سعودي د عامه او خصوصي سکټور ټولو کارکوونکو ته د کرونا واکسین لګول جبري کوي
سعودي عربستان د عامه او خصوصي سکټور ټولو کارکوونکو ته د کرونا ویروس ضد واکسین لګول جبري کوي.
د سعودي عربستان د بشري منابعو او ټولنیز پرمختیا وزارت د جمعې په ورځ د دې اعلان پر مهال نور جزئیات ورنهکړل.
د پلان له مخې به هغه کسان چې غواړي په سعودي عربستان کې کومه وظیفه ولري، مجبوره دي د کرونا ضد واکسین ولګوي.
وزارت د کارو بارونو له خاوندانو غوښتي چې د خپلو ټولو کارګرو د واکسین کولو لپاره دې لاس په کار شي.
په سعودي عربستان کې تر څلورو لکو او ۲۳ زرو ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.