123ru.net
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 03.05.2021

قرغزستان او تاجکستان له ګډې لانجمنې پولې د ځواکونو د په شا کولو لړۍ بشپړه کړه

Pa.azadiradio.com 

قرغزستان او تاجکستان له ګډې پولې د ځواکونو د په شا کولو لړۍ بشپړه کړه. دا خبره نن د قرغزستان د سرحدي چارو ادارې کړې او ویلي یې دي، سیمه کې وضعیت اوس عادي دی. قرغزستان ویلي چې تېره اوونۍ د اپرېل په ۲۸مه په پوله کې د نښتو په پایله کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، ۳۴ قرغزي وګړي وژل شوي او ۱۷۸ ټپیان شوي. دغه‌راز ۵۰ زره کسان هم د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي. د تاجکستان چارواکو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي، خو د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال کیومرز عطا وايي د دوی... Читать дальше...

اشرف غني: د سولې بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره‌یې کتلي دي. د جمهور رئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل ازادي راډیو ته وویل چې په دغې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې د بهیر اړوند د خپلو فعالیتونو په اړه ښاغلي غني ته راپور ورکړی دی. د اغلې مورچل په وینا، په دغه کتنه کې دغه‌شان جمهور رئیس، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام سره، نویو واقعیتونو ته په کتو د سولې بهیر په همغږۍ ټینګار کړی دی. اغلې مورچل زیاتوي... Читать дальше...



د بارسلونا ټیم پېژندل شوي لوبغاړي لیونل میسي نوی ریکارډ ټینګ کړ

Pa.azadiradio.com 

د بارسلونا د ټیم پېژندل شوي لوبغاړي لیونل میسي پرون له والانسیا ټیم سره په سیالۍ کې د دوو ګولونو په وهلو سره نوی ریکارډ ټینګ کړ. هغه په خپل ورزشي ژوند کې په ازادې توپوهنې سره ۵۰م ګول وواهه او په بارسلونا ټیم کې یې نوی ریکارډ ثبت کړ. دغه لوبه د لالیګا سیالیو په ترڅ کې ۳ د ۲ په وړاندې بارسلونا ټیم وګټله. د بارسلونا ټیم له‌خوا درېیم ګول انتوني ګریسمن وواهه.

لوګر کې پر یوه کور د توغندي لګېدو ۷ تنه ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې چارواکي وایي، پر یوه کور د طالبانو توغندی لګېدلی او ۷ تنه‌یې ټپیان کړي دي.  د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د لوګر د مرکز پل علم اړوند په کنجک سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک ښودل شوی.  طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي. تر دې مخکې د جمعې په ورځ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې یوې موټر بم چاودنې ۲۶ تنه ووژل او ۱۱۰ نور یې ټپيان کړل. Читать дальше...

بلېنکن: امریکا به چین پرېنږدي چې د نړیوال نظم پر اساس قوانین کمزوري کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چين چې په خپل ځان‌یې باور په زیاتېدو دی، په بهر کې ډېرې تندۍ او په کور دننه‌یې ډېرو فشارونو ته مخه کړې ده.   بلېنکن تېره ورځ له امریکایي سي‌بي‌اېس نیوز سره په مرکه کې دغه‌راز وویل، واشنګټن نه‌غواړي چې د چین د پرمختګ مخه ونیسي، خو پرې به‌یې نږدي چې د نړیوال نظم پر اساس قوانین کمزوري کړي.  بلېنکن د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ده په باور د پیکېنګ اوږدمهاله هدف څه دی؟ وویل، د ده په فکر چین ګومان کوي چې کولای شي او باید په نړۍ کې یو برلاسی هېواد شي. هغه... Читать дальше...

سرور دانش: طالبان نه‌شي کولای حکومت له ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي، طالبان پر خبریالانو او مدني ټولنې په حملو سره نه‌شي کولای چې حکومت له ستونزو سره مخامخ کړي. ښاغلي دانش د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې وویل، د خبریالانو په وړاندې موجوده ستونزو سره سره رسنۍ د افغانستان د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ده.  ښاغلی دانش وايي: "باید پوه شو چې د بیان د ازادۍ په ځپلو او پر خبریالانو په حملو سره نه څوک د افغانستان حکومت ماتولی شي او نه هم د افغانستان د خلکو اراده کمزورې کولای شي." ښاغلی دانش په افغانستان... Читать дальше...

د پیکاسو او کساما رسامۍ نندارې او خرڅلاو ته وړاندې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د پیکاسو او کساما رسامۍ به د نیویارک بونهامز هاوس نندارتون کې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شي. پبلو پیکاسو (Pablo Picasso) د اسپانیا مشهوره مجسمه جوړوونکی او رسام وو چې د مکعبي رسامیو سرلاری ګڼل کېږي او یایوی کساما (Yayoi Kusama) جاپانۍ رسامه ده چې په رسامیو کې يې تر ډېره دایرې لیدل کېږي. اټکل شوی چې د پبلو پیکاسو مشهوره تابلو (فَم ابیرې ماف) به له ۱۰ ملیونو څخه تر ۱۵ ملیونو ډالرو پورې بیه شي. د نیویارک د امپریشنسټ او عصري هنرونو برخې رئیسه مالي اوټ امبلر رسنیو ته وویل: "موږ خوشحاله یو چې د ماري... Читать дальше...



د مصالحې عالي شورا: د بهرنیو ځواکونو وتل د افغانستان څنډې ته کولو په معنی نه‌دی

Pa.azadiradio.com 

‎له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او خلکو ته د افغان حکومت چارواکو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ! د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا یو مرستیال وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د دغه هېواد د څنډې ته کولو په معنی نه‌دی. ‎اسدالله سعادتي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» د ‌‌‌‌‌‌ډیموکراسۍ لپاره د افغان ښځو سازمان په یوه ناسته کې وویل چې نړیواله ټولنه به تر دې وروسته هم افغانستان یوازې نه‌پرېږدي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي. ‎‎ښاغلی سعادتي زیاتوي: "که افغانستان بیا د نړیوال کړکېچ سیمه باندې بدل... Читать дальше...

د افغان خبریالانو په اړه د یوناما، ګڼو نورو هېوادونو او نړیوالو ټولنو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوناما په ګډون بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په درېدو ټینګار کړی دی. په هغه ګډه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» د افغان خبریالانو او د رسنیو له کار کوونکو د ملاتړ په هدف خپره شوې، په‌کې د رسنیو او د بیان له ازادۍ کلک ملاتړ شوی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما)، اروپایي ټولنې او یو شمېر هېوادونو اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه... Читать дальше...

هند کې د کرونا بحران؛ نړیوال د اکسیجن او نورو روغتیايي وسایلو مرستې کوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په جنوبي اسیا کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي، د هندوستان د وبا بحران هم ورځ تر بلې زیاتېږي.   نړیوالو له هندوستان سره د اکسیجنو او نورو روغتیايي وسایلو مرستې کړي.   د بریتانیا حکومت ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي ساه اخیستلو زر دانې اضافي ماشینونه ولېږي.  د تېرې اوونۍ پر مهال هندوستان ۲.۶ ملیونه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت کړي او په دې ویروس اخته شااوخوا ۲۳،۸۰۰ کسان مړه شوي دي. له دې سره د ټولو مړینو شمېر دوه لکه او پنځلس زره ته لوړ شوی دی.   متخصصین په دې باور دي چې دا شمېرې د بحران جدیت ښيي. Читать дальше...

د افغانستان د راتلونکي په اړه د بېلابېلو امریکايي چارواکو څرګندونې او اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو له پیل سره سم، د دې هېواد د وضعیت او راتلونکي په اړه د بېلابېلو امریکايي چارواکو څرګندونې او اندېښنې لا هم مطرح کېږي او دا لړۍ ګرمه روانه ده. تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان په اړه غږېدلی دی. انتوني بلېنکن د سي‌بي‌اېس ټلوېزیون د ۶۰ دقیقو خپرونه کې ویلي، له افغانستانه‌یې د عسکرو وتل، د دې هېواد د پرېښودو په معنی نه‌دي. ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "موږ باید هر ډول سناریو ته چمتو واوسو او د هرې تګ‌لارې له مخې وضعیت څارو. موږ ۲۰ کال کېږي چې افغانستان کې بوخت یوو. Читать дальше...

پاکستان د کووېډ-۱۹ وبا مخنیوي لپاره له افغانستان او ایران سره پولې تړي

Mashaalradio.com 

د مې پر دویمه د کورونا وایرس وبا کنټرول لپاره حکومتي ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر (اېن سي او سي) تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي چې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي

کېله څنګه پخېږي او بیه یې ولې لوړه شوې؟

Mashaalradio.com 

کېله په نړۍ کې تر ټولو زیاته استعمالېدونکې مېوه ده. د پاکستان سیند صوبه د هېواد پر کچ تر ټولو زیاته کېله پیدا کوي او تر ټولو لویه منډيي یې هم په کراچۍ کې ده. د پخوا پرتله اوس په پاکستان کې د کېلو بیه لوړه شوې. نور په ویډیو کې.

د رسنیو پر کارکوونکو د حملو له کبله کندز کې د 'ښځینه خبریالانو حضور کم' شوی

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چارواکي وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رسنیو پر کارکوونکو او خبریالانو په ځانګړې توګه ښځو د حملو له کبله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور مخ پر کمېدو دی. دوی زیاتوي، که حکومت د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه‌کړي، ښايي په سیمه‌ییزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کچه تر دې هم ټيټه شي. په کندز کې د اورانوس په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون مسؤل هدایت‌الله زیارمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:... Читать дальше...

هېواد: افغانستان کې وژنې، جګړه او د پردیو موخو لپاره د ملت قرباني د زغملو نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د جګړې له امله ملګي تلفاتو او د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د ساتنې د څرنګوالي په اړه شننې او تبصرې خپرې کړي. هېواد هېواد ورځپاڼې په خپل نننۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې وژنې، جګړې او د پردیو د موخو لپاره د دغه ملت قرباني د زغملو نه‌ده. وړاندې راغلي، لسیزې تېرې شوې، خو لا هم افغانان د پردیو د ناوړو موخو لپاره وژل کېږي، د پرمختګ مخنیوی یې کېږي او د سوله‌ییز او د پرمختللي ژوند له نعمته بې‌برخې کېږي. لیکوال وړاندې لیکي چې دښمن یو ځل بیا د روژې په دې... Читать дальше...

مسکو وایي د اوکراین په ختیځ کې یې لکونه کسانو ته تابعیت ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وايي په تېرو دوو کلونو کې یې د اوکراین په ختیځ کې له ۵۲۷ زرو زیاتو کسانو ته د روسیې تابعیت ورکړی دی. دا کسان د اوکراین په هغو سیمو کې اوسي چې د روسیې له ملاتړ برخه‌من جلا غوښتونکي په‌کې د دولت پر ضد جنګېږي. د روسیې تاس خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې اړه راپور خپور کړی. روسي چارواکو ویلي د ۴۰ فیصدو خلکو غوښتنلیکونه‌یې ځکه رد کړي چې محدودیتونه پرې لګېدلي یا روسیې ته نه‌شي ننوتلی. د پارلمان مرستیال ویکتور وودولتسکي ویلي ښايي د کال تر پایه یو ملیونو اوکراینیانو ته نوي پاسپورټونه ورکړل شي. Читать дальше...

هند کې د کرونا ویروس د چټک خپرېدو او مړینو له کبله بحران په سختېدو دی

Pa.azadiradio.com 

په هندوستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او په دې ویروس د مړینو د شمېر زیاتېدو له کبله بحران په سختېدو دی. په همدې حال کې یو نړیوال مرستندوی بنسټ هند ته رسېدلی چې د اکسیجن د کموالي په حل او د طبي وسایلو په اکمال کې همکاري وکړي. بریتانیا ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي تنفس ۱،۰۰۰ نورې دستګاوې یا وینتلاتورونه ولېږي.   تېره اوونۍ په هندوستان کې د کرونا ویروس دوه ملیونه او شپږ لکه نورې مثبتې پېښې او د نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ کسانو مړینه ثبت شوه.   له دې سره په دغه هېواد کې په ټوله کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر دوو لکو او ۱۵ زرو واوښت. Читать дальше...


Музыкальные новости
Владимир Высоцкий

Актриса Лужина призналась, что у нее не было романа с Высоцким





Персональные новости
Татьяна Рязапова

Социальная работа на предприятии: современные тенденции и интересные кейсы





بریتانیا د روسیې د ناسمو اطلاعاتو د خپرولو مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې غواړي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد به‌یې د روسیې د تبلیغاتو او ناسمو اطلاعاتو د خپرولو د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړي. ډامنیک راب به سر له نن څخه تر راروانې چهارشنبې د «G-7» یا اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.   دا به په تېرو دوو کلونو کې د دغو شتمنو هېوادونو لومړۍ حضوري غونډه وي او داسې مهال جوړېږي چې له روسیې سره کړکېچ د خبرو د اجنډا په سر کې دی. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب پرون د دې غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل: "بریتانیا... Читать дальше...

جو بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو له پریکړې دفاع وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه. جو بایډن دا څرګندونې د القاعده شبکې د مشر، اسامه بدن لادن د وژل کېدو د لسم کال د پوره کېدو په مناسبت وکړې. په هغه اعلامیه کې چې سپینې ماڼۍ پرون خپره کړې ولسمشر بایډن ویلي، په افغانستان کې د القاعده حضور تر پخوا خورا کم شوی دی. هغه‌یې علت پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د حملو د اصلي طراح اسامه بن لادن وژنه او په افغانستان کې نږدې ۲۰ کلنه پوځي مبارزه وبلله. جو بایډن ویلي: "موږ بن لادن د دوزخ... Читать дальше...

زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د خبرو لپاره ازبکستان ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په ازبکستان کې دی. هغه پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د افغانستان د سولې په پروسې خبرې کړي. ښاغلي خلیلزاد بېګا په خپل ټویټر لیکلي له کاملوف سره په خبرو کې دواړو سلا وکړه چې دا وخت باید افغانستان، سیمه او نړیواله ټولنه په ګډه یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي څو د افغانستان ۴۰ کلنه جګړې پرې پای ته ورسېږي. خلیلزاد زیاته کړې امریکا او ازبکستان به د سیمې د سوداګرۍ، اتصال او اقتصادي پراختیا د پياوړي کېدو په هدف ګډ کار ته دوام ورکړي. Читать дальше...

د خبریالانو خوندیتوب په اړه له افغان چارواکو د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان وايي افغان چارواکي باید د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. دا خبره د یاد سازمان په هغې اعلامیه کې راغلې چې د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت‌یې خپره کړې ده. د مې ۳مه د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ ده. د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې ۲۰۲۰ کال ۱۱ افغان خبریالان په هدفي بریدونو کې ووژل شول او سږ کال هم تر دې دمه څلور نور خبریالان وژل شوي. دغه سازمان انتقاد کړی چې دا بریدونه د هېچا له‌خوا نه‌دي څېړل شوي. د دغه سازمان د افغانستان... Читать дальше...

د هرات والي: شینډنډ کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د هرات والي وايي په شینډنډ ولسوالۍ کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. عبدالوحید قتالي بېګا یکشنبه ازادي راډیو ته وویل طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې رسېدلې ده. ښاغلی قتالي زیاتوي: "اټکل کېده چې طالبان په دې شپو او ورځو کې خپل بریدونه لږ زیاتوي. دوی زموږ په شینډنډ ولسوالۍ زیات تمرکز درلود. ان‌یې له ګاونډیو ولایتونو مرستندویه ځواک ورغوښتی و. په دې تېرو دوو ورځو کې یې کومه نتیجه وانه‌خیسته او په لویه کچه له تلفاتو سره په شا وتمبول شول." قتالي دا ادعا... Читать дальше...

پاکستان له افغانستان او ایرانه پر ورتلونکو کسانو بندیز لګوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې سر له سبا د مې تر ۲۰مې د هغو خلکو په وړاندې چې له افغانستان او ایرانه ورځي خپلې، دروازې وتړي. د پاکستان د قوماندې او عملیاتو ملي مرکز چې د  کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې چارې هم مخته وړي ویلي دا پرېکړه‌یې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په هدف کړې ده. په تازه پرېکړه کې یوازې د پاکستان اتباع چې خپلو کورونو ته ستنېږي او هم ډېر عاجل ناروغان مستثنی شوي دي. له هغې خوا بیا افغانستان او ایران ته په داخلېدو باندې تر اوسه کوم ممانعت نه‌دی لګول شوی. پاکستاني چارواکو ویلي په... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Like FM – федеральный партнер релиза «Идеальная зависимость»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Прямая трансляция первого матча Елены Рыбакиной на турнире в Штутгарте


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Московские краснокнижные зайцы обзавелись потомством





Путин в России и мире
Москва

Кремль: в Москве 22 апреля состоится встреча Путина с Алиевым


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Михаил Плетнёв

Как добрый мим Михаил Плетнев открывает «Дверь в Тверь»



Москва

Количество вакансий для специалистов со знанием китайского языка в России выросло на 70%

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net