټاکل شوې چې سږکال ټاکل شوې د یاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې ۱۰ ننداریزې کروندې جوړې شي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د زعفرانو د کښت، ګل ټولونې، اقتصادي ارزښت او پراختیا په هدف دا لس ننداریزې کروندې به په مرکز ښرنې، سروبي، جانیخېل، یوسف خېل او خیرکوټ ولسوالیو کې جوړې شي.
ښاغلی رستمي وايي، وزارت هڅه کوي چې په یاد ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو محصولاتو تر څنګ د زعفرانو کرکېله هم پراخه کړي.
په بوسنیا کې په زرګونه ناقانونه کډوال ژوند کوي چې زیاتره یې په کیمپونو کې دي خو ځینې د کروېشیا پولې ته نېږدې په شاړو کورونو کې اوسي. په کډوالو کې زیاتره افغانان دي چې وخت په وخت د کروېشیا له لارې غربي اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کوي خو کروېشیايي چارواکي یې بوسنیا ته ستنوي. د دې کډوالو د ژوند حال د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
په کندهار ولایت کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا د یوې شبکې کار پای ته ورسېد.
د افغانستان د کلیو بیارغونې وزارت ویاند فریدون اژند نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) ازادي راډيو ته وویل، د دغې شبکې چارې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت په تخته پُل ولسوالۍ کې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په خبره، دغه لمریزه برېښنايي شبکه چې د ٤.٢ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی د ۱۲،۱۲ مېګا واټه لمریزې برېښنا د تولید توان لري.
د ښاغلي اژند د معلوماتو له مخې، په دې شبکه کې ٦٠ دانې ٢٧٥ واټه سولري تختې او ٣٦ دانې۲۰۰ امپیره بطرۍ نصب شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن شنبه (د غبرګولي په ۸مه) په متحد عربي اماراتو کې له سینګاپور سره دوستانه لوبه کوي.
تردې مخکې افغان لوبډلې د سې شنبې په ورځ له اندونیزیا سره دوستانه لوبه درې د دوو پر وړاندې وګټله.
دا دوستانه لوبې د نړیوال او اسیا جام د غوراوي لوبو د چمتوالي لپاره دي.
د امریکا متحد ایالاتونه به پر بلاروس نور بندیزونه ولګوي.
دا بندیزونه وروسته تردې لګول کېږي چې د مې په درویشتمه د بلاروس رژیم د راین ایر هوایي شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه په پلازمېنې منسک کې ښکته کړه او بیا یې یو خبریال د مسافرو له منځه ونیو.
دا الوتکه له یونان څخه لیتوانیا ته روانه وه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) په یوه بیان کې وویل چې د بلاروس پر نهو شرکتونو به د جون له درېیمې بندیزونه ولګول شي.
جین ساکي زیاته کړه چې دا د بلاروس له خلکو سره د امریکا د ژمنو... Читать дальше...
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جو بایډن کانګرس ته د شپږ تریلیونه ډالرو د بودجې طرحه د تصویب لپاره واستوله.
په دې طرحه کې د بې وزله او منځنۍ کچې امریکایانو د ملاتړ لپاره یو لړ پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي، همدا راز د بنسټیزو پروژو پلي کول او له پوهنې نیولې د سایبري بریدونو تر مخنیوي پورې پروګرامونه په پام کې دي.
وروسته تردې چې په جنوري میاشت کې جو بایډن واک ته ورسېد، دا لومړی ځل دی چې کانګرس ته د بشپړو لګښتونو طرحه وړاندې کوي.
تمه ده چې په کانګرس کې د دې طرحې په اړه جدي بحثونه وشي او ممکن دا بحثونه میاشتې میاشتې دوام وکړي.
سر له نننه د افغانستان په شپاړلس ولایتونو کې د زده کړو مرکزونه د دوو اونیو په مخه بند شول.
د افغانستان د عامه روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې دا هڅه د کرونا وبا د نوې څپې د مخنیوي لپاره کېږي.
د کرونا له درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره او د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي په خاطر په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردک، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، نیمروز او کندوز کې سر له نننه د دوو اونیو په مخه پوهنتونونه، ښوونځي او د روزنې کوروسونه بند شول.
د عامې روغتیا وزرات وروسته... Читать дальше...
د کابل د نن ورځې ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د امریکايي هډو جوړېدل او دا چې ولې طالبان له سولې وېره لري په اړه لیکنې او سرلیکنې خپرې کړي دي.
افغانستان
افغانستان ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي'طالبان ولې له سولې ویره لري؟' په نوم مقاله خپره کړې.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، طالبان نه غواړي د ترکیې ناسته هم د بُن د ناستې په څېر وي.
د سرمقاله لیکونکي لیکي، که طالبان د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي او هلته د یوې توافقي سولې پرسر سلا شي نو دغه ډله بیا خپل ځان... Читать дальше...
د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې له جګړو سره سم، پروسږکال په ۲۲ هغو ولايتونو کې چې هلته کوکنار کرل شوي وو، د جګړې اور هم پسې پراخېږي. دې جګړو د نورو اندېښنو تر څنګ د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په اړه هم اندېښنې پيدا کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، سږ کال ډېر کوکنار په هغو سيمو کې کرل شوي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي او يا هم هغه سيمې دي چې هلته غير مسوول وسله وال او زورواکان لاسبري دي.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معين محمد هاشم اورتاق وايي، حکومت پرېکړه کړې چې د غير مسوولو وسله والو په سيمو کې د کوکنارو بوټي په بشپړ ډول واړوي. Читать дальше...
یوه ورځ وروسته له هغې چې د کرونا ویروس نږدې زر مثبتې پېښې ثبت شوې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ښوونځیو، پوهنتونونو، ښوونیزو مرکزونو او کورسونو د بندېدو خبر ورکوي.
عامې روغتیا وزارت د شپې ناوخته په خبرپاڼه کې ویلي چې په هېواد کې د ویروس د لا خپرېدو مخنیوي په خاطر په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز او نیمروز کې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه سبا د غبرګولي اتمه د دوه اونیو لپاره رخصت دي.
په اعلامیه کې... Читать дальше...
نورستان کې کسبګرو ته باریان ویل کېږي او د نورستانیانو په طبقاتي ژوند کې پخوا باریان له ټولو د ټيټ مقام خاوندان وو.
په خیر خیرات او واده کې د باریانو خپل ځای او خوراک معلوم و او خلکو به ورسره سم چلند نه کولو، خو اوس دغه توپیري چلند تر ډېره راکم شوی دی .
د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د نجارانو کلي اوسیدونکی ۴۰ کلن محمد ظاهر چې دروازې جوړوي وايي، لاسونه به د دوی تڼاکې و، شپه او ورځ به دوی کارونه کول، خو په خپلو لاسونو د جوړو شوېو شیانو په بدل کې مزد او ګټه يې له چا نه شوه اخېستلی.
د ده په خبره د... Читать дальше...
څو لوېدیځو ورځپاڼو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن څرګندونې راخیستي دي.
دي هیل
دي هیل ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د استازو جرګې د تدارکاتو فرعي کمېټې ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر تر ټاکل شوي مهالوېش چټک دی.
تردې وړاندې هم لوېدیځو رسنیو د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په قول ویلي و چې ممکن ټول امریکايي پوځیان تر ټاکلي مهالویش څو میاشتې وړاندې د جولای تر نیمايي پورې ووځي.
د امریکا دفاع وزیر وویل چې وزارت... Читать дальше...
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کروناویروس د هندي بڼې د مواردو د ټېسټ لپاره کیټونه نه لري.
د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي پرون جمعه (د غبرګولي ۷مه) ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې ښايي د کرونا د هندي بڼې مثبت موارد وي: "تر اوسه موږ د هندي بڼې تشخیصیه کیټ نه لرو خو یوازې د بریتانوۍ بڼې کیټ راسره شته او موږ دا بڼه تشخیص کړې، خو بیا هم دا خبره نه شو ردولای چې کېدای شي په هېواد کې د هندي بڼې نوې مثبتې پېښې هم وي."
ښاغلي علیزي هیله وښوده چې افغانستان به په راتلونکې... Читать дальше...
Музыкальные новости
Пианист
Пианист Мацуев: "Спартаку" нужно менять стратегию, чтобы бороться за чемпионство
Персональные новости
Газпром
Мини-футбол. Чемпионат России. 1/4 финала. Четвертые матчи. «Синара» сравняла счет в серии с «Газпром-Югрой», «Тюмень» обыграла «Норильский никель», другие встречи
د غور چارواکي وايي چې په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې کابل ته د تلونکې لارې د خلاصون لپاره د دوی هڅې پیل شوي دي.
په غور ولایت کې په دوو جلا حملو کې د ۷ ولسي وګړو له وژل کېدو وروسته د لعل او سرجنګل اوسېدونکو د اعتراضونو په ترڅ کې په خپله سیمه کې د کابل او غور ترمنځ لویه لاره بنده کړه.
د غور مرستیال والي حبیب الله رادمنش تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې هڅه کوي دا لاره د سیمې د مخورو په مرسته پرانیزي: "زه له یو شمېر مخورو او مشرانو سره هغې سیمې ته ځم، څو دا لاره په هر ډول چې وي خلاصه شي. دا عامه لاره او د مسافرینو لپاره ده. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د درملو ایجنسۍ'EMA' د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ تنکیو ځوانانو ته د کرونا ویروس پر ضد د امریکا د فایزر او د جرمني د بایو اینټیک کمپنیو له خوا د جوړو شوېو واکسینونو د تطبیق اجازه ورکړه.
له دې سره له متحدو ایالاتونو او کاناډا وروسته اوس د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې په پراخه کچه د کرونا ضد واکسین تطبیق ته لاره هوارېږي. دې ادارې په دې اړه له څو اونیو څېړنو او ارزونو وروسته دا پرېکړه وکړه.
دا دوه ډوله واکسینونه په اروپا کې لا له پخوا ۱۶ کلنو او له هغو د ډېر عمر لرونکو کسانو ته ورکول کېږي. Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني د سوریې ولسمشر ته د څلورمې ۷ کلنې دورې لپاره په انتخاباتو کې د بریا مبارکي ویلې.
د ایران د جمهوري ریاست د رسمي وېب پاڼې د خبر له مخې روحاني پرون- جمعه په یوه بیان کې د بریالیو انتخاباتو د ترسره کولو او د سوریې د ولسمشر په توګه د غوره کېدو په خاطر خپل نژدې متحد اسد ته مبارکي ویلې.
د سوریې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې اسد د مې په ۲۷مه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په سلو کې ۹۵ رایې ګټلې دي.
د اپوزیسیون ډلو او لویدیځو هېوادونو د سوریې انتخابات چې په دې هېواد کې د لس... Читать дальше...
د بلاروس مستبد واکمن الکساندر لوکاشینکا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تورې بحیرې په تفریحي ښار سوچي کې په داسې حال کې وکتل چې د اروپايي ټولنې غړي پر بلاروس د نوېو احتمالي بندیزونو په اړه بحثونه کوي.
اروپايي ټولنې دا بحثونه وروسته له هغه پیل کړل چې د بلاروس چارواکو د راین ایر د ملکي هوايي چلند یوه الوتکه چې له اتن څخه ویلینوس ته روانه وه، د یوې جنګي جټ الوتکې په وسیله د منسک په هوايي ډګر کې کېنوله او د اپوزیسیون فعال او ژونالېست رومان پراتاسیوویچ یې ترې راښکته او توقیف کړ.
ولسمشرپوتین... Читать дальше...
اسراییلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د پرونیو(جمعه-د غبرګولي ۷مه) نښتو پر مهال یو ۲۸ کلن فلسطینی په ډزو وواژه.
د فلسطین د روغتیا وزارت پرون جمعه وویل چې دا ځوان د نابلوس د جنوب په یوه کلي کې د فلسطینیانو په قلمرو کې د یهودي مېشتځایونو د پراخولو پر ضد د اعتراضونو پر مهال د اسراییلي سرتېرو په مرمۍ په ټټر ولګېد.
د اسراییل پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د یهودي مېشتځایونو د پراخولو پر ضد د اعتراضونو پر مهال ځینو فلسطینیانو اسراییلي سرتېري په ډبرو وویشتل.
د پنجشنبې په ورځ... Читать дальше...
نامعلومو وسله والو په کندهار ښار کې یو تن چې ویل کېږي د پاکستان د بلوڅ بېلتونپالو له مشرانو څخه و، وژلی دی.
په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي هویت یې افشا شي ازادي رادیو ته وویل چې میر عبدالنبي بنګلزی تېره ورځ ناوخته د کندهار په درېیمه ناحیه کې د وسله والو موټر سایکل سپرو په ډزو ووژل شو.
د دې حملې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی .
دا په روان کال کې په کندهار کې پر دېره بلوڅانو درېیمه حمله ده .
یوه میاشت مخکې په کندهار کې د همدې ډلي یو بل غړی د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی و.
Спорт в России и мире
Москва
Разгром в Москве и драма в Сочи: «Динамо» без труда сохранило лидерство, но «Краснодар» остался в гонке за золото РПЛ
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Диего Шварцман: «Два чилийца в полуфинале в Риме. Шесть латиноамериканцев в топ-30. А ATP в следующем году уберет один из турниров в Южной Америке»
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Депутаты Мосгордумы поучаствовали в экологическом сплаве по реке Яуза в Москве
Путин в России и мире
Москва
В США признали незыблемость поддержки Пекином Москвы после встречи Путина и Си Цзиньпина
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск и Баку открыли новую главу своих взаимоотношений
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский заявил о «самом большом преимуществе» России в конфликте
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Мама Тимати ответила на провокационные вопросы о Валентине Ивановой и других девушках своего сына
Москва
Борьба с коррупцией и любовь к спорту: кто такой врио губернатора Хабаровского края Дмитрий Демешин
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net