Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Май
2021

Новости за 07.05.2021

ایران: واشنګټن چمتوالی ښودلی چې پر تهران به لګول شوي بندیزونه لېرې کوي

Pa.azadiradio.com 

په ویانا کې د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو خبرې پر دې تګلاره ورټولې وې چې څنګه واشنګټن پر تهران بندیزونه لېرې او ایران څنګه بېرته د خپلو ژمنو عملي کولو ته مخه کړي؟ له پرونیو خبرو سره هم مهاله پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) د ایران دولتي ټلوېزیون د هغه هېواد د ستر مرکچي عباس عراقچي له قوله راپور ورکړ چې ویلې یې دي، واشنګټن چمتوالی ښودلی چې پر ایران لګول شوي بندیزونه به لېرې کوي.  عراقچي ویلي، ایران له دې هم ډېر څه غواړي.  تراوسه خپله ایران او امریکا مخامخ دې خبرو ته نه دي سره ناست، خو د اټمي تړون... Читать дальше...

د لویدیځ ډيپلوماتان طالبانو ته: 'نااعلان شوي' پسرلني عملیات ودروئ

Pa.azadiradio.com 

د یوشمېر لویدیځو هېوادونو ډيپلوماتانو یو ځل بیا په یوه خوله افغانستان کې د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه کړې او د جګړۍ د دوام ډېره پړه یې پر طالبانو اچولې ده. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، ناروې امریکا او دغه راز ناټو ځانګړو استازو برلین کې تر غونډې وروسته پرون جمعه (د غويي ۱۷مه) په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. د دې شل ماده ییزې اعلامیې په سر کې راغلي چې دا هېوادونه د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سم افغانستان کې د هغه حکومت مخالفت کوي چې د زور له لارې واک ته ورسېږي. Читать дальше...

امریکا په یوه بل هیواد کې د افغان پوځیانو د روزنې د احتمال خبره کړې

Pa.azadiradio.com 

له افغانستان څخه د ناټو پوځیانو تر وتلو وروسته دا پوښتنه رامنځته شوې چې د افغان ځواکونو د روزني برخلیک به څنګه شي ، خو د امریکا لوی درستیز دا پوښتنه ځواب کړې او په یوه بل هیواد کې یې د افغان ځواکونو د روزني د احتمال په اړه څرګندوني کړي. د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر مارک میلې د پنجشنبه په ورځ د دې هیواد له دفاع وزیر لویډ آسټن سره په یوې ګډې خبري غونډې کې همدا راز وویل چې د امریکایې ځواکونو د وتلو بهیر، له پروګرام سره سم روان دی. د دغو امریکایې چارواکو د خبرو ځینې برخې په دې راپور کې وګورئ



د ناټو له پوځي اډو نه بهر بازارونه ساړه شوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د ناټو د زرګونو سرتیرو د موجودیت پر مهال د دوی له اډو څخه د راویستل شویو توکو بازار ګرم و. اوس چې د دې ځواکونو شمیر کم شوی د دوی اډو ته څېرمه دا بازارونه هم ساړه شوي دي. اوس هغه سلګونه افغانان بیکاره شوې چې یو مهال یې دې بازارونو کې کار کوه. په دې راپور کې باګرام او کندهار کې د امریکايي ځواکونو اډو ته د څېرمه بازارونو اوسني وضیعت ته کتنه شوې.

افغانستان کې د جګړو شدت؛ 'طالبان د مرکزي بغلان له زاړه ښاره' په شا کړل شول

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایتي چارواکي وايي چې دغه ولایت ته ځانګړي افغان امنیتي ځواکونه رسېدلي او وسله‌وال طالبان‌يې د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له زاړه ښاره په شا کړي دي. دا ولایت تېره شپه د سختو نښتو شاهد وو. طالبانو د مرکزي بغلان او دغه‌شان د دهنه غوري ولسوالیو د زیاتو سیمو د نیولو ادعا کړې وه. دواړه ښکېل اړخونه یو بل ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا کوي. د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې هېواد په نهه ولایتونو کې ۱۳۱ طالبان وژل شوي او ۶۹ نور ټپیان دي، خو وسله‌وال طالبان بیا... Читать дальше...

پېښور کې د ټولبند پرېکړې پرضد د سوداګرو احتجاجي مظاهره

Mashaalradio.com 

د پېښور سوداګرو د مې پر اوومه په قصه خواني بازار کې د حکومت هغه پرېکړې پرضد احتجاجي مظاهره وکړه کوم کې چې حکومت د مې له اتمې ځخه تر ۱۶مې نېټې پورې په ټول ملک کې د ټولبند اعلان کړی. دوی وايي، دغه ټولبند به کاروبارونه ختم کړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

خلیلزاد: د افغانستان د سولې د پروسې ستونزه بې باوري ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د سولې په خبرو کې اصلي ستونزه دا ده چې ښکېل لوري پر یو بل باور نه لري. خلیلزاد دا خبره په دوشنبې کې د ازادي راډیو د تاجکي څانګې له خبریال ملا رجب یوسف سره یوه ځانګړې مرکه کړې. په دې مرکه کې له ښاغلي خلیلزاد نورې پوښتنې هم شوې. خو پیل کې ترې تاجکستان ته دده د سفر په اړه پوښتنه شوې.

افغانستان کې د کرونا درېیمې څپې پراختيا او ورباندې د اخته کسانو ډېرېدو ته اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

د کوچني اختر د رانږدې کېدو په درشل کې چې له امله‌يې د کابل په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې، د افغانستان روغتیا وزارت په دې هېواد کې د کرونا ویروس د درېيمې څپې او نوي ډول د پراختیا خبرداری ورکوي. دغه وزارت وایي چې په وروستۍ اوونۍ کې په دې هېواد کې له ۱،۵۰۰ ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۴۰ ډېر ترې مړه شوي دي. د دې وزارت ویاند محمد عثمان طاهري د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۷» ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا ویروس درېیمه څپه له تېرو درېیو اوونیو راهيسې افغانستان ته راغلې او اوس‌مهال د پراختيا په حال کې ده. Читать дальше...



توکیو او نورو برخو کې د کرونا له کبله لګول شوی بېړنی حالت تمدید شو

Pa.azadiradio.com 

د جاپان په پلازمېنه توکیو او نورو برخو کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوی بېړنی حالت تمدید کړای شو. دا په داسې حال کې ده چې په جاپان کې د المپیک کېدونکو مسابقو ته تر درېیو میاشتو لږه موده پاتې ده. صدراعظم یوشیهیده سوګا نن وویل، دا بېړنی حالت چې په پام کې و د مې میاشتې پر ۱۱مه پای ته ورسېږي، د همدې میاشتې تر پایه دوام کوي. د جاپان د اقتصاد وزیر یاسوتوشي نیشيمورا پرون ویلي چې په توکیو او اوساکا کې د کرونا ویروس نوې پېښې لا هم په لوړه سطحه دي. د تمدید شوي بېړنې حالت له مخې بارونه، رستورانتونه... Читать дальше...

پاکستان کې د اسمبلیانو ماتولو خبرې

Mashaalradio.com 

خبر د پاکستان په ځینو رسنیو کې د عاجل خبر یا د برېکننګ نیوز په توګه نشر شو. په ټولنیزو رسنیو هم د واکمن ګوند لخوا داسې خبرې روانې دې چې ګنې په وزیراعظم عمران خان د کار فشار دې او یا هغه کار کولو ته نه پرښودل کېږي.

د افغانستان برښنا شرکت: کلکان کې د الوزول شويو پايو جوړول ۲۰ ورځې وخت نيسي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برښنا شرکت وايي د وارداتي برېښنا د هغو دوو پایو د ترمیم چارې یې پیل کړي چې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې نن سهار وختي د ځای پر ځای شویو ماینونو په چاودنو کې ویجاړې شوې دي. د دې پایو له ویجاړېدو وروسته کابل او یو شمېر نورو ولایتونو ته د وارداتي برېښنا بهیر پرچاو شوی دی. د افغانستان برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۷» ازادي راډيو ته وویل: "نن سهار وختي څلور بجې او ۲۵ دقیقې، د ۲۲۰ کیلوولټ د وارداتي برېښنا دوه پايې د کابل د کلکانو ولسوالۍ په میرازخېلو سیمه کې د... Читать дальше...

د اسرائیلي پولیسو په ډزو کې ۲ فلسطینیان ووژل شول او یو ټپي دی

Pa.azadiradio.com 

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې نن دوه فلسطینیان هغه وخت ووژل شول او درېیم تن سخت ټپي شو چې لومړی یې د اسرائیل پر یوه پوځي اډه ډزې وکړې.  د اسرائیل سرحدي پولیسو وویل، دغو درېیو فلسطینیانو  سرحد ته نږدې د پولیسو پر پوځي اډه ډزې وکړې. د پولیسو په خبره، سرحدي پولیسو په ډزو دوه حمله کوونکي ووژل او درېیم تن چې سخت ټپي شوی، یوه روغتون ته وړل شوی دی.  په همدې حال کې د اسرائیل پولیسو ویلي چې ۱۵ کسان‌یې په ختیځ بیت‌المقدس کې له یوې شخړې وروسته نیولي دي. د اسرائیل د پولیسو په وینا دغو کسانو  سهار مهال... Читать дальше...

امریکايي پوځي چارواکي: له افغانستانه مو د ځواکونو وتل له پلان سره سم پر مخ ځي

Pa.azadiradio.com 

لوړپوړي امریکايي چارواکي وايي، له افغانستان څخه‌یې د ځواکونو وتل له پلان سره سم پر مخ ځي. د امريکا دفاع وزیر لوید استېن او د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون وویل چې د دوی په باور افغان ځواکونه هر ډول چمتووالی لري، خو د ښاغلي استېن په وينا، د افغان ځواکونو لپاره به د امریکايي نظامیانو له ملاتړ پرته جګړه ننګوونکې وي. لوېد استېن د پنجشنبې په ورځ (۱۴۰۰ کال د غويي ۱۶) په پنټاګون کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د امریکا متحده ایالات به هر ډول هڅه وکړي چې له افغانستان څخه‌یې ځواکونه په خوندي،... Читать дальше...

سعودي د عامه او خصوصي سکټور ټولو کارکوونکو ته د کرونا واکسین لګول جبري کوي

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان د عامه او خصوصي سکټور ټولو کارکوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین لګول جبري کوي. د سعودي عربستان د بشري منابعو او ټولنیز پرمختیا وزارت د جمعې په ورځ د دې اعلان پر مهال نور جزئیات ورنه‌کړل. د پلان له مخې به هغه کسان چې غواړي په سعودي عربستان کې کومه وظیفه ولري، مجبوره دي د کرونا ضد واکسین ولګوي. وزارت د کارو بارونو له خاوندانو غوښتي چې د خپلو ټولو کارګرو د واکسین کولو لپاره دې لاس په کار شي. په سعودي عربستان کې تر څلورو لکو او ۲۳ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

یو شمېر ټویټر کاروونکي اوس یو بل ته پیسې استولی شي

Pa.azadiradio.com 

ټویټر د پنجشنبې په ورځ یو نوی فیچر اعلان کړ چې پر مټ‌یې د دې ټولنیزې شبکې کاروونکي کولای شي د دوی د خوښې د ټویټونو خپروونکو ته پیسې واستوي. ټویټر خپل دا نوی اپشن «ټیپ جار» یا د ډالیو کڅوړه نومولې ده. هغوی چې په ای‌اواېس او انډراویډ ټیليفونو کې په انګلیسي ژبه ټویټر کاروي، د پنجشبې له ورځې راهيسې دا نوی اپشن کارولی شي. په دې پیسو کې چې د ټویټر کاروونکو ترمنځ یو بل ته استول کېږي، خپله د ټویټر کمپنۍ څه نه‌اخلي. ټویټر ویلي چې د اوس لپاره به نړۍ کې له خپل اکاونټ سره د ډالۍ د کڅوړې د زیاتولو اسانتیا... Читать дальше...

يو امریکايي چارواکی: اټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره ایران ته ډېر امتیازونه منل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې متحده ایالاتو د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقې ته د بېرته ستنېدو لپاره ایران ته ډېر امتیازونه ومنل.  دې چارواکي چې غواړي هویت‌یې پټ پاتې شي له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د خبرو د څلورم پړاو د پیل په درشل کې پرون له رسنیو سره په ټيليفوني خبري کنفرانس کې وویل چې تهران دې د نورو لویو امتیازونو تمه نه‌کوي. هغه زیاته کړه چې وروسته له دې د خبرو بریا او ناکامي په ایران پورې تړلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي دا روښانه نه‌ده چې ایا ایران د نړۍ له... Читать дальше...

د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د الوزول شویو پایو جوړول پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برېښنا شرکت وايي د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا دوو نړول شویو پایو جوړول پیل شوي دي. د دغه ریاست په وینا، دغه دوه پایې نن سهار وختي په میرزاخېل سیمه کې د ماینونو د چاودنې په نتیجه کې نړول شوي او درېیمه پایه یو څه تخریب شوې ده. تر دې پېښې وروسته په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د برېښنا جریان تر ډېره پرې شوی دی. د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

چارواکي: میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي په میدان وردګ ولایت کې دوو نفوذي کسانو د ملي اردو ۷ سرتېري وژلي دي. د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه په میدان ښار کې شوې. ښاغلی مومند زياتوي: "د مرکز اړوند په پولاد خان سیمه کې زموږ په یوه پوسته کې دوو نفوذي کسانو له طالبانو سره لاس یو کړی، دغې پوستې ته ننوتلي او زموږ ۷ تنه سرتېري یې شهیدان کړي او یو تن ټپي کړی دی." ښاغلی مومند زیاتوي چې نفوذي کسان تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي او د پوستې ټول تجهیزات، وسلې او وسایل‌یې له ځان سره وړي دي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Денис Мацуев

Концерт Дениса Мацуева «Jazz and friends»





Персональные новости
МТС

МТС Travel рассказал, куда туристы из Чувашии поедут на майские праздники





د ملي اردو یو چارواکی: بغلان کې ۱۰۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د ملي اردو یو چارواکی ادعا کوي چې په بغلان ولایت کې ۱۰۰ وسله‌والو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د افغانستان په شمال کې د کمانډو لومړۍ لوا قوماندان، ډگروال صفي‌الله محمدي، نن رسنیو ته په یوه لېږلي وېډیويي پیغام کې وویل، وسله‌والو طالبانو ته په تېرو ۴۸ ساعتونو کې دغه مرګ‌ژوبله په نهرین، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسوالیو کې اوښتې ده. ښاغلی محمدي زياتوي: "تر سلو ډېر تلفات لري. دوی له ملي پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي. تېره شپه د تازه دمه ځواکونو له رسېدو سره د دوی مرګ‌ژوبله زیاته شوې ده. Читать дальше...

د افغانستان ملي امنیت شورا: وسله‌والو طالبانو پر افغانانو بریدونه زیات کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، وسله‌والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې پر افغانانو خپل بریدونه زیات کړي دي. رحمت‌الله اندړ تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې یو امریکایي سرتېری هم نه‌دی وژل شوی، خو یوازې په یوه اوونۍ کې طالبانو پر افغانانو ۸۷۰ بریدونه کړي دي. ښاغلي اندړ پوښتنه کړې، "دا کوم ډول جهاد دی چې يوازې د افغانانو پر خلاف روان دی؟" د وسله‌والو طالبانو ویاندویانو که څه هم د ښاغلي اندړ د دغه بیان په اړه تبصره نه‌ده کړې، خو تر دې مخکې یې د بریدونو د زیاتېدو مسؤل افغان دولت بللی و.

امریکا له افغانستانه د خوندي وتلو لپاره نورې بم غورځوونکې الوتکې ګمارلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د وتلو د بهیر د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې نورې درانه بم غورځوونکې او جنګي جټ الوتکې ګمارلې دي. د امریکا دفاع وزیر لوید استېن دا خبره پرون پنجشنبه له خبریالانو سره په خبرو کې وکړه. ښاغلي استین ویلي: "تر یوې اوونۍ لږه موده کېږي چې له افغانستانه د سرتېرو وتل له پلان سره سم روان دي." ده زیاته کړې چې پر نړیوالو پوځیانو تر اوسه کومه مستقیمه حمله نه‌ده شوې. د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي ویلي... Читать дальше...

پر دهلې بند د طالبانو له ولکې وروسته دغه بند ته د زیان رسېدو اندېښنې راپارېدلي

Pa.azadiradio.com 

د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د کندهار د دهلې بند د نیول کېدو د راپورونو تر خپرېدو وروسته د دغه ولایت چارواکي او عام خلک دغه مهم بند ته د زیان رسولو په اړه اندېښنه لري. تر دوو اوونیو جګړو وروسته په داسې حال کې د دهلې بند په بشپړه توګه د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلی چې ټاکل شوې وه درې اوونۍ وروسته د کندهار لپاره د دغې سترې حیاتي پروژې د ارتفاع چارې پیل شي. د دهلې بند د ساتنې پر امنیتي پوستو د شاوخوا دوو اوونیو سختو جګړو وروسته د تېرې چهارشنبې په ورځ دغه پوستې سقوط او بند په بشپړه توګه د وسله‌والو لاس ته ولوېد. Читать дальше...

کورونا وبا: د افغانستان او ایران پولې له پاکستان سره وتړل شوې

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت تر فيصلې وروسته د دې هېواد له افغانستان او ايران سره پولې تړل شوې دي. دا اقدام په دې هېواد د کورونا وبا په تېزۍ سره د خپرېدو د مخنيوي په خاطر پورته کړل شوی دی. په دې اړه فرانس پريس اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.

Спорт в России и мире
Москва

Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Медведев остался лучшим среди россиян в обновлённом рейтинге ATP, Рублёв — восьмой


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Москвичам назвали пять мест, где можно полюбоваться цветущей сакурой





Путин в России и мире
Москва

Транспортный коридор «Север-Юг» станет катализатором социального и экономического развития стран Евразии и глобального Юга


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности


Навальный в России и мире
Москва

Проводивший панихиду по Навальному* священник запрещен в служении



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Игорь Бутман

Квинтет Игоря Бутмана и певица Фантине впервые выступят на джазовом фестивале в Бахрейне



Москва

ЦСКА и «Спартак» сыграли 0:0 впервые с 2003 года

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net