د روسیې د پسکوف ښار یوې محکمې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قراردادي خبریالې لودمیلا ساویتس کایا هغه اعتراض او عریضه رد کړه چې د بهرنیو اجنټانو په نوم د روسیې د نویو مطبوعاتي مقرراتو په چوکاټ کې یې د خپل نوم د شاملېدو له کبله کړی و.
یادې محکمې پرون حکم ورکړ چې د عدلیې وزارت لهخوا په دې لېست کې د ساویتس کایا د نوم لیکل، قانوني دی.
د مېرمن ساویتس کایا مدافع وکیل به د دې پرېکړې پر ضد یوې بلې لویې محکمې ته مراجعه وکړي.
د روسیې د عدلیې وزارت د خارجي اجنټانو په لېست کې د دې خبریالې د نوم لیکلو دلیل نهدی په ډاګه کړی.
د پاکستان حکومت ویلي چې د تورخم دروازه یې د ۱۵ ورځو لپاره ځکه تړلې چې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ د درېیمې څپې پېښې مخ په ډېرېدو دي.
که څه هم یو شمېر خلک له دغه پرېکړې خوښ دي، خو ځینې نور بیا د خپلو کارونو د په ټپه درېدو له امله خواشیني دي.
نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د تاجکستان چارواکي وایي له قرغزستان سره په پوله په یوې لانجمنې سیمه کې د جګړو له کبله د دې هېواد ۱۹ وګړي وژل شوي او ۸۷ تنه ټپیان دي.
دا لومړني رسمي ارقام دي چې د تاجکستان د حکومت لهخوا وړاندې کېږي.
د ازادي راډیو خبریال وایي په دې سیمه کې د شخړو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي چې ۱۱ یې پوځي کارکوونکي دي.
تر دې وړاندې قرغزي چارواکو ویلي وو چې په سرحدي لانجو کې ۳۶ تنه قرغزي وګړي وژل شوي، ۱۸۹ نور ټپیان دي او ۵۸ زره کسان له خپلو کورو څخه وتلو ته اړ شوي دي.
د ننګرهار یو شمېر مېرمنې وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره په افغانستان کې پر لوستو او فعالو کسانو د حملو پر زیاتېدو اندېښنه لري. دوی بېره لري چې د ښځو فعالیتونه او تېرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې یې لهمنځه لاړې او یا له ننګونو سره مخامخ نهشي.
دوی پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د ښځو د حقونو او د تېرو لاسته راوړنو په برخه کې دې پاخه ضمانتونه واخیستل شي څو بیا له ۲۰ کاله پخواني وضعیت سره مخ نهشي.
تورپېکۍ اشنا د ننګرهار د ښځو چارو یوه فعاله ده. دا وایي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو... Читать дальше...
جنرلايزډ سکيم اف پرېفرنس (جي ايس پي) پلس د اروپايي ټولنې یو داسې پروګرام دی چې له مخې له پاکستان سره د برامداتو په برخه کې د مالیې له پلوه ښېګړه کېږي.
د خوړو له بحران سره د مبارزې نړیوالې شبکې، افغانستان د نړۍ په هغو درېیو هېوادونو کې شمېرلی چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.
دغې شبکې په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې ناامني، د کرونا ویروس خپرېدل او طبیعي پېښې، د خوړو د نهخوندیتوب لاملونه دي.
د خوړو نړیوال سازمان (دبلیو.اېف.پي) ویلي هڅې کوي چې په روان کال کې د افغانستان له ۱۰ ملیونو بېوزلو سره مرستې وکړي.
افغانستان کې د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني ویلي چې افغانستان د نړۍ د هغو ۱۰ هېوادونو په لړ کې شامل دی چې د خوړو ډېر لږ خوندیتوب لري.... Читать дальше...
سپېس اېکس وتوانېد په پنځم ځل هڅې د سټارشیپ توغندی په بریالیتوب سره وازمایي.
دا د هغې فضایي بېړۍ د جوړېدو لپاره یو بل ګام دی چې په پام کې لري سپوږمۍ ته ستورمزلي واستوي.
دغه راکټ چې «SN15» نومول شوی د مې پر پنځمه په تکزاس کې د سپېس اېکس له یوې اډې بوکا چیکا څخه وتوغول شو.
دا توغندی وتوانېد په شپږو دقیقو ازمایشي الوتنه کې د شاوخوا ۱۰ کیلومتره مزل ووهي او بېرته په بریالیتوب سره ځمکې ته راشي.
د دغه توغندي پخوانۍ څلور ځله هڅې ناکامه شوې وې.
وروسته له هغه چې ناسا د سټارشیپ دا راکټ انتخاب کړ چې... Читать дальше...
د افغانستان د بشر حقونو څار بنسټ (هیومن رایټس واچ)، روغتیايي خدمتونو ته د افغان مېرمنو د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګندوي.
دغه بنسټ په خپل هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځیې «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۶» خپور کړی ویلي، د بهرنیو ځواکونو له وتو سره سم په روغتیا برخه کې د نړیوالو بنسټونو د مرستو کموالی روغتیايي خدمتونو ته د مېرمنو لاسرسی کموي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته باید نړیوال ډونران دې برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.
په دغه راپور کې د بشر حقونو څار سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار... Читать дальше...
په بلخ کې د طالبانو پراخ حضور او د ناامنۍ دوام په یو شمېر ولسوالیو کې نجونې اړ کړي ترڅو ښوونځي پرېږدي.
د بلخ د پوهنې ریاست د اطلاعاتو امر روزبین سعادت، ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ په پنځو ولسوالیو کې نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته له ورتګ منع کېږي.
ښاغلي سعادت وویل چې په چهاربولک، بلخ، چمتال، دولتاباد او زارع ولسوالیو کې د ناامنۍ ترڅنګ په ټولنه کې د ناوړه دودونو له امله هم کورنۍ خپلې نجونې ښوونځیو ته نهپرېږدي.
هغه وویل چې په دغو ولسوالیو کې ټولټال ۴ تر ۴.۵ زره نجونې هر کال له شپږم ټولګي وروسته له تعلیم څخه بېبرخې کېږي. Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که طالبان وغواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، امریکا بهیې ونهمني.
ښاغلی خلیلزاد د ازادي راډیو د تاجکستان له څانګې سره په دوشنبه ښار کې په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: "هېڅ هېواد چمتو نهدی، زموږ له بحثونو دا څرګنده شوه چې هېڅوک د جګړې او زور له لارې حکومت نهمني او مشروعیې نهګڼي، داسې حکومت به منزوي وي."
خلیلزاد زیاته کړه، د امریکا هدف دا دی چې د افغانستان د جګړې دواړه لوري سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.
د ښاغلي خلیلزاد په... Читать дальше...
د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د المپیک ملي کمېټې مشرتابه او د ورزشي فدراسیونونو یو شمېر اتلانو ته ستاینلیکونه ورکړل.
د المپیک ملي کمېټه وايي چې ښاغلي رحماني د هغوی د اغېزمنو پروګرامونو او ښو کړنو له امله وستایل.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان لوبغاړي په ملي او نړیوالو لوبو کې ښه ځلېدلي دي.
د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک وايي، سیال یې کمزوری دی نو ځکه ورسره سيالي نه کوي.
نوموړی دا څرګندونې پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلې او ویلي دي: "ټاکل شوې وه چې له يو پېژندل شوي او پياوړي اروپايي سيال سره سيالۍ ولرم په همدې موخه مې روژه په خوله څو برابره زيات زيار و ایسته تمرينات مې وکړل."
نوموړي زیاته کړې، خو دا چې مشخص سيال د ستونزو له کبله سفر ته چمتو نه وو نو سازمان يو بل سيال غوره کړ چې څلوېښت سيالۍ يې کړې وې او نسبتاً پياوړى و.
خو دی وایي، د خپلو ورزشي مشاورینو په غوښتنه دغه سیالي لغوه کړه. Читать дальше...
نورستان کې یو شمېر مظاهره چیان په دې پار راوتلي چې د ولایت په روغتیايي مرکزونو کې درمل نشته او روغتیايي کارکوونکو ته یې معاشونه نه ورکول کیږي، دوی وايي دا ستونزې نور د زغملو نه دي.
لاریون کوونکي وايي، یو نیم کال کېږي چې روغتیايي مرکزونو ته درمل نه دي لېږل شوي او همدا راز صحي کار کوونکو ته د اوو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي .
د لاریون یو تن ګډونوال ملک جان محمد وايي: "موږ ولسمشر ته هم وایو چې د خدای لپاره زموږ اواز ولې نه اوري؟ ډاکټر شته دوا نشته، ډاکټر شته تعمیر نشته، ډاکټر شته امبولانس نشته... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د سوات د مېنګورې يو سندرغاړی ضياالدين ضيا دی. نوموړی هلته په سبزي منډیۍ کې د خپل کار روزګار ترڅنګ هنر ته هم وخت ورکوي. ضيا وايي، کمې سندرې ځکه خپروي چې د اډيو او وېډيو خرچې يې نه شي پوره کولی. د ضیا د ژوند او هنر په اړه خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د افغانستان د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال مشال راډیو سره په خبرو کې د نعمت روان وژنه تاکید کړه او دا ېې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کییف ته د سفر پر مهال د اوکراین د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ برخه کې د واشنګټن ژمنې بیا تکرار کړې.
دا د ولسمشر جوبایډن د ادارې لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې کییف ته سفر کوي.
بلېنکن نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمتري کولیبا سره ولیدل.
په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی، اوکراین ته د بلېنکن دا یو ورځنی سفر له دې هېواده د امریکا د ملاتړ قوي پیغام رسوي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي... Читать дальше...
د طلوعنیوز خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او د مالیې وزارت د خپرونو اوسنی امر نعمت روان نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) سهار په کندهار ولایت کې د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا په ډزو ووژل شو.
د افغانستان د رسنیو د مرکز رئیس دوا خان مینهپال ازادي راډیو سره په خبرو کې د نعمت روان وژنه تأکید کړه او دا یې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله.
ښاغلي مینهپال زیاته کړه: "نعمت روان نن د کندهار ښار په ۱۴مه ناحیه کې د دوو موټرسایکل سپرو لهخوا په ډزو ووژل شو، جسد یې اوس د کندهار په روغتون کې دی."
د کندهار د... Читать дальше...
د مایک سپېن کمپ په بلخ کې د مارمل لوی کمپ په یوه برخه کې موقعیت لري چې تر دې پخوا د جرمني ځواکونو له خوا اداره کېده.
د دغه کمپ کیلۍ تېره ورځ په شمال زون کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د قوماندان جنرال مایر له خوا د شاهین قول اردو مشر جنرال مصطفی وردک ته وسپارل شوه.
په مارمل کمپ کې په مجموعي توګه ۹۴۰ جرمني ځواکونه دېره دي.
دغه ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په شمال زون کې د شاهین قول اردو د ځواکونو د تجهیز، روزنې او مشورې چارې پر مخ بیايي.
په هغه خبر پاڼه کې چې د شاهین قول اردو له لوري رسنیو ته... Читать дальше...
تېرو څو ورځو کې سیلابونو ګڼ شمېر ولایتونو کې خلک زیانمن کړي چې یو له هغو نورستان دی. د دې ولایت د دواب ولسوالۍ قومي مشر میراجان وایي، سیمه کې یې د تېرې ورځې سیلابونو څو خپلوان مړه کړي او ګڼ مالي زیانونه یې هم ور اړولي دي.
نوموړی زیاتوي: "پرون پېښه کې دوه درې لوی پلونه اوبو وړي، باغونه یې هم ویجار کړي او پر پله چې هغه مهال یو کس ولاړ و هغه یې هم وړی دی."
دغه قومي مشر په داسې حال کې د سېلابونو د زیانونو خبره کوي چې د افغانستان د طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي، تېرو پنځو... Читать дальше...
که څه هم په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې پراخېږي، د نړۍ د پرمختللي اقتصاد لرونکو ۷ هېوادونو یا 'جي ۷' افغانستان سره خپلې پراختیايي مرستې د سولې یو بریالي پړاو ته د مذاکراتو په رسېدو پورې تړلي بللي.
کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا په یوه ګډه اعلامیه کې له افغانستان سره د مرستو دوام د ۲۰۲۰ میلادي کال د جینوا کنفرانس پر مهال د شوېو ژمنو د عملي کېدو پورې تړلی او زیاتوي، له خپلو مرستو به افغانانو سره د هغوی د هیلو د رسېدو برخه کې ګټه واخلي.
په ۲۰۲۰ میلاډي کال کې د جینوا کنفرانس... Читать дальше...
د طلوع د خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او اوس د مالېې وزارت د خپرونو امر نعمت روان نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) سهار په کندهار ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.
د افغانستان د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال ازادي راډیو سره په خبرو کې د نعمت روان وژنه تاکید کړه او دا ېې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله.
ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "نعمت روان نن د کندهار ښار په ۱۴ ناحیه کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو، جسد اوس د کندهارپه روغتون کې دی."
د مالېي وزارت د خپرونو... Читать дальше...
کندز کې د اوړو د تولید د یوې فابریکي مسوولان وايي، د غنمو نشتوالی، د برېښنا لوړ لګښت، د حکومت نه پاملرنه او له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته د اوړو واردولو د دوی کار او فعالیت زیانمن کړی دی.
دوی وايي، که حکومت دوی ته ځینې اسانتیاوې برابرې نه کړي نو فابریکه به یې وتړل شي او سلګونه هغه کسان به بې کاره شي چې دې فابریکه کې کار کوي.
دا فابریکه د تحسین ولي په نوم ده، مسوول یې شفیع الله فاتح وايي کابو له یوه کال راهیسې یې فابریکه د غنمو د نشتوالي له امله فعالیت نه لري، دی غواړي دولت دې د قزاقي اوړو پر... Читать дальше...
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مخې ته د پنجاب په سلګونو خلک د اپرېل له شپږویشتمې ناست دي او غوښتنه کوي چې دوی د افغانستان سفارت ته د ټرانزټ ویزې درخواستونه ورکړي خو د څو ورځو تېرېدو باوجود يې ورته ویزې ورنکړې او نن او سبا ورته کوي.
د امریکا متحد ایالاتونه غواړي چې د کرونا واکسین د جوړېدو اجازه نورو کمپنیو ته ورکړي، څو د دې وبا مخه ژر تر ژره ونیول شي، خو دا اقدام یوه لور ته ستایل شوی او بل لور ته له اندېښنو سره مل شوی.
پرېکړې ته ستاینې
د بایډن ادارې اعلان وکړ چې نورو ته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د امریکایي واکسین د جوړېدو اجازې د ورکړې ملاتړ کوي، څو په نړۍ کې د کرونا وبا مخه ژر تر ژره ونیول شي.
د متحد ایالاتونو د سوداګرۍ د برخې استازې کاترینا تای د دې اجازې په اړه د حکومت دریځ په یوه بیان کې پرون څرګند کړ چې د سوداګرۍ له نړیوال... Читать дальше...
د بلوچستان په صحرايي سيمه مند کې په کتابونو بار اوښ له څو مياشتو راهيسې د بېلا بېلو کليو د ښوونځيو ماشومانو ته وړيا کتابونه رسوي. د "اوښ کتابتون" دا پروژه د ۲۰۲۰ز کال په اګست مياشت کې پیل شوې چې له لارې یې تر اوسه سلګونه ماشومانو د خپلې خوښې کتابونه تر لاسه کړي دي.
ويډيو: رويټرز
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Хачанов объяснил, почему снялся с турнира ATP 500 в Барселоне
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Московские краснокнижные зайцы обзавелись потомством
Путин в России и мире
Москва
На окружном полуфинале конкурса «Это у нас семейное» Калмыкию представляют четыре семьи
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
В Москве арестован на пять суток историк-публицист Сергеев за пост памяти Навального
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Григорий Лепс
Телефон раздора: что грозит Лепсу за удар по смартфону фанатки
Москва
«Библионочь» в этом году посвящена семейному чтению
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net