چارواکي: پکتیکا کې د زعفرانو لس ننداریزې کروندې جوړېږي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پکتیکا کې د زعفرانو د کر او حاصل د لا پراختیا په هدف ټاکل شوې چې سږکال ټاکل شوې د یاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې ۱۰ ننداریزې کروندې جوړې شي.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د غبرګولي ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د زعفرانو د کښت، ګل ټولونې، اقتصادي ارزښت او پراختیا په هدف دا لس ننداریزې کروندې به په مرکز ښرنې، سروبي، جانیخېل، یوسف خېل او خیرکوټ ولسوالیو کې جوړې شي.
ښاغلی رستمي وايي، وزارت هڅه کوي چې په یاد ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو محصولاتو تر څنګ د زعفرانو کرکېله هم پراخه کړي.